نن ټکی اسیا
نن ټکی آسیا (په انگرېزي: nunn.asia) په پښتو ژبه یوه خبري[۱] او ټولنیزه ویب پاڼه ده. په دې ویب پاڼه کې د خبرونو، مرکو[۲]، مقالو او ځانگړو راپورونو تر څنگ، دیني،[۳] ټولنیز،[۴] صحي،[۵] ټیکنالوژي[۶] او ورزشي[۷] او ادبي[۸] مطالب خپروي. د نن ټکی اسیا (nunn.asia) وېب ادرس (ډومین) په ۱۹-جولايي-۲۰۱۰ ثبت شوی[۹]، خو رسمي فعالیت یې په ۲۴ - دیسمبر - ۲۰۱۰ کې پيل کړ.[۱۰] د نن ټکی اسیا بنسټ عبد الرحمن فدا او بخت الرحمن بخت ایښی دی. نن ټکی اسیا مرکزي دفتر نه لري، بلکي ازاد همکاران ورسره د نړۍ له هر کونجه همکاري کوي.[۱۱]
دنن ټکي اسیا نشراتي تګلاره
نن ټکی اسیا د خبر په برخه کې د خبر ثقه توب ته ارزښت ورکوي. تر خپلې وسې هڅه کوي چې د پېښو داسې انځور خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو چې کله کله د ځینو رسنیو له خوا یې په اړه لارورک کوونکي تبلیغات کېږي. نن ټکی اسیا غواړي ولس ته حقایق څنګه چې دي، هغسې ورسوي.
د خبر د برخې ترڅنګ د سیاسي، ادبي، ټولنیزو مسایلو، دیني، ټکنالوژۍ، روغتیا او ورزش په برخو کې په منظم ډول مطالب خپروي. په دغو برخو کې سربېره پر دې چې د لیکوالۍ پر فن د لیکوال برلاسی په پام کې نیول کیږي، ورسره ورسره ملي او اسلامي ارزښتونه سرې کرښې تشکیلوي.
هر هغه مطلب چې د لیکوالۍ له معیار سره برابر وي، ملي او اسلامي ارزښتونه په کې نه وي نقض شوي د نشر وړ بلل کیږي. نن ټکی اسیا د افکارو پر تنوع باور لري؛ خو تر هغه سرحده چې دغه دوه عالي ارزښتونه په کې زیانمن نه شي.
نن ټکی اسیا ځان د لیکوالانو او ولس تر منځ ارتباطي پل بولي، که پورته شرایط مراعت سي، د هر چا لیکني نشروي. [۱۲]
د نشر شویو مطالبو مسؤولیت
نن ټکی اسیا تر هري سیاسي تبصرې او مقالې لاندي په ښکاره توګه لیکلي چې د لیکني مسؤولیت د لیکوال په غاړه دی. په ویب پاڼه کې راغلي:
یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه [۱۳]
نن ټکی اسیا نړیوالو رسنیو ته د خبري سرچیني په توګه
نن ټکی اسیا په خپل کاري مجال کې وتوانېدل چې په نړیواله سطحه د مهمو خبرونو لومړنۍ سرچینه وګرځي او نوم یې په نړیوالو خبري ویب پاڼو کې راسي، د مثال په ډول: ډیلي میل اونلاین[۱۴] نیویارک ټایمز[۱۵] افغان تحلیل ګران [۱۶]او سلګونو نوري نړیوالي خبري ویب پاڼي.
د نن ټکی اسیا مقالی او معلومات په نړیوالو ویب پاڼو کې د سرچیني په ډول اخیستل شوي. [۱۷]
نن ټکی اسیا په فیسبوک کې
نن ټکی اسیا په فیسبوک ټولنیزه پاڼه کې فعال حضور لري، د خوښوونکو شمېر یې قریب څلور سوه زره ته رسیږي. [۱۸]
نن ټکی اسیا انډرویډ اپلیکیشن
د نن ټکی اسیا اپلیکیشن د انډرویډ تلیفونونو او ټیبلیټونو لپاره جوړ شوی چې تر اوسه تر لس زره زیات ځله کښته شوی او په زرګونو کسان استفاده ځیني کوي.
په دغه اپلیکیشن کې د نن ټکی اسیا ټول مطالب په ویب پاڼه کې تر نشر سمدستي وروسته نشریږي. [۱۹]
سرچینې
- ↑ خبري برخه
- ↑ د نن ټکی اسیا د مرکو برخه
- ↑ دیني برخه
- ↑ ټولنیزه برخه
- ↑ روغتیايي برخه
- ↑ ټیکنالوژي برخه
- ↑ ورزشي برخه
- ↑ پښتو ادب
- ↑ د نن ټکی اسیا ډومین د ثبت نیټه
- ↑ د پيل نیټه
- ↑ د نن ټکی اسیا په اړه
- ↑ د نن ټکی اسیا نشراتي تګلاره
- ↑ د مسؤولیت اخیستني په اړه د نن ټکی اسیا یادونه تر هري لیکني لاندي . وګورئ: د افغانستان احمقانه جنګ
- ↑ ډیلي میل اونلاین کې د نن ټکی اسیا یادونه
- ↑ نیویارک ټایمز
- ↑ The Shadows of ‘Islamic State’ in Afghanistan: What threat does it hold?
- ↑ وګورئ: مرکز الجزیره للدراسات
- ↑ د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه
- ↑ په ګوګل سټور کې د نن ټکی اسیا اپلیکیشن