نعمت پژواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر نعمت الله پژواک

ډاکتر نعمت الله پژواک په (۱۳۰۷هجري لمریزکالدزمري د میاشتې په ۲۱ ــ ۱۳۸۸ هجري لمریز کال) په کابل کې د مرحوم حفیظ الله په کاله کې زېږیدلی و .

زده کړې

نوموړي د ښونې او روزنې په څانگه کې لوړې زده کړې کړې وې .

دندې

او د حبیبې لېسې د مدیر ، د پوهنې د وزارت د ثانوي تدریساتو د ریس ، د بامیانو د والي ، د کابل ولايت د والي ، د کورنیو چارو د وزیر د پوهنې د وزیر، او د صدراعظم د سلاکار وزیر او مرستیال په توگه یې دندې ترسره کړې وې .

په کډوالۍ کې ېې دندې

نوموړي لس کاله د امریکا په بېلابېلو علمي موسیسو کې هم د افغانستان د ژبو پښتو او درې تدریس کړی دی .


ډاکتر نعمت الله پژواک د افغانستان سیاسي او فرهنگي شخصیت د جمعې په ورځ د۷۹ کلونو په عمرېې د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې .


سرچینه

د سباوون مجلې وېبپاڼه