نظير احمد انگار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:صافښاغلي 'نظير احمد انگار د ښاغلي ولي محمد زوى په خټه گاړى په ١٣٥٢لمريز کال د چنگاښ د مياشېى په ١٦نيټه د هېواد په ختيځ کى د لغمان ولايت د علينگار ولسوالۍ په ښکلې او سمسوره دره کې د پړوايى په کلي کى نړۍ ته سترگې پرانيسېي . د کوچنيوالي او د خاپوړو په نازکو شيبو کى يى د همدې چاپيريال له پاکې او تازه هوا څخه نفس اخيستى . لمړنۍ زده کړې يېى د ننگرهار ولايت په عالي لېسه کې سرته رسولې دي . دى لا ډير کوچنى وو ، چې د شعر او ادب سره يې بى سارې مينه پيدا شوه ، او د وخت په تيرېدو سره يې مينه داسې اوج ته ورسيده ، چې خپله يې هم د شعر او ادب دنيا ته راودانگل . لا يې لومړنۍ زده کړي سرته نه وې رسولي ، چې په داستان او د شعر په ليکلو يى پيل وکړ او ډير ژر يى په مشاعرو او ادبي غونډو کې برخه واخيسته ، ډير شعرونه او داستانونه يى د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کى نشر ته سپارل شوي دي . په ډير چټکي سره يې د شعر او ادب لړې پر مخ روانه وه نږدې دوه مجموعى يى د نشر لپاره چمتو کړې وي تر څو خپل د هيلو وړه دنيا پکې سمسوره اوغوړيدلې وويني ، خو له بده مرغه چې د هيلو دا کاروان يى په نيمه کې پاتې شو او منزل ته د رسيدو توان يې ونه موند . په هېواد کې د کورني ناورين د رامنځته کيدو سره سم د نورو قربانيو تر څنگ دده د هلو ځلو ادبي هستي هم قرباني شوه او د همدى لړۍ په سلسله کى له هيواده څخه د مهاجرت کشتى ته راوخوت چه تر ننه پورې د سويډن په هېواد کى د مهاجرت شپې او ورځى پر مخ بيايى تر ډيره وخته پورې يې د مايوسې له مخې د شعر او ادب دنيا ته شا کړې وه ، چې له نيکه مرغه يو ځل بيا يې په دې وروستيو کې د شعر او ادب بڼ ته مخه كړې ده . ددوي د لا برياليتوب په هيله . سمسور حبیبي

اخځونه[سمول]

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.