نصيرالله بابر
ستر جنرال نصيرالله بابر (۱۹۲۸ ز. - ۱۰ د جنوري، ۲۰۱۱ ز.) (په انګرېزي: Naseerullah Babar) د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير او د آی اېس آی د څارګرې ادارې پخوانی مامور و. په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ د بنسټ ايښودونکو له ډلې شمېرل کېږي. ا
مخينه
بابر د اکوړه خټک د اسماعيل خېلو په کلي کې زېږېدلی . په پېښور پوهنتون او لندن کې يې لوړې زده کړې کړي دي او د پاکستان د خلکو (پيپل) ګوند غړی هم پاتې شوی دی. نوموړي تل د پاکستان د استعماري هېواد يو وفاداره خدمتګار په توګه دنده اجرا کړې او د پښتنو د ګټو خلاف يې د پنجاب د استعمارګر پوځ خدمت کړی دی. له همدې کبله له هند سره د پاکستان په دويمه جګړه کې ښاغلي نصيرالله بابر د پاکستان د پوځ د جرآت مډال وګاټه او د دوه ستورو جنرالۍ رتبې ته رسېدلی دی.
زده کړې
په پېښور پوهنتون او لندن کې يې لوړې زده کړې کړي دي او وروسته د پاکستان په پوځي روزنځايونو کې پوځي زده کړې او تمرينونه بشپړې کړي.
دندې
نصيرالله بابر له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ پورې د پاکستان يو توکم پنجابيانو ته د صادقانه خدمت په بدل کې د خيبر پښتونخوا (پخواني صوبه سرحد) د والي په توګه دنده اجرا کړې او د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بنظير بوټو په دويم ځل حکومت کې د کورنيو چارو وزير وو. همدارنګه نوموړی په ۱۹۹۳ کې د نوښار ضلعې څخه د پاکستان ولسي جرګې ته د وکیل په توګه هم انتخاب شوی دی.
پاکستان کې د پوځي خدماتو لړۍ
د پاکستان د خلکو ګوند ته ورننوتل
د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده
په افغانستان کې د نصیرالله بابر لاسوهنې
پاکستان چې د یوې استعماري توطیې له مخې د انګریزانو په لاس جوړ شو د خپل موجودیت سره سم یې د افغانستان سره تاریخي ترينګلتيا پاللې او له پيل څخه په داسې اعمالو لاس پورې کړی چې د افغانستان داخلي ثبات، د خاورې تمامیت او استقلال ته زیان و رسوي .د همدې موخې د تحقق لپاره د نوموړي هیواد پوځ او استخباراتي ادارو د افغانستان د هیواد په کورنیو چارو کې بربنډې لاسوهنې کړي. همدا رنګه د ايران هېواد په لوېديڅه خوا باندې خپل د کلتوري غنا په خاطر د افغانستان شيعه ګان خپل په ګټه راپارولي او افغانستان په مقابل ېې کارولي دي . افغانستان ته یې جګړه مارې ډلې جوړې کړې او د نوموړي هیواد د خلکو تر منڅ ېې ډېرې مشمشې زېږولي . نصیرالله بابر چې د همدې تخریبي کړۍ یو مهم عنصر ګڼل کیږي د افغانستان په خاوره کې یې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۴ کې د خوځښت جوړولو هڅه وکړه چې په لغمان، کنړ، پنجشیر او ځینو نورو ځایونو کې یې د خپلو لاسپوڅو په وسیله د ناکامه حملو یوه سلسله په لاره واچوله چې د وخت د جمهوري حکومت له خوا دغه توطییه په بریالیتوب سره شنډه شوه. هغه مهال نصیرالله بابر په دې و توانیده چې د احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني او نورو په ګډون ځینې څیرې د مجاهد تر نامه لاندې د افغانستان د کمونسټ حکومت تر پلمې لاندې د نوموړي هېواد د ګټو په خلاف و کاروي، د پیښور په چراټ کې ورته تربیتي کمپ جوړ کړي او افغانستان ته یې د خپلو موخو د تر سره کولو لپاره چمتو کړي. کله چې په ۱۳۵۷ کې د پخواني شوروي په وسیله په کابل کې د خلق او پرچم د ګوندونو کمونیستي رژیم د چارو واګې په لاس کې واخیستلې او د دغه مستبد، کمونیستي او غیر اسلامي رژیم په مقابل کې د افغانستان مومنو وګړو خپل حساسیت څرګند کړ نو پاکستان او د دې هیواد پوځ او جاسوسې شبکې ته د افغانستان په چارو کې د مداخلې طلایي چانس په لاس ورغی او په دومره آزاده او زیاته پیمانه یې مداخلې وکړې چې د هیواد ګوټ ګوټ ته یې تخریبي اعمال و رسیدل، په راولپینډۍ کې د افغانستان لپاره حکومت جوړ شو او داسې اټکل کیده چې د کمونیستي رژیم د ماتې څخه به وروسته سیالې وسله والې ډلې په خپلو منځونو کې هرو مرو جګړې کوي او د دې هیواد مادي او معنوي زیربناوې چې د کمونیستي تاړاک څخه په نیم او نیمګور شکل پاتې وې له منځه وړي چې له بده مرغه همداسې و شول او د کورنیو جګړو سلسله تر نن پورې هم د آی ایس آی د پاکستاني صادر شوي جګړه مارو او د ايران پلويانو شعيه کړيو تر نامه روانه ده. په ۱۳۷۴ کې هغه مهال بیا نصیرالله بابر ته د افغانستان د ورانولو او زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې یو بل فرصت په لاس ورغی چې د پاکستاني جاسوسانو ډلې یې په سپین بولدک کې د سپین پګړیو طالبانو په جامه کې په دې هیواد را ماتې او نصیرالله بابر تر کندهار، هرات او تورغونډۍ پورې د دوی سره ملګرتیا وکړه او د سوداګریز کاروان تر نامه لاندې یې له طالبانو سره یو ځای حرکت کاوه. د خپل بري د نمانځلو ننداره یې کوله. دا ځل یې د دین تر نامه لاندې په افغانستان کې یو داسې افراطي نظام حاکم کړ چې له غمونو، لوږې، بیوزلۍ، جګړو، وژنو، نالوستۍ او نورو ټولنيزو پرمختيايي ځورونو څخه یې پرته بل څه افغانستان ته نه درلودل خو د طالبانو لاسته راوړنه داوه چې امنيت ېې تر ډېره خوندي کړ ، د خلکو ناموسونه ، د خلکو مالکيتونه او غلاوې بندې شوې او وساتل شول . د نظام زیاته برخه د آی ایس آی د شبکې په لاس کې وه او د افغانستان د هیواد زیربناوې او تاریخي ویاړونه یې په ډیره بې پروایۍ او د اسلام تر نامه لاندې و نړول.
د نصير الله بابر نژدې ملګري د افغانستان په کورنيو سياستونو کې ښکېل
په کابل کې د افغانستان پخوانی سفیر او د افغان کمشنرۍ پخوانی مشر ښاغلي رستم شاه مومند چې دی پخپله هم د پاکستان د جاسوسي شبکې او د دې هیواد د ګټو د تامین یو لوی سلاکار ګڼل کیږي د نصیرالله بابر په هکله وایي: ( نصیرالله بابر به طالبانو ته خپل زامن ویل او نوموړي د طالبانو ډیر مدد کړی دی او د دوی د لومړنیو ډلو سره کندهار او هرات ته تللی دی). يو بل افغان سياستوال او لیکوال چې د نصير الله بابر سره ېې له نژدې پېژندلګلوي درلوده پروفيسور عبدالرسول امين نومېده . د نوموړي له خولې چې ېې ويلي و : نصير الله بابر د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود لارښود او پاکستان کې ېې کوربه انډيوال و . همدا رنګه په ۸۰ مو کلونو کې ېې دده سره يو ځای د افغانستان په باب ډېرې خپل سري مشورې درلودې چې آن د بن تر تړونه د نصير الله بابر په مشورې د جنګي ډلو استازيتوب تر ډېره د رباني د دوهمې ډلې شورای نظار تر غاړې وې او د پاکستان د ګټې خوندې کولو خبرې ېې په پام کې نيولې وې . قانوني ، فهيم، صبغت الله مجددي ، پیر سيد احمد ګيلاني ، عبدالله عبدالله او د بن د کانفرانس له غړو ځخه حاجي عبدالقدير هم د نصير الله بابر په نژدو پېژندګلو کې شامل دي.
نصیرالله بابر او د افغانستان د تاریخي آثارو لوټول
نصیرالله بابر په دې بسنه ونه کړه چې د خپلو لاسپوڅو په وسیله د افغانستان مادي او معنوي زیربناوې ورانې کړي بلکي په ډیره بې رحمۍ یې د افغانستان تاریخي آثارو ته په خپل کور کې یو موزیم جوړ کړ چې د وخت مطبوعاتو پرې زیاتې تبصرې کړې دي او تاریخ د ښاغلي بابر دغه لوې مداخلې پټې نه دي ساتلی. همدارنګه دغه تاریخي آثار به څه د پخوانيو جنګسالارانو او د مولانا فضل الرحمن او طالب مشرانو په وسیله پاکستان ته وړل کیدل او د ښاغلي بابر په کور کې به ځای پر ځای کیدل. ښاغلي بابر به ځینې په خپل کور کې ساتل او ځینې به یې بهرنیو هیوادونو ته لېږل چې د مولانا فضل الرحمن سره د افغانستان د تاریخي آثارو په لړ کې د یوه لوی بت ګیر کیدل د همدې لړۍ یوه برخه ده چې د وخت مطبوعاتو پرې تبصرې وکړې. عجیبه خبره دا ده چې د اسلام تر نامه لاندې سپین پګړیو ( طالبانو او نورو...) دومره فکر هم نه کاوه چې له یوې خوا دوی ته د افغانستان د تاریخي آثارو د ورانولو او د اسلام له نظره د هغه د موجودیت د ناروا ډنډورې وهل کیږي خو له بلې خوا څخه د افغانستان غلیمان او د کورنیو جګړو د اور بلوونکي په خپلو کورونو کې همدغه بتان ساتي او د یوه موزیم په شکل ورته احترام لري؟؟؟ همدغو خپل سرو لوټونو او يرغلونو افغانستان یې له داسې یوه تور برخلیک سره مخ کړی دی چې د ۱۳۵۷ د بدمرغې کودتا وروسته ۳۱ کاله کیږي چې د جګړو، غمونو او دردونو په غمیزو کې کړیږي. همدارنګه ټولې هغه مادي او معنوي زیرمې چې د پاکستان د جاسوسي شبکې په وسیله د نوموړي هیواد څخه لوټ شوې د هغه بیرته اعاده وغواړي او خپلې غوښتنې په ملي او نړیواله کچه مطرح کړي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له لویو لویو آزمیښتونو سره ډغرې وهلې دي او تل د یوه ژوندي ملت په توګه له غمیزو څخه روغ وتلی او هغه خاین عناصر له خپلو آرمانونو سره د هلاکت کندې ته لیږلي دي چې د دې ویاړمن ولس سره یې خیانت او دښمني کړې ده.
ستاينې او لاسته راوړنې
ښاغلی نصيرالله بابر د خپلو پوځي او استخباراتي خدمتونو په لړ کې د پاکستان د وخت د حکومتونو له خوا په دوه ؤ مهمو مډالونو ستايل شوی او نور ستاينلیکونه ېې هم ترلاسه کړي دي .
ناروغي او مړينه
نصير الله بابر د اوږدې مودې راهيسې په پښو شل و . د شلتوب لامل ېې د عصبي ناروغيو شتون بلل شوی . په ۲۰۰۸ زېږيز کال کې د اګسټ پر ۱۹مه پرې يو وار د زړه ټکاني بريد راخپور شوی و چې په روغتون کې ېې له ژر درملنې وروسته روغ رمټ راووت . خو د جنوري په ۱۰مه د ۲۰۱۱ م زېږيز کال په ورته بريد کې ساه ورکړه .
سرچينې
- www.tolafghan.com