نجيبه سارا بياباني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نجيبه سارا بياباني
د نجيبه سارا بياباني انځور
د نجيبه سارا بياباني انځور
د نجيبه سارا بياباني انځور

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ اپرېل ۱۹۶۳
کندهار   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ديکليماتوره

آغلې نجيبه سارا بياباني په ۲ د اپرېل، ۱۹۶۳ زېږيز کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلې ده، خو پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې کابل، د پغمان ولسوالۍ، د سينو بابا کلی دی. نوموړې د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، د کنډک مشر حضرت مير خان لور او د عبدالکريم خان لمسۍ، په خټه ابراهيمخېل پښتانه دي.

زده کړې[سمول]

دغې پښتنې شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل د رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي. کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالو يې د ژوند شريک ترې واخيست او دا د خپلو بچو سره يواځې پاتې شوه نو بيا يې په رسمي چارو کې د دندو سره سره خپلې لوړې زده کړې هم پيل کړې او تر يوه کاله، د ژورناليزم پوهنځي کې، په خپلو زده کړو هم بوخته وه، خو بيا په افغانستان کې د گډوډۍ او کورنيو جگړو له امله يې لوړې زده کړې ترې نيمگړې پاتې شوې. يو کلنه زده کړه د ټولنپوهنې او فلسفې په برخه کې د ناروې په هېواد کې د لیله هامر ښار په نانسن فرېد سکول (د نانسن سولې ښوونځي) څخه ترسره کړې .

دندې[سمول]

نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې گڼ شمېر دندې ترسره کړي. د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو څخه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال څخه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په ملي راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان په ملي راډيو کې يې لومړنۍ دنده د ماشومانو د خپرونې د وياندۍ څخه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوگ په برخه کې يې تمثيل زده کړ. تر څه مودې کار وروسته بيا د هنر او ادبياتو په څانگه کې د حرف خوش صدای خوش و آهنگ خوش، جمعه او زموږ ډالۍ د خپرونو کوربنه او د شومه دم انگازې د خپرونې جوړونکې او ډيکليمه کوونکې ، د پښتنو او بلوڅو د خپرونې جوړونکې او ويانده او د روزنې څانگې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې د خپرونې ويانده هم پاتې شوې. دا چې مېرمن سارا په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه ده نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره د کونډې ځوی په سريال کې د افغان ټلويزون په پرده راښکاره شوه. نوموړې په دغه سريال کې د شادگل د مور رول لوبولی. څه موده يې د قبايلو په وزارت کې د جرگې مجلې د خبريالې په توگه هم دنده ترسره کړې. کله چې د افغانستان کورنۍ جگړې تودې شوې او هغه د خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شوه نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړي او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي. د کډوالۍ په کالونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې په توگه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د گل پاڼې ځانگړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توگه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، او د پېښور په ټلويزون کې يې د پردې تر شا په پښتو او دري ژبو د خبرتياوو د لوستلو دنده هم سر ته رسولې. په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولولو کې مرسته کړې او بيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه گل رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې. د يادونې وړ ده چې آغلې سارا بياباني او د کورنۍ غړي يې د هېڅ سیاسي بهیر ، گوند او ډلې مخینه نه لري او نه هم د ښځو په نوم لوېدیځواله شعارونو او افراطي بنسټونو کې اړیکې او ونډې لري ځکه یې ژوند په ټولنیزه توگه باخبره افغانې خبريالې ، لیکوالې او شاعرې په توگه غوره کړی .

چاپ شوي اثار[سمول]

نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولگې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولگه یې د کابل د کورنيو جگړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.

  1. د ماښامونو ډيوه [۱] - د شعرونو ټولگه، چاپکال (1994)
  2. د پنجرې مرغۍ - د شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)
  3. تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ - د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
  4. زما د عشق جونگړه ورانه شوله - د هېوادپاله شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)

ناچاپه آثار[سمول]

د نوموړې گڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنگ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعگانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنگ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي او د گوتو په شمار يې يو څو نارويژي شعرونه هم خپاره شوي.

شخصي ژوند[سمول]

نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال څخه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

باندنۍ تړنې[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)