نجيب زاخېلوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر نجيب الله زاخېلوال
ډاکټر نجيب الله زاخېلوال

نجيب الله زاخېلوال ډاکټر په خټه مومند زاخېل دی چې ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د زاخېلو په کلي کې په ۱۳۵۷ ل د چينگاښ په ۲۲ نېټه ( ۱۹۷۸ د جولايې ۱۳امه ) زېږېدلی .

مخینه

د طب ډاکټر نجيب الله زاخېلوال د حاجي خليل الرحمن زوی دی . دی لا کوچنی و چې د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شو. د کډوالۍ پر مهال د پېښور په ځنگلي نومې سيمه کې چې د متنو او بډه بېره ترمينځ پرته ده استوگن شو.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د پېښور په ځنگلي نومي سیمې ته څېرمه پنډغالي (کمپ)کې د کمېشنرۍ په لومړني ښونځي کې پیل کړې . مينځنۍ زده کړې يې د سيد جمال الدين افغان نومي لېسه او وروسته په پېښور کې د رحمان بابا د لېسې څخه په ۱۳۷۵ل ( ۱۹۹۶ز ) کال کې فارغ شو. دښوونځي د زده کړو برسره يې د وخت دودیزه اسلامي علوم صرف، نحوه، فقه، احاديث او تفسير د جيدو نومي دينې علماو څخه ولوستلې . د کانکور د ازموينې وروسته طب پوهنځي ته بريالی شو چې د ننگرهار د طب پوهنخي څخه په ۲۰۰۶ ز کال کې فارغ شو.

دندې

  1. د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۶ز کال د جلال اباد څخه د خپرېدونکې طب مجلې بنسټگر او پازوال
  2. د شايق د تعليمي مرکز مشر
  3. د شرق راډيو د صحي خپروونو جوړونکی
  4. د اريانا طب پوهنځي د فزيالوژي ښوونکی
  5. په سويډن کې د ښوونې او روزني په برخه کې کارکوونکی

اثار

  1. په افغانستان کې د غيرت په نوم وژنې (چاپ، د کور موسسې له خوا)
  2. د کوچنيانو زړې ستونزې او د حل نوې لارې ( د انگريزې څخه ژباړه،چاپ )
  3. د خويندو ورونو ترمينځ سيالي ( انگريزي څخه ژباړه، چاپ )
  4. مينه څه شی ده؟ څېړنيز اثر (ناچاپ)
  5. خاتون ( ژباړه ) هندې ناول (ناچاپ)
  6. کوچنيان که د خدای غضب (ناچاپ)
  7. د نجيب فکرونه (ناچاپ)
  8. نړيوالې کليزې (ناچاپ)

يادونه: بايد وکړو چې د نجيب زاخېلوال ټول کتابونه ناچاپ دي، چې نوموړی يې لامل خپله اقتصادي ستونزه بولي. او لدې سربېره نورې په لسگونو ليکنې هم لرې چې د بېلا بېلو ويب پاڼو سربېره د هېواد دننه او دباندې په مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي.

سرچينې