نجيب الله جامع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نجیب الله جامع (په انگریزی: Najibullah Jami) یو افغان اسلامپاله خپلواک لیکوال او د سیاسي اوضاع شنونکی دی، نوموړی د افغانستان په چاپي رسنیو کې په منظمه توگه لیکنې خپروي، د کتاب لیکلو په برخه کې د وړ صلاحيت لرونکی دی.

زوکړه و زده کړه[سمول]

قاضی نجیب الله جامع د محمدزی زوی دی، په کال ۱۹۹۴ کې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د نظروالو په کلي کې په یوه روڼ انده او دینداره کورنۍ کې دنیا ته راغلی دی. زدکړه ښاغلي قاضی نجیب الله جامع خپلې لومړنۍ زده کړې د ملا مشک عالم په عالی ښونځي کې پېل کړي، منځنۍ زده کړې یې د کندهار د خرقه مبارکې په مدرسه کې وکړي او د غزني ولایت د جمع اولیا دارالعلوم څخه له دولسم ټولگي فارغ شوی دي نیمه لوړی زدکړې یې د همدی ولایت په جمع اولیا عربی دارالعلوم کې پایته ورسولی، د لوړو زدکړو له پاره د هیواد پلازمینۍ کابل ته لاړ او هلته یې د شرعیاتو په برخه کې د افغان پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او ماسټري یې په کابل کې له پیام نور ایرانی پوهنتون څخه په خصوصي حقونو کې تزلاسه کړه، نوموړي د اداره او مدیریت په برخه کې هم د ۲ کلنۍ نیمه لوړي زدکړي د ارمغان په انسټیټوټ کې پای ته رسولي دي. ددی ترڅنک ښاغلي جامع په تاریخ او سیاست کې د ځانګړي مطالعي خاوند ده.

دندي[سمول]

ښاغلي جامع د پوهنتون استاد پاتې شوې او تراوسه یې هېڅ دولتي دنده نه ده کړې.

لیکلی او نا چاپه آثار کتابونه[سمول]

  1. د رسوالله بهرنې سیاست ( ژباړه) البته ناچاپه.
  2. ملامشک عالم اندړ ( کتاب)