نبي مصداق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر نبي مصداق

ډاکټر نبي مصداق (۱۹۴۴ ز.) (انگرېزي: Dr. Nabi Misdaq) يو افغان وگړپوه، سياسي شنونکی، ليکوال او د بي بي سي راډيو د پښتو څانگې لومړنی خبريال، بنسټگر او پخوانی وياند هم دی. نوموړي د افغانستان په اړه يو شمېر کتابونه کښلي چې د لوستونکو لخوا يې تود هرکلی شوی. ډاکټر مصداق په ۲۰۰۱ ز. کال کې له انگلستان نه امريکا ته کډه وکړه او له هماغه وخت نه يې د جورج مازون په پوهنتون کې، د ډيپلوماټيکې ژبپوهنې او د انلينگوا په ژبپوهنيزو مرکزونو کې د پښتو ژبې د ښوونکي په توگه دنده ترسره کړې.

مخينه[سمول]

نبي مصداق د پکتيا ولايت د ځاځيو ولسوالې په روقيان کې زيږدلی او د ځاځيو يوې مشهورې کورنۍ پورې تړلی دی. نيکه ېې باقي خان د امير عبدالرحمن خان نه د ځاځيو د يوه مشهور ملک په حيث د لارې د ساتلو په غرض تنخا اخيستله او امير به هم هره مياشت کور ته چاي او بوره ورلېږل. د مصداق پلار مرحوم حاجي کوندل خان هم د امير امان الله خان په وخت کې د کابل ښار يو پيژندل شوی قراردادي وو چې د دارلامان ماڼۍ، د علي آباد د سناتوريم تعمير، د غازي ښوونځی او وروسته د ساينس فاکولتې تعميرونه ېې جوړ کړي دي. ډاکټر مصداق متاهل دی او دوه زامن لري عمر او يوسف چې دواړه ېې د لوړو زده کړو خاوندان دي او په خپلو څانگو کې ېې کتابونه هم ليکلي. خو کشری ځوی يې يو پېژندل شوی هنرمند هم دی چې هنري نوم يې يوشح دی.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې[سمول]

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په طالقانو کې، چې مشر ورور ېې مرحوم دُر مرجان خان د قطغن او بدخشان د معارف مدير وو، پيل کړې او په شپږو مياشتو کې ېې لمړی او دوهم ټولگی ولوست بيا کابل ته ولاړ او هلته په دريم ټولگي کې ومنل شو. مصداق د کابل په نمره يو ابتدايه ښونځي کې به لمړی يا دوهم نمره تر شپږم ټولگي پورې کاميابيدو او په شپږم ټولکي کې وروسته د درې مياشتې او شپږ مياشتينې ِازموينې نه د مريضې له امله د علي اباد په روغتون کې د دو مياشتو لپاره بستر شو، خو د هغه درې مياشتنې او شپږ مياشتنې د نمرو د اوسط له مخې بيا هم شپږم نمره کامياب را ؤخوت.

دويمې زده کړې[سمول]

نبي مصداق خپلې دويمې زده کړې د رحمن بابا په ښونځي کې پېل کړي چې د نوموړی د همدغه ښوونځي د لومړۍ دورې له زده کوونکو څخه دی. هغه خپل د دولسم ټولگي بريليک له همدغه ښوونځي نه ترلاسه کړی او وروسته بيا د خپل يو ټولگيوال، هاشم تڼيوال، سره يوځای د لوړو زده کړو لپاره انگلستان ته ولېږل شو.

لوړې زده کړې[سمول]

په کابل کې د مرحوم علي احمد خان د پوهنې وزير پر ځاې يو څوک چې په سختي او سوگتي کې ېې د پوهنې په وزارت کې شهرت درلود د ډاکټر انس په نوم د پوهنې وزير شو او هغه په انگلستان او يو شمير نورو محصلينو بورسونه په المان، فرانسه او بلجيم کې چې د پوهنې وزارت لخوا ېې گټلي وو بيرته ور څخه واخيست او هغو ته ېې وويل چې د فاکولتې دورې لپاره بايد بيرته کابل ته ستانه شي. نبي مصداق او هاشم تڼيوال دواړو چې يو کال ېې په کابل کې د انگلستان د بورس لپاره انتظار ايستلي وو حاضر نشول چې وروسته له يونيم کال نه په انگلستان کې بيرته کابل ته ولاړ شي او همصنفيان ېې چې ځلورم ټولگي ته کامياب شوي وو، دوي له اول صنف نه په کومه فاکولته کې هلته شروع کړي وای. مصداق او تڼيوال په لندن کې له زياتو اقتصادي او د ويزې د تجديد له مشکلاتو سره مخامخ شول چې بلاخره تڼيوال تصميم ونيو چې د (جي، سي، اي) د دورې له تکميل نه وروسته وطن ته ستون شي او مصداق په لندن پوهنتون کې ، تعليم او تربيه لپاره، د يوه انگليسي بورس د گټلو نه وروسته دوام ورکړ. د تعليم او تربيه له فراغت نه وروسته هغه دوه کاله د لندن په ښونځيو کې درس ورکړ او بيرته د لندن بوهنتون (ال ، اس، اي) کې د وگړپوهنې په څانگه کې په زده کړه پيل وکړ. مصداق د لندن ددې مشهور کالج نه په (هانرز) درجه ليسانس واخيست او ماسترې لپاره په اکسفورد، د لندن د اسياېې او افريقايي څيړنو کالج او ساسکس پوهنتون کې قبول شو. له دې ټولو نه مصداق د ساسکس پوهنتون په دې خوښ کړ چې د پروفيسر (براين سټريټ) چې په ايران او افغانستان کې څيړنې کړې وې د هغه تررهنماې لاندې څيړنه وکړي .

مصداق د ماسټرې دوره په شپږو مياشتو کې سرته ورسوله او پوهنتون د هغه د ماسټری تيسز په خپل کتابتون کې، د يواځيني ماسټرې د تيسز په حيث د (ام، فيل او دکتورې) د تيسزونو تر څنگ ساتلی دی او هم هغه ته د برطانيې (د سوشل ساينس ريسرچ) د علمي ادارې لخوا د درو کالو لپاره د دکتورا د زده کړې د تماميدو له پاره يو بل بورس ورکړ شو.

افغانستان ته د روسانو د لښکرو په راتگ سره مصداق خپله د ډاکټرې زده کړه و ځنډوله ترڅو د ژورنالست په صفت خپل وطن او خلکو ته د خدمت مصدر وگرزي. نبي مصداق وايي چې هغه د ډيرو کمو محصلينو نه په اروپا کې وو چې خپل درس ېې خپلو خلکو ته د خدمت لپاره پرېښود او هم په دې عقيده وو چې افغانان به هيڅکله هم د روسانو موجوديت په خپل ملک کې و نه زغمي او ډير ژر به له افغانستان نه وشړل شي.

دندې[سمول]

نبي مصداق د کمونستانو په دوره کې (بي، بي، سي) ته د کابل او روسانو خپرونې د افغانستان په باب اوريدلې او د نورو راديو گانو تر څنگ ېې په انگليسي ژبه د (بي، بي، سي) د هر ورځينيو راپورونو لپاره ژباړلې. د افغانستان لپاره د کابل راديو او شوروي نشرات له ماسکو او تاجکستان نه مهم په دې وو چې له افغانستان نه ټول خارجي خبريالان ايستل شوي وو او د لويديخ په سفارتونو کې هم يواځې دوه با درې تنه به پاتي وو او نړۍ نه پوهيده چې افغانستان کې د کمونستانو د راتگ په دوره کې څه پيښيدل. له نبي مصداق نه، وروسته له دؤ ويشتو مياشتو نه (بي، بي، سي) غوښتنه وکړه چې په لندن کې له (بوش هوس) نه چې د خارجي خپرونو مرکز دی، د پښتو ژبې خبرونې پيل کړي. (بي، بي، سي) بلاخره په اگست ۱۹۸۲ ز. کال کې په پښتو ژبه چې کالونه ېې پاکستان مخالفت کاوه، پښتو خپرونه بيل کړه او مصداق ېې د لمړی ورځې نه بنسټ کيښود. مصداق وروسته له تقريبا شل کاله کار نه په (بي، بي، سي) کې بيرته پوهنتون ته ولاړ چې هغه ځنډمن شوې دوکتورې باندې له سره څېړنه پيل کړي. د زده کړې دا دوره هغه په خپل مصرف د وگړپوهنې په څانگه کې بشپړ کړه او د خپلې کورنۍ سره امريکا کې د واشنگټن ايالت ته وکوچيد.

د ليکوالۍ ډگر[سمول]

افغانستان - سياسي کمزوري او خارجي مداخلت - د ډاکټر نبي مصداق اثر

مصداق په بي بي سي راډيو کې د وياندۍ له وختونو په ليکوالۍ او خبريالي چارو بوخت پاتې شوی. د هغه گڼ شمېر ليکنې د آزادو مهاجرو په رسنيو کې کله په مستعارو نومونو او کله هم په آرني نوم په پښتو، انگرېزي او دري ژبو خپرې شوي. په ۱۹۹۷ ز. کال کې چې کله د احمد شاه دراني ۲۵۰ تلين ؤ نو د همدغې ورځې د لمانځلو په وياړ يې په انگرېزي ژبه خپل لومړنی کتاب خپور کړ چې سرليک يې د افغانستان لومړنی معاصر پاچا ټاکلی. تر دې وروسته يې خپل دويم اکادميک کتاب د افغانستان - سياسي کمزوري او خارجي مداخلت تر سرليک لاندې په لندن او په نيويارک کې د روتلج خپرندويو ټولنو لخوا خپور شوی. د دغو نومېدلو خپرندويو ټولنو د احصايې له مخې همدا کتاب له ۵۰۰ نه ډېرو پوهنتونو او علمي مراکزو د خپلو کتابتونونو لپاره اخيستی دی.

په افغانستان کې د امريکې په مداخلې سره پښتو ژبې زده کړې لپاره ليول تيا پيدا شوی چې مصداق هم د دې ليوالتيا نه (جې په تاريخ کې د پښتو د پرمختگ لپاره داسې نړۍ واله توجه بې سارې ښکاري) په استفادې سره يو لړ د پښتو اروپايي او امريکايي ژب پوهانو تربيه کړي اوهم ېې د پښتو د زده کړې درسونه او کتابونه د انټرنټ لپاره ليکلي او ليکي. په دې لړ کې مصداق د پښتو نه په انگليسي ژبه يوه لمړۍ جامع ډکشنري چې له ۴۰ زرو لغتونو اوښتې، ليکلې او اوس تر چاپ لاندې ده. د دې تر څنگ ډاکټر مصداق د پښتو ژبې ټوکې راغونډې کړي او په انگرېزي ژبه يې ژباړلي. ښاغلی مصداق په رسنيو کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه وخت په وخت يو شمېر ليکنې او مقالې په انگرېزي، پښتو او دري ژبو خپرې کړي.

چاپ شوي آثار[سمول]

  1. افغانستان سياسي کمزوري او خارجي مداخلت - (Afghanistan Political Frailty and External Interference )
  2. پښتو - انگرېزي سيند - په دې سيند کې نږدې ۴۵ زره پښتو وييونه او اصطلاحگانې راغونډې کړي او د انگرېزي ژبې بېلابېل انډولونه او ماناگانې يې ورسره ليکل شوي. په دې اثر مصداق ډېر زيار گاللی او په ډېر ځيرتوب يې دا سيند بشپړ کړی چې د پښتو نه په انگلیسي یو لوی سيند بلل کېږي.

ناچاپه آثار[سمول]

د پښتنو ټوکې - په انگرېزي ژبه د پښتو ژبې د ټوکو ژباړه

سرچينې[سمول]

  • نبي مصداق - افغانستان: سياسي کمزوري او خارجي مداخلت ISBN 978-0415470247
  • فيلډز، رونا ام. - شهادت:د ځان قربانولو ساپوهنه، روحانيت او سياست ISBN 978-0275979935
  • مالې وېليم - د افغانستان جگړې ISBN 978-0333802915
  • ريس، رسول بخش - بې گټياليو جگړه: د سړې جگړې وروسته د افغانستان نامطمينه بدلون ISBN 978-0195775358

باندنۍ تړنې[سمول]