ناستيکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناستيکا د هندوانو د (اوپنېشاد) په کتاب کې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشکوه له لورې د سانسکرېتي ژبې څخه و پاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليک په برخه کې د (ناستيکا) لغت د کافر، بې دينه او ملحد چې له څښتن تعالى څخه انکار کوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د (بوديزم)، جېنيزم او چارواک څخه عبارت دي. ناستيکا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر (وېداگانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انکار کوي.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  • فلسفه، لیکوال: محمد نادر ایوبي. کوېټه