نازو توخۍ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
نازو انا

نازو انا د ملي مشر ميرويس خان مور وه، چې په ١٠٦١ هجري سپوږمیز کال کې تازي رباط ته نيژدې وزېږېده. پلار يې سلطان ملخی توخي نومېده چي له غزني تر جگلدکه د پښتنو مشر وو. نازو انا نه دا چې یوه ټولنیزه هوښیاره ښځه وه، بلکه یوه ادیبه او شاعره، او د میرویس نيكه په څېر باتورانو روزونکې هم ده، د پښتو ادب سره يې ډېره مينه درلوده.

زېږېدنه

تقريباُ درې سوه کاله پخوا د کلات او کندهار په منځ کې يوه جگه او با شکوهه کلا ليدل کېدله ، چې د تازي درباط سویل ته د سلطان ملخي توخي له خوا ، چې د پښتنو مشرؤ جوړه شوې وه. او ددې کلا څښتن ته له غزني څخه تر جگدلکه پورې ټولو قومونو د اطاعت سر ټيټ کړی و. او يوه خپلواکه حکمراني ېې درلودله. نازو انا د پښتنو ددغه ملي مشر سلطان ملخي توخي په کور کې زېږېدلې وه. په پټه خزانه کې د نازو انا د زېږېدلو نېټه داسې کښل شوېده . (نازو د سلطان ملخي توخي لور وه او په 1061 هجري کال په تازي نومي ځای کې وزېږېده) .

زده کړې

د نازوانا په علمي روزنه کې ددې پلار ډېره پاملرنه درلوده . او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږيرو پوهانو څخه ليکل او لوستل زده کړل. دا زده کړه تر هغه وخته روانه وه چې ددې پلار (سلطان ملخی توخی) يو غره ته نږدې په يو جنگ کې وفات شو.

د مشرتابه وړتيا او مېړانه

کله چې د نازو انا پلار سلطان ملخی توخي په جگړه کې شهيد شو نو له همدې نېټې وروسته د کورنيو چارو اداره او د ولس مشرتوب ددې پر غاړه ولوېده. خصوصآُ له هفه وخت څخه چې (حاجي عادل) د نازو انا ورور هم له دې نه جلا شو او د خپل پلار د کسات (انتقام) اخيستلو په هوډ جنگ ته ولاړو د کلي او کور ساتنه هم نازو انا ته پاتې شوه. او دې هم د يوه پښتانه زلمي په څېر توره تر ملا کړه او له څو ننگياليو تربورو سره ېې يو ځای خپل ټاټوبی د پرديو له هجومه وساته .

ادبي ژوند او د ځوی روزنه

نازو اناد پښتو ادبياتو يوه تکړه او نازک خياله شاعره او د لوړ مقام څښتنه مېرمن وه ، چې ورته د انا لقب ورکړ شوی دی. او د پښتنو د ملي قاعد ميرويس نيکه مور ده. دې مېرمنې نه يوازې دا چې افغاني ټولنې ته د ميرويس نيکه په شان عښتلی او مدبره زوی وروزه (تربيه ېې کړ) بلکې د خپل عصر يوه مېړنۍ ښځه هم وه چې په پوهه ، متانت او مېلمه پالنه کې ېې لوی مقام لرلی ، هو ! دا واقعيت دی چې ميرويس نيکه د خپلې پوهې او اديبې مور د پوره پاملرنې او عالي روزنې په منښتې (نتيجې) کې د قوم او ملت د مشر ، د ملي او خپلواک دولت د بنسټ ايښودونکي ، نيکه او د يوه مدبر سياستمدار او پوهاند لوړو پوړونو ته ورسېد. او د هغه د شخصيت په ټاکلو کې ېې خپله مورنۍ او هېوادنۍ وجيبه تر سره کړې ده. نازوانا د ميرويس په ذهن او افکارو کې له قوم او وطن سره مينه د عالي اخلاقو ، د پوهې او پوهنو د زده کړې روحيه وروزله. لکه چې پدې لکه محمد هوتک ليکي (حاجي مير ويس نيکه چې وزږېد ، مور ېې (نازوانا ) په ديانت او عبادت سره لوی کړ او د دين ټول فرايض ېې په اووم کال وروښودل. هر وخت به ېې ميرويس نيکه ته نصيحت کاوه چې د بېټ نيکه په قول د تا په مخ کې لوی کارونه دي ، چې لوی شې د خدای عبادت او د خلکو خدمت کړه تر څو ستا د خدمت په اثر خلک ارام وکا) واي چې ميرويس د خپلې مور دا وصيت پاو خبره تل يادوله تر هغه چې پر 1119 هجري کال ېې خپل قوم د صفويانو له ظلمه وژغوره او په کندهار کې ېې د ملي او مستقل حکومت بنسټ کېښود، نو ېې سجده د شکر وکړه او وې وېل !، خدايه دا هغه کار و چې ماته مور راسپارلی او وصيت ېې کړی و، دا خو ستاد عبادو او بندگانو خدمت و چې ما ترسره کا. لنډه دا چې نازو انا لا په کوچنيوالي کې له پښتنو مېرمنو او سپين روبو پوهانو څخه لوست کړی و او مېړهمخې ارتينه وه چې نارينه ېې مېړانې ، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو، برسېره پر زړورتيا ، ورين تندي او عبادت هسې مېرمن وه چې په مناجات ېې ډېرې رشې (اشعار) وېل. او يو ديوان ېې درلود چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ و. او په داسې ښکليو او ښو وييکو (الفاظو) سره ېې ادا کړي او ويېلي وو چې نارينه مشاعرو نشو ادا او ويېلی.، خو له بده مرغه چې ددې د رشو (اشعارو)ديوان تر اوسه هم مورخينو او څېړونکو ته پلاس نه دی ورغلی و يوازې يوه رباعي ېې پټې خزانې په خپلو پاڼو کې تر مونږه رارسولې ده. دا رباعي ېې داسې ده.

ســحــرگـه وه د نـرگـس لـېمـه لانــده څاڅکي څاخکي ېې له سترگو څڅېده
ماويېل څه دي ښکلي گله ولې ژاړې؟ ده وېل ژوند مې دی يوه خوله خندېـده

د نازو انا خوب

د نازو انا د خولې نه روايت دی چې په کومه شپه چې ميرويس نيکه پېدا کېده نو نازو انا بېټ نيکه په خوب وليده چې نازو انا ته يې وييل چې د خپل د نوي ماشوم پالنه او روزنه په ښه توگه وکړي دا ځکه چې کله هغه ستر شي نو هېواد به د هغه په لاسونو د برکت خاوند شي. نازو انا به هر وخت د خپل د خوب کيسه خپل ځوی ميرويس نيکه ته کوله او نصيحت به يې ورته کاوه چې خپل اعمال د پوره ديانت او ايماندارۍ سره ترسره کړي. او په همدې توگه ځوان ميرويس خان تر خپلې مړينې تر مهاله د مور په نصيحت او مشوره کار کاوه او د افغانستان يو تکړه لارښود او پاچا شو.

سرچينې

  1. په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير، ليكواله: څېړونكې ساهره شريف