مېګ ۲۹
| مېګ-۲۹ МиГ-29 |
|
|---|---|
| هېواد | |
| د الوتکې ډول | ښکاری الوتکه |
| د الوتکې تولیدونکی | |
| لمړی الوتنه | ۱۹۷۷ |
| د الوتکې استعمالونکی | ۲۹ هېوادونه |
| د الوتکې قیمت | ۲۹،۰۰۰،۰۰۰ ډالاره |
میګ ۲۹ ( په روسی : МиГ-29 ) د جت یوه ښکاری روسی الوتکه ده چې دجګړه کولو لپاره د دښمن د الوتکو په خلاف پکارېږی. میګ ۲۹ کولای سی پر هوایی هدفونو د راکتونو په مرسته او پر ځمکنی هدفونو د ماشیندار او بمونو په مرسته برید وکړی. میګ ۲۹ د ۱۹۷۷ راهیسی جوړېږی او په اوس وخت کې تر ټولو زیاته کاریدونکی ښکاری الوتکه ده. د میګ ۲۹ تر ټولو عصری ماډلونه چې د میګ ۲۹ م او میګ ۲۹ ک په نوم یادېږی، په ۱۹۹۲ کال کې جوړ شوه.
توصیف
میګ ۲۹ د جت الوتکه ده چې د یو پیلوټ د پاره جوړه شوی ده. یوازې د تمرین ماډل یی چې د میګ ۲۹ یو بی په نوم یادېږی کولای سی دوه پیلوټان ولری. نوموړی الوتکه د پولاد او تیتان څخه جوړېږی. په الوتکه کې د اوبو د فشار د پیلوټ سیستم نصبېږی مګر د میګ عصری ماډلونه د فلی بی وایر د پیلوټ سیستم لری. په الوتکه کې یو د N-019M Topaz رادار نصبېږی هغه رادر کولای سی لس هدفونه تعقیب کړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرا رید سینزور نصبیږی و دغه سینزور (sensor) د ګلولو په حالت کې پر دښمن ( هدف ) باندی د پټ یرغل لپاره کارېږی.
وسلې
د میګ ۲۹ ښکاری الوتکه کولای سی د روسی تر ټولو عصری وسلې ولری. د پیلوټ کابین د ښی لور ته د ۳۰ م.م. ماشیندار نصبېږی. هره الوتکه کولای سی شپږ راکتونه (توغندې) یا بمونه ولری مګر د مېګ عصری ماډلونه کولای سی اته راکتونه یا بمونه ولری.
ځانګړنې
- د الوتکې ډول : ښکاری الوتکه
- دالوتکې د سپرلی شمېره: پيلوټ،
- جوړونکى شرکت: میکویان ګورګیویچ
- د ماشینونو محرکه ځواک :Klimov RD-33
- اوږدوالى:۱۷،۳متره
- سور:۱۱،۴متره
- جګوالى:۴،۴متره
- خالص وزن:۱۰۹۰۰ كيلو گرامه
- له بارسره اخري وزن:۱۶۶۰۰ كيلو گرامه
- د چټکتيا اخري حد : ۲۴۵۰ كيلو متره په ساعت کې
- له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۱۸۰۰۰ متر
- په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له تېل سون ټوکواخيستلو): ۱۴۰۰ كيلومتره
- وړونکې وسلې: ۶۰۰۰ كيلو ګرامه