مېګ ۲۳

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
مېګ ۲۳
МиГ-23
Mig-23-DNST8908431 JPG.jpg
هېواد Flag of the Soviet Union.svg شوروی اتحاد
د الوتکې ډول ښکاري الوتکه
د الوتکې تولیدونکی МиГ/ MiG
لمړی الوتنه ۱۰.۶.۱۹۶۷
د الوتکې استعمالونکی Flag of the Soviet Union.svg شوروی اتحاد
Flag of Czechoslovakia.svg چکوسلواکیا
Flag of Syria.svg سوریه
Flag of Cuba.svg کوبا
Flag of Libya.svg ليبيا
Flag of Ethiopia.svg اېتوپیا

مېګ ۲۳ (په روسي کې: Микоян и Гуревич МиГ-23 ) د جت د متحرکو وزرونو لرونکې او برید کونکي ښکاري الوتکه ده چې د ۱۹۶۸ کال څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې په شوروي اتحاد کې جوړېده. په اوس وخت کې دغه ښکاري الوتکه یوازې د سهېلي کوريا، الجزایر،اېتوپیا، سوریې په جګړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.

تاریخ

د مېګ ۲۳ ښکاري الوتکه په ۱۹۶۵ کال کې طرح شوه. لمړي الوتنه یی په ۱۰.۶.۱۹۶۷ کې ترسره شوه. شوروی پوځ د دغی الوتکې څخه په رسمی په ډول د ۱۹۷۰ کال کې کار واخیست په دی کال کې هم لمړي الوتکې چکوسلواکیا، کوبا او آنګولا ته صادر شوې.

مېګ ۲۳ په افغانستان کې

د افغانستان هوایی ځواک د ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د مېګ ۲۳ الوتکې کارولې. مګر د دغو الوتکو چلونکی د شوروی د پوځ ځخه ول. د دغو الوتکو څخه د افغانستان د سرحد د څارلو لپاره کار اخیستل کېدلې. په ۱۹۸۷ کال کې د مېګ ۲۳ د پاکستان سرحد ته نژدې یوه پاکستاني الوتکه نسکوري وکړه. په ۱۹۸۸ کال کې یوه د مېک ۲۳ الوتکه د ایران سرحد ته نژدې ایرانی هلیکوپرونه نسکوري وکړه.

د مېک ۲۳ وسلې

د مېک ۲۳ په الوتکه کې یو د ۲۳ م.م. ماشیندار نصبېږي. هر الوتکه کولای سی پنځه رهبري شوي توغندی ولري. دغه الوتکه کولای سی هم پر مخکنی هدفونو برید وکړي.