مېرمن ملاله

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د مېرمن ملالې خيالي انځور
د مېرمن ملالې خيالي انځور

د امير شېر علي خان تر مرگ وروسته د کابل حالت ډېر خراب وو انگرېزان مخته راتله څو په اخر کي سردارانو امير محمد يعقوب خان پسله ٨ کالو بند څخه د بنديخانې څخه را و ايست او پاچا يې کړ .

امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی وو انگرېزانو و نيوئ او گندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دئ بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي خرابترينه معاهده په امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .

د گندمک د معاهدې له مخي افغانستان پښين ، کورم او خيبر له لاسه ورکړه او هم د دې قرارداد له مخي د انگرېز نماينده په کابل کي ځای پر ځای سو .

دا کار د افغان ملت د منلو وړ نه وو ځکه نو مجاهدينو په مېړانه د انگرېز سره جنگ پيل کړ . د انگرېز نماينده ( کيوناري ) يې د ټولو ملگرو سره د کابل په بالا حصار کي مړ کړ او د بلي خوا د کندهار په ميوند پر دښت د پښتنو نر ، ښځي ، زاړه او واړه د غازي ايوب خان د امير شير علي خان د زوی په مشري د خپل هيواد او خپلي ازادۍ د ساتني د پاره د قربانۍ ډگر ته حاضر سوي

وه . ټاکنده غرمه وه ، غازيان تږي ، ستړي او ستومانه ښکارېدل ، د ميوند پر دښت اوبه هم نه وې ، نژدې وو چي د پښتنو لښکر له تندي ماته وکړي . له بلي خوا د دښمن لښکر ډېر قوي او په راز راز وسلو مجهز وو . پدغه وخت کي د پښتنو بيرغچي هم ټپي سو ، چي دې وضعيت انگرېزانو ته د يوې شديدي حملې جراٌت ورکړ . خو په دې حال کي يوه پښتنه پېغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په خپلو سرو منگلو له مځکي پور ته کړ او دا لنډۍ يې و ويل : ٢٧ د جولای ١٨٨٠ م .

خال به د يـــــــار د وينو کښېږدم
چي شينکي باغ کي گل گلاب و شرموينه
که په ميوند کي شهيد نه شوې
خدای ږو لاليه بـــــــې ننگۍ ته دي ساتينه

د دې پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو غازيانو ويني يې په جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم حمله و کړه او خپله خاوره يې د پرديو متجاوزينو له ناپاکو قدمو څخه خلاصه کړه .

دملالې د ژوند دپیښو په اړه چې دا نومیالۍ پیغله څوک،دچالوراودکومي سیمي کلي اوسېدونکې وه ، پوره معلومات په ﻻس کې نشته،خو دمېوند د فتحې دننگ او جنگ په معرکه کې ددغې نومیالۍپیغلې کردار او نقش لکه د لمر په څیر څرگند دی . ملي او ولسي روایات او هم تاریخي آثار په دې هکله تقریبا په یوه خوله دي او دعباراتو په ډیر لږ توپیر او بدلون دمیوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي . د (پښتنې میرمنې)کتاب لیکوال عبدالرؤف بینوا لیکي چې: (ددوشنبې په ورځ د برات د میاشتي په اوولسمه،1297هجري قمري کال چې افغاني زلمیانو،میړونو او ښځودخپل وطن دساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او دمیوند ډگر په دقربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږي او ستړي ستومانه وو... دمیوند پر دښت هیڅ اوبه هم نه وې،نږدې وه چې افغاني لښکر له تندي څخه ماتې وکړي .په داسي حال کې چې دلښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له ﻻسه ولوېد، یوه پیغله راغله، بیرغ یې په سرو منگولو واخیست، ناره یې کړه:

خــــال بـــه دیـــار لـــه ویـــنو کیــــږدم
چــــې شینکي باغ کې گــــل گلاب وشــــرمویـنه
که په میـــــوند کـــې شهـــید نـــه شـــوی
خــــدایږو ﻻلــــیه بې ننـــگۍ ته دي ســـاتینه

ددې پېغلي داغږ یو آسماني غږو چې دافغاني زلمیانو وینې یې په جوش راوستلې،او ټولود الله اکبر په ناره پرغلیم یرغل وکړاو دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوی له قدمونو څخه وژغورله...داپیغله ملاله نومیدله.) په ځینو روایتونو کې همدغه پورتنی مفهوم دالفاظو په لږوډیر بدلون سره راغلی دی : (دیوه خوا دپرنگي پوځونه دمیوند پر دښته پراته،په هر ډول وسلو اووسیلو سمبال وو، بله خواافغانان په تش ﻻس،خو دایمان او عقیدې په وسله سمبال دهغوی مقابلې ته راوتلي وو او په دې نیت او تکل وو چې دغه کفري لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسي او هيواد ددوی له باولیو منگولو څخه آزاد کړي . له افغانانو سره په دغه جگړه کې افغاني پیغلي او میرمنې هم شاملې وې،چې ځینو یې غازیانو ته خواړه،اوبه او باروت وررسول اوځینې له خپلوپلرونو،ورونواومیړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته وﻻړې وې .یوه له دغو نومیالیو څخه ملاله وه . ټکنده غرمه وه،ملالې ولیدل چې له یوې خوا ددښمن دپوځونو شمیرزیات او په ډول ډول وسلو اووسیلو سمبال دي، او له بلې خوا دهغوی په وړاندې دافغاني غازیانو شمیر لږ،تش ﻻسي او نږدې و چې له ډیرې گرمۍ،تندې او ستړیا څخه له ماتې سره مخامخ شوي واي .نویوهسک ځای ته وختله او دزړه له ځوښه یې افغاني غازیانو ته دالنډۍ وویله:

که په میــــــــوند کــــې شهـــــــــــید نـــــه شـــــوی
خدایږو ﻻلــــــــیه بــــې ننــــگۍ ته دی ســــــاتینه

دملالې د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولگید،وینې یې په ځوښ راغلې،مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر)په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پر جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه :

خــــال بــــه دیـــار لـــــه ویــــنو کـــیږدم
چــــې شـــــینکي باغ کې گل گـــــلاب وشـرموینه

ددښمن پرپوځونو ماته گډه او ډیر زیاته مرگ ژوبله پکې وشوه .د (افغانستان درمسیرتاریخ)لیکوالد دهغه وخت دیو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جگړه کې له دولس زره انگریزي پوځ،عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې 25تنه ژوندي دجگړې له ډگر څخه په تیښته بریالي شول .

میوند فتح شو . چافتح کړ؟ننگیالۍ اوتوریالۍ ملالې!

د(زموږغازیان)کتاب لیکوال محمدولي ځلمې دنفتوﻻ خالفین د کتاب (شیپورهای پیروزی میوند) د 453مخ په حواله لیکي : (کله چې دزیاتي مرگ ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان دخپلو شهیدانو دښخولو په تکل کې وو،غازي سردارمحمدایوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کې یې پخپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننگ او غورځنگ راوست . ځواب ورکړل شو چې دا(ملاله)دیو چوپان لور او د میوند(کشک نخود)اوسیدونکې ده .بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه،دغازیانو تر څنگ یې باید ښخه کړو . ایوب خان وویل : ښه وایاست . ملایانو او ملي مجاهدینو دبخښنې دعا ورته وکړه او همهلته یې خاورو ته وسپارله .) همدارنگه میرغلام محمدغبار په (افغانستان درمسیرتاريخ)او لویس دوپري په خپل اثر(افغانستان)کې دملالې سرښندنه او ننگیالیتوب ستایي اوتائیدوي . له دغه پورته څرگنددونو څخه داښکاري چې (ملاله)دهمدغه میوند په تاریخي جگړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي . ددې نومیالۍاو ننگیالۍپیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي،روح دې ښاد او یاد یې همیشه!

د ملالي د ژوند د پيښو په باب چي دا پيغله څوك د چا لور او د كومي سيمي او كلي وه پوره معلومات په لاس كي نسته, خودميوند دفتحي دننگ اوجنگ په معركه كي ددغي نوميالۍ پيغلي كردار او تقش لكه دلمر په څير څرگنددى. ملي ولسي روايات او هم تاريخي آثار په دي هكله تقريباً په يوه خوله دي او دعباراتو په ډير لږ توپير او بدلون دميوند په فتحه كي دهغي غوڅ او ټاكونكى نقش تاييدوي .

دبښتني ميرمني كتاب ليكوال عپدالروف بينوا ليكلى چي ددوشنبي په ورځ دبرات دمياشتي پر اولسمه 1297 هجري قمري كال چي افغاني زلميانو ميرنو او ښځو دخپل وطن دساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي اودميوند ډگر ته دقرباني له پاره حاضرسوي وه, ټكنده غرمه وه غازيان تږي او ستړي ستومانه وو دميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وي نژديوه چي افغاني لښكر له تندي څخه ماتي وكړي. په داسي حال كي چي دلښكرو بيرغچي هم سخت زخمي سو او بيرغ يي له لاسه ولويد يوه پيغله راغله بيرغ يې په سرومنگولو واخيست ناره يي وكړه:

خال به ديار له وينو كښيږدم چي شينكي باغ كي گل گلاب وشرموينه
كه په ميوند كي شهيد نسوي خدايږو لاليه بي ننگۍ ته دي ساتينه

ددي پيغلي دا ږغ يو آسماني ږغ و چي دافغاني زلميانو ويني يې په جوش راوستلي اود تود (الله اكبر) په ناره يې پرغليم يرغل وكړ او دښمنان يې تار په تار او خپله پاكه خاوره يې دهغوى دناپاكه قدمو څخه وژغورله . دا پيغله ملاله نوميدله په ځينو روايتونو كي همدغه پورتني مفهوم دالفاظو په لږاو ډير بدلون سره داسي راغلي دي. يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسيلو سمبال وو بله خوا افغانان په تش لاس خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال د هغوى مقابلي ته راوتلي وو او په دې نيت او تكل وو چي دغه كفري لښكري له خپلي خاروي څخه وباسي او هيواد ددوي له ناولو منگولو څخه آزاد كړي . د افغاني غازيانو سره په دغه جكړه كښي افغاني ميرمني هم شاملي وي چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځيني له خپلو پلرونو ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وي، يوه له دغو نومياليوڅخه ملاله وه.

ټكنده غرمه وه ملالۍ وليدل چي له يوي خوا ددښمن دپوځونوشمير زيات او په ډول ډول وسلو اووسلو سمبال دي او له بلي خوا دهغوى په وړاندي د افغاني غازيانو شمير لږ تش لاسي او نږدي وه چي گرمي، تندي او ستړيا څخه له ماتي سره مخامخ سوي واى, نو يو هسك ځاى ته وختله او دزړه له جوشه يې افغاني غازيانو ته دالنډۍ وويله

كه په ميوند كي شهيد نسوي خدايږو لاليه بې ننگۍ ته دي ساتينه

دملالۍ دلنډۍ هر تورى لكه غشى دغازيانو په زړونو ولگيد ويني يې په جوش راغلي مات زړونه يې راژوندي سول او د الله اكبر په كفر ځپونكي ږغ پر دښمن ورغلل, سره ورځ يې پرې جوړه كړه څه شيبه وروسته ملاله يوځل بيا پر لوړځاى ودريده ا وداسي دجذبې ډكه ناره يې وكړه:

خال به ديار له وينو كښيږدم چي شينكي باغ كي گل گلاب وشرموينه
كه په ميوند كي شهيد نسوي خدايږو لاليه بي ننگۍ ته دي ساتينه

ددښمن په پوځونو ماته كډه او ډيره زياته مرگه ژوبله پكي وسوه. دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مړرخ ميرزا يعقوپ علي خوافي د كتاب په حواله ليكي چي په دغه جگړه كي له دوولس زره انگريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (25) تنه ژوندي دجگړي دډگر څخه په تيښته بريالي سول. د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) 453 مخه په حواله ليكي: كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانو د ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكر په ننگ او غورځنگ راوست.ځواب وركول سو چي دا ملاله د يو چو پان لو راو دميوند (كشك نخود) اوسيدونكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو تر څنگ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو او ملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله. همدارنگه مير غلام محمد غبار په (افغانستان درمسير تاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر (افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننگياليتوب ستايې او تاييدوي .

له دي پورته څرگندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره ويارلي كارنامه يې زموږ دهيواد په تاريخ كي په زرينو كرښو ليكو تر هغه چي افغان او افغانستان وي له چابه نه هيريږي او په ډير درناوي به لمانځل كيږي . ددي نوميالۍ او ننگيالۍ پيغلي قبر دميوند د شهيدانو په هديره كي معلوم او ډير خلك يې زيارت لره ورځي. روح دي هميشه ښاد او يادوي !


سرچينې