مېرمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن يا ښځه يو ښځينه لقب دی چې دښځينه ژوند ملګرې یا واده شوې ښځې ته اشاره کوي. دا پدې مانا ده چې کله یوه ښځه د یو سړي واده کوي نو دا ښځه د دې سړي مېرمن بلل کيږي. په مختلفو کلتورونو، هېوادونو او وختونو کې د ښځې يا مېرمنې حقوق د خاوند يا مېړه د حقوقو په پرتله په پرتله توپیر لري.

د مېرمن مانا[سمول]

د مېرمنې ويوکی له دوه ويوکو څخه جوړ شوی دی چې يو يې «مير« او بل يې «من« چې مير په زاړه پښتو ليکدود کې او حتی اوس هم د مشر يا د هغه چا په مانا بلل کيږي چې د چا خبرو نورې ډلې ته د منلو او اهميټ وړ وي، مطلب احترامانه لفظ دی او من په ډېری اريايي ژبو کې او په ځانګړې توګه پښتو ژبه کې د منلو، مانو، مانا سره نږدې اړيکه لري چې دلته د من څخه مراد زړه دی چې نه يوازې په پښتو ژبه کې بلکې په سانسکرېټ او هندي ژبو او نورو اريايي ژبو کې هم همدا مانا لري، نو د مېرمنې ټوليزه مانا ده د زړه واکداره.

مېرمن د اسلام له نظره[سمول]

"ښځي ستاسي لباس دى، تاسي د ښځو لباس ياست!" (قرآنكريم) "ښځه ستاسي كرهڼه ده!" (قرآنكريم) "دنيا او هغه څه چې په دنيا كي دي ټول ښه او ښكلي دي، مگر د دنيا تر ټولو شيانو ښكلې او ښه، پر هېزگاره مېرمن ده!" (رسول اكرم ص) "لوى څښتن ښځه رفيق القلبه او حساسه پيدا كړې ده، نو له دې جهته يې د دوى احترام او رعايت پر نارينه واجب كړى دى!" (رسول اكرم ص) "په هر كور كي چې ښځه نسته، هلته خوښي او رڼا هم وجود نه لري!" (رسول اكرم ص) "ښځه د كور ډېوه او څراغ ده!" (رسول اكرم ص) "خداى(ج) پر هغو ښځو خپل رحمت اوروي چې د ژوندون له ټولو مشقاتو سره سره د خپلو زامنو په روزنه كي كوتاهي نه كوي، او يوه لحظه هم دوى ته په تريو تندي نه گوري!" (رسول اكرم ص) "د ښځي حكمت كور ودانوي!" (سليمان ع) "ښځه د مراد غاړکۍ ده، دقت وكړه چې څنگه غاړگۍ په غاړه كوې!" (امام جعفر صادق)

مېرمن د نورو پوهانو له نظره[سمول]

"ښايسته مېرمن سترگي روښانه كوي، او صالحه مېرمن زړه . . . . لمړۍ جوهر ده او دوهمه خزانه!" (ناپليون) "ښځه د ژوندون ملگرې او د درماندگۍ په وخت كي ښه غمشريكه ده!" (گويته) "په هر كور كي چې مېرمن نسته، د سعادت فرشته هلته قدم نه ږدي!" (لوى سكندر) "ښځه خداى تعالى د نر په شان ښه پيدا كړې ده نو پرې يې ږدى، چې دا لطيف موجود او دا د زمانې پالونكې هم هغسي ښه ژوند وكړي!" (منتسكيو) "كه ښځه نه واى، د دنيا نوابغ به چا روزلي او پاللي واى؟" (بناپارت) "د ښځو غېږ د بشر لمړى دبستان، او د سړي جوړولو لمړۍ كار خانه ده!" (ولتر) "ښځه بهترينه او وروستۍ آسماني تحفه ده!" (مېلتون) "ښگځه هغه مخلوق ده، چې په دې كي ډېر لطيف او ډېر صميمي فضيلتونه پيدا كيږي!" (جرن سون) "پوره او كامله ښځه د مځكي پر مخ ډېر شريف موجود دى!" (لويل) "ښځه د خلقت د اسرارو مخزن ده!" (كارل كوتزكو) "ښځه د آفرينش تاج دى!" (هردر) "ښځه خداى د ميني دپاره پيدا كړې ده!" (رومبو) "يوازي ښځه هغه وجود دى چې د پاك عشق او ريښتيني ميني حقيقت پېژني!" (شېلر) "ښځه هغه مخلوق ده چې عميق گوري، او نر هغه مخلوق دى چې ليري ويني، يو عالم و نر ته يو زړه ښكاري او يو زړه و ښځي ته يو عالم دى." (گرابه) "په ښځه كي يوه جاذبه سته چې ناقص عقلونه د هغې جاذبې درك نه سي كولاى." (ستوري) "ښځه د اوقيانو په شان ده چې د لږ او سپك فشار مقاومت نه سي كولاى، او درانه بارونه وړي ." (راسموس نيلسون) "ښځه مه وهئ حتى د گلو په ښاخله هم!" (هندى متل) "ښځه هغه فرشته ده، چې په هلكتوب كي زموږ روزونكې، په زلميتوب كي زموږ كام بخښونكې، او په زوړ والي كي موږ ته ډاډ او تسليت را كوونكې ده." (آره تين) "اى ښځي! ته د مځكي فرشته يې، د آسمان له خوا ښكلى موجود يې . . . . ته هو، يوازي ته هغه وړانگه يې چې زموږ ژوندون را روښانه كوې." (الفونس دولا مارتين) "اى ښځي! ته د تقواى او سپېڅلتوب دپاره پيدا سوې يې." (ج- برد) "اى ښځي! ته هغه څوك يې، چې زه غواړم هرڅه چې لرم او نه يې لرم هغه ټول ستا په پښو كي نثار كړم." (اتره _ ج) "له ډېري پخوا زمانې څخه تر اوسه پوري ښځه د قربانۍ په وړاندي كولو او د مذهبي قوانينو په خپرولو كي پوره او كامله توجه لري، او ښځه ده چې مقدس قانون ساتي او پرورش وركوي." (ريگويدا) "اى ښځي! ته تر نر قوي يې! ته غريزه يې او دى عقل . . . تركمه پورې چې ژوند غريزه وي ته بي بي، يې او نر ستا مريى." (هانري شيانكو يكتنز)