مېترونيدازول

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
مېترونيدازول

مېترونيدازول (play /mɛtrəˈndəzl/) (په انګرېزي: Metronidazole)يو نيترواميدازول انتيبيوتيک درمل دی چې په ځانګړې توګه د انېروب باکټريا او پروټوزوا په سبب د رامېنځ ته شوو انتاني ناروغيو درملنې کې کارېږي. مېترونيدازول د پروټوزوا ضد، باکټريا ضد او امېب وژونکی ځانتياوو نه برخمن دی.[1] دا ګولۍ د کلوسټرېډيم ډيفيشايل باکټېريا په معتدلو انتانونو کې د لومړۍ خوښې درمل ګڼل کېږي.[2] په امريکا کې دغه ګولۍ د فېزر درمل جوړونکې کارخانې لخوا د فلاجېل په نوم جوړېږي. د سانوفي اوېنتيس د درمل جوړونکو لخوا د ټولې نړۍ لپاره د فلاجېل په نوم صادرېږي، په پاکستان او بنګله دېش کې، دا درمل د نيداجيل په نامه د سټار ازمېنتونونو لخوا بازار ته راوځي. په تايلنډ کې همدا درمل د مېپاجېل په نامه، د تاي ناخورن پاټانا فابريکې لخوا جوړېږي. په برتانيه کې د مېلفارم او الموس د فارمسي کارخانو لخوا هم دا انتيبيوتيک بازار ته راوځي. د مېترونيدازول درمل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ ز. کال کې جوړ شول.

همداراز د فنګېټنګ تومورونو (اناباکټ، کېمبرېج روغتياساتنې اسانتياوې) او روزاسيا (روزېکس او مېتروجېل د ګالدرما کارخانې لخوا) د جلدي ناروغيو په درملنه کې د مېترونيدازول جېل نه ګټه اخيستل کېږي.


سرچينې

  1. د مېرک د څانګپوهانو لارښود
  2. The Society for Healthcare Epidemiology of America and the Infectiouslogy. Accessed Mar. 22, 2010 9:00am.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې