مکه معظمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مکه معظمه

مکه مكرمه د سعودي عربستان له ښارونو څخه يو ښار دى، چې د بيت الله شريف په درلودلو سره زموږ مسلمانانو لومړنې سپېڅلې ښار گڼل كېږي.

دې ښار ته د مشركانو او كاپرانو ننوتل منع دي، خو د اوسني واكمنو له بركته! ددې ښار دا سپېڅلتيا له خپو لاندې شوې، چې ښكاره ثبوت يې د بېنظيربوټو لخوا د يوې عيسوۍ وړل له ځان سره دى سپېڅلي ښار ته، او د ځينو ناوليو ولسمشرانو لپاره ان د بېت الله شريف دروازه خلاصول او ورننويستل، ان تردې چې د بېت الله شريف سر ته خېژولو باندې يې هم درېغ ندې كړې. حال داچې قرآن كريم د داسې خلكو ننوتل داسې سپېڅلو ځايونو ته په كلكه منع كړي دي.

د مكې مكرمې ښار د سرې بحيرې په ۸۰ كيلومترۍ كې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې څخه ۳۳۰ متره لوړ پروت دى. دا ښار له جدې څخه په ۶۰ كيلو مترۍ او له مدينې منورې څخه د هجرت لوې لارې له سړك څخه ۴۲۵ كيلو مترو په واټ كې پروت دى. موږ مسلمانان پدې گروهه (عقيده) يو چې د ځښتن تعالى په فضل او كرم سره د اسماعيل عليه السلام د خپو لاندې د زمزم د اوبو چينه راوخوټېده. او د هغه مبارك له بركته پدې بېديا او وېجاړه دښته كې اوبه راپېدا شوې، خلك پدې ځاى كې استوگن شول او د مكې ښار يې د بيت الله شريف په شاوخوا ودان كړ. دا ښار د ډبرينو غرو په منځ كې راگېر دى. د مسجد الحرام شاوخوا كورونه او لوړې ودانۍ جوړې شوي. دولت د خلكو د ستونزو راكمولو لپاره په غرونو او ډبرينو غونډيو كې سورنگونه ويستلي، ترڅو خلك په لنډ وخت كې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ شي. د مكې مكرمې هوا توده او له مدينې منورې څخه لږ څه نمجنه ده. دا سپېڅلې ښار په ۱۳۶۶هجري لمريز كال د ايراني شيطانانو لخوا يرغمل شوې ؤ، چې د وخت د واكمنو لخوا په ډېره ښه لار د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول. كيسه داسې وه، چې د ايران وران كارو شيعه گانو، د حاجيانو په جامه كې بيت الله شريف ته ننوتل، چې له ځانو سره يې ډول، ډول وسلې هم لرلې. بيت الله شريف كې يې ټول حاجيان يرغمل كړل، او د بيت الله شريف د نړولو پلان يې عملي غوښتل. خو د ځښتن تعالى كړه وه، چې هغه چاودونكي مواد چې دوي به د بندر له لارې په خپلو بېگونو كې راتېرول، د يو ويښ او ذيرك څارندوى پام ځان ته واړاوه. كله چې يې ددوي بېگونه تالاشي كول، نو له جامو څخه به بېگ دروند ؤ، كله چې يې بېگ وشلاوه، نو يوه ډول چاودونكي مواد چې د وړو په څېر ول، ترلاسه كړل، او ټول هغه ورانكاري چې بېت الله شريف ته په لار ؤ، ونيول او هغه پاتې چې په بېت الله شريف كې سنگرونه جوړ كړي وه. د اوبو په پرېښودو او برېښنا وركولو سره ټول ووژل او د دوي ناپاكو وينو څخه بېت الله شريف خوندي پاتې شو.

د سعودي عربستان لوى ښارونه[سمول]

د مکې معظمې جوماتونه[سمول]

تړلي لړليك[سمول]

د سعودي عربستان سپېځلي ځايونه[سمول]

اخځليكونه[سمول]

  • اردو ويكيپېډيا
  • www.islamonline.net