ميګېل سېروانتېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ميگېل سېروانتېس Miguel Cervantes په ١٥٤٧ کال کې د اسپانيې د کاسيتل په سيمه کې زېږېدلی دی. د اسپانوي ليکوال سروانتس ناول « دون کيښوت دې لا مانچه»، په معاصر مفهوم د غربي ادبياتو لومړی ناول، څلور سوه کلن شو. په ٢٠٠٥ کال کې د هسپانيې په بېلابېلو سيمو او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د دې کتاب څلورسومه کليزه لمانځل کېږي.

د منځنيو پېړيو فيوډالي (خانخاني) نظام او د خانانو تر منځه جنگي سياليو په اروپا کې په سلگونو وسله والې ډلې را پيدا کړې چې د يو او بل خان په خدمت کې يې د څو پېړيو د پاره داروپا خاوره د جنگ او تالان پر ډگر بدله کړې وه. دغو ډلو په صليبي جنگونو کې هم ستره ونډه درلوده.

د نجباوو د طبقې د لانديني قشر دغه غړي په فرانسه کې د «شواليې»، په اسپانيه کې د «هيدالگو» او په انگستان کې د «نايټ» په نامه ياد شوي دي چې د پښتو ښه معادل يې بړېڅ گڼل کېدای شي.

د بړېڅانو کارنامې او اتلولۍ د دولسمې او ديارلسمې ميلادي پېړۍ په اوږدو کې د اروپا شاعرانو په منظومو داستانونو کې ستايلې. د چاپ د صنعت له پيدا کېدو سره دغه داستانونه په ټوله اروپا کې په خورا شوق سره لوستل کېدل. د بړېڅانو د کيسو د منځ تکی د همدغو گرزنده سپرو سپايانو اتلولۍ وې چې کله به يې لښکرې ماتولې، کله به د جادوگرو د هنر ښکار شول او کله به يې د دېوانو سره منگولې لگولې.

په شپاړسمه پېړۍ کې ځينو روڼ اندو داسې انگېرله چې دغه خرافاتي ادب او د بړېڅانو کيسې ځوانان د خيالي اتلوليو په خوبونو بوختوي او د ژوند له کاره يې باسي.

سېروانتېس په خپل کتاب کې د بړېڅانو پر کيسو ملنډې وهي او د يوه ځوان، ساده، کليوال خانزده پر روحياتو يې ناوړې اغيزې انځوروي.

د « د لا مانچه هوښيار هيدالگو، دون کيښوت» په نامه ناول لومړی د ١٦٠٥ کال د جنوري په مياشت کې په دولس سوه ټوکو کې له چاپه راووت.لوستو خلکو يې سمدلاسه ډېر ښه هرکلی وکړ او د تمثيلي نندارو له لارې يې په عوامو کې هم ډېر مينه وال وميندل. د ١٦٠٥ کال تر پايه کتاب شپږ ځله چاپ شو اوه کاله وروسته يې انگرېزي ژباړه او ورپسې فرانسوي ژباړه هم له چاپه راووته. نن «دون کيښوت دې لا مانچه » د انجيل او د لينين د اثارو پسې دريم هغه اثر دی چې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی او تېر کال يې هم د اسپانيې د کتابو د پلور لومړی مقام درلود.

د اسپانيې د مانچه په ولايت کې دون کيښوت يو کليوال خانزاده دی چې خپل ټول وخت د بړېڅانو د کيسو په لوستلو تېروي او بيا پر همدغو کيسو د کلي د ډم او کشيش سره اوږده بحثونه کوي، ته وا کيسې نه دي، د واقعي ژوند پېښې دي. دون کيښوت ته د هر زړور بړېڅ په څېره کې خپل ځان ښکاري: کله چې د کيسې اتل خوار کليوال د ظالمو خانانو له ظلمه خلاصوي، يا ښکلې شازادگۍ د داړه مارانو او جادوگرو له منگولو ژغوري، يا هم چې د دېوانو سره زور ازمايي دون کيښوت فکر کوي چې دې هم ورسره په دې ماجراگانو کې شريک دی.

اخر، يوه ورځ په خپل ډنگر اس «روسينانت» سپرېږي او په پټه کور کلی پرېږدي چې د گرزنده بړېڅ په صفت د کونډو، يتيمانو او د مساپرو شازادگيو دفاع وکړي. خو دون کيښوت بړېڅ نه دی ځکه چې دا منصب زړه ورو جنگياليو ته د اشرافو د طبقې د کوم ستر خان له لوري ورکول کېږي. دی هم هڅه کوي چې داسې يو څوک پيدا کړي چې د بړېڅ په صفت يې و مني. په لار کې د مساپرو پر يو مېلمستون ورپېښېږي چې دی پرې د کوم لوی خان د ماڼۍ گومان کوي. د دون کيښوت شعار دا دی چې «هغه څه چې زه يې انگېرم واقعيت دی» ځکه خو له هوټلي څخه هيله کوي چې بړېڅ يې کړي. هوټلي ته چې د ده لېونتوب د مساپرو د سات تېري د پاره ښه پلمه په لاس ورکوي د نومونې مراسم اجراکوي . په سبا يې چې دون کيښوت رخصتېږي نو د گرزنده بړېڅانو د عادت سره سم د مېلمستون د پيسو له ورکولو څخه انکار کوي او د مېلميستون خدمتگاران يې ښه ډبوي. دا يې د بړېڅۍ د کار نامو پيل دی. عادتاَ گرزنده بړېڅان يو تن شاطر هم لري چې د اخلي پخلي او د اس د پالنې چارې يې په غاړه وي. دون کيښوت يو ساده خو مال پرست دهقان «سانچو پانسه» ته د خپلو راتلونکو گټو او غنيمتونو غورې کوي او له ځان سره يې روانوي.

د يو لړ ماجرا گانو په ترڅ کې دون کيښوت کله د راهبانو په ډله د جادوگرو گومان کوي او توره پرې راوباسي، کله ورته يو کليواله نجلۍ تښتول شوې شازادگۍ ښکاري ، ورسره مله کسان يې داړه مار گڼي او يرغل پرې کوي. په دغو اتلوليو کې دون کيښوت ډېر گوزارونه خوري او لږ ورکوي. سانچو پانسه د جنگ پر وخت يو څنگ ته ولاړ وي او د سوبې پر وخت خپله برخه غواړي. د دون کيښوت په اتلوليو کې تر ټولو مشهوره صحنه هغه ده چې د شپې په تياره کې پر بادي ژرندو د دېوانو گومان کوي او ښه په نره ورسره جنگېږي خو د خوارکي دون کيښوت توره د ژرندو د څرخونو په مقابل کې ډېره کمزورې خېژي او دا گرزنده بړېڅ يو وار بيا هم ټوک ټوک کېږي. دا صحنه په غربي فرهنگونو کې دومره مشهوره ده چې د «ژرندو سره جنگېدل» اوس هم په اروپايي ژبو کې يوه عامه اصطلاح ده.

د دون کيښوت د کيسو ملگري، د کلي ډم او کشيش، د دون کيښوت په لټه راوځي . دون کيښوت کور ته تگ ته غاړه نه ږدي خو ملگري يې په دې پلمه ستنېدو ته قانع کوي چې کوم جادوگر پرې کوډې کړي او غواړي چې د کلي په کليسا کې يې چاره وکړي.

د دون کيښوت څېره د ټولنيز عدالت او د بشري عواطفو د لټون ارزښتونه انځوروي په داسې حال چې په څنگ کې يې سانچو پانسه د مادي غوښتنو سمبول دی.