مير اکبر خيبر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
میر اکبر خیبر

مير اکبر خيبر (په انګرېزي: Mir Akbar Khaiber) د افغانستان د پخواني خلق مارکسيستي ګوند د پرچمي ډلې غړی ؤ. نوموړی يو پوځي افسر ؤ چې د غوايي د کودتا څخه يوولس ورځې دمخه، په ۱۷م، د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. کال کې ووژل شو. ښاغلی خيبر د خپل د ژوند په وروستيو وختونو کې د پرچم د ورځپاڼې د چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله، او د دې تر څنګ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د ګومارلو دنده هم درلوده.[1]

نيوليک

مخينه

میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی، په ۱۳۰۹ ل. یا ۱۹۳۲ ز. کال کې د لوګر ولایت د پل علم په ښار کې په یوه بېوزله او کروندګره کورنۍ کې زیږېدلئ و . پلار يي عام بزګر و چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولئ شول .

زده کړې

هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې. خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې روسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب روسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو . هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو.

سیاسي مخينه

ميراکبر خیبر د دهمزنګ زندان کې د حکومت پر وړاندې د لاريون او بغاوت کولو له کبله بندېږي . خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، انګریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي . په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاسېږي .خیبر له لنډ مهال وروسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي سردار محمد داودخان و ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دوهم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر په توګه ګماري . کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د مارکسيستي انقلابي آندونو څرک ولګېد او یوشمیر زده کونکي د سردار داود خان لخوا بندي کړی شول ،خیبر هم په ۱۳۴۳ لمريزکال د وخت د کورنیو چارو د وزارت له خوا وغوښتل شو او ورته سرپټی مکتوب ورکړل شو. هغه ته ېې ووېل چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه ! کله چې والي دا مکتوب لولي ، ښاغلي خيبر ته ، کابل ته د بېرته تګ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يي د یوه چارواکي په توګه ګوماري . په څلویښتمو کالونو کې کله چې په افغانستان کې یو نوی پړاو د سردار داود خان لخوا رامنځ ته شو ، نو د افغانستان په دودیزه ټولنه کې يو شمېر د دود او دستور او ديني بنديزونو په خلاف راپاڅېدل ځانونه ېې د مارکسيست پلوه ډلو په آندونو همغږي کول . دوی د نیم بندي دیموکراسۍ تر نامه لاندې د سردادر داود خان چې د سلطنتي کورنۍ پورې تړلی کس و پر وړاندې را پاڅېدل او حکومت ېې ورته ړنګ ، دی ېې د وخت د کمونیستې روسيې په ملاتړ د ټولې کورنۍ سره وواژه . د نوې رامنځ ته شوې فضا څخه په ګټه ، په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د نورمحمد تره کي په کور کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په نوم بنسټ کېښودل شو .

سرچينې

  1. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Anthony Arnold. Afghanistan's two-party communism. Google Books. URL accessed on 2009-03-21.