ميرويس ياسيني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

ميرويس ياسيني چې د عبدالستار زوى دى په كال ۱۳۴۲ كې د ننګرهار ولايت په كامه ولسوالۍ كې زېږېدلى دى.[1]

د ۱۳۵۰ كال كودتاه پر مهال ښاغلى ياسيني خپلې كورنۍ سره پاکستان ته كډه شو او هلته يې خپلې زده كړې پيل كړې او د حقوقو او شرعياتو په برخه كې ماسټري ترلاسه كړې ده.

همدا رنګه نوموړی د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې د افغانستان د خلكو جهاد كې يې هم فعاله ونډه لرله.

ياسيني د طالبانو د رژيم له راپرزېدو وروسته دننګرهار ولايت د سرې مياشتې د ریيس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيكو رييس، د بېړنۍ لويه جرګې دغړي، د اساسي قانو د لويې جرګې دغړي او لومړى مرستيال او د مخدره مواده پر وړاندې د مبارزې ریيس په توګه بېلابېلې دندې ترسره كړي دي. اوس د افغانستان په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی او ددې جرګې لومړی مرستیال دی.

ښاغلي یاسینې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید وو.

سرچينې