ميرويس هوتک

د ويکيپېډيا لخوا

(له ميرويس نيکه نه راګرځول شوی)
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
د افغانستان پاچا
د هوتکيانو پېر
Mirwais-Hotak.jpeg
حاجي ميرويس هوتک د افغانستان بنسټګر
نوم حاجي ميرويس نيکه
زېږېدنه ١٦٧٣ ز.پ / ١٠٨٤ هـ ق
هرات
د پاچاهۍ موده {{{دپاچاهۍ-دور}}}

ميرويس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې ښالم خان نومېدئ چي د هوتکو د قوم يو منلئ مشر وو . مور يې نازو انا وه چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .

ميرويس خان په زلميتوب کي د وخت زياتره مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداګري بوخت وو . له خوراسانه به يې مالونه هندوستان او د هغه ځايه به يې هيواد ته راوړل ، ګټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده .

کله چي صفوي شاه حسين په ١١٠٦ هـ ق يا ١٦٤٩ م کي په ايران کي پاچا سو نو ګورګين يې چي په اصل کي ګورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماينده په توګه را ولېږه . ګورګين چي ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو يې ظلمونه پيل کړه . هيڅ څوک نه وو چي د دې بېګنا خلکو ناره دي واوري . د خلکو ږغ تر هيڅ ځايه نه رسېدئ او ډېر افغاني مشران د ګورګين له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د اميد سترګي يوازاې او يوازي ميرويس خان ته وې . هغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه وکړه .

ميرويس خان هم د خلکو او هيواد خدمت تر هرڅه ښه و باله ، سووداګري يې پرېښوده او د هيواد خدمت ته يې ملا و تړله . لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی مينځ ته راووست او بيا يې ګورګين ته ځان نژدې کړ څو په لږه موده کي د هغه د باوري کسانو د جملې څخه سو . د دې لاري يې و کولای سوای چي ځان د اصفهان دربار ته و رسوي ، هلته به حالات ځانته معلوم کړي او په خپله ګټه به ور ځني کار واخلي . ده په لږ وخت کي د اصفهان په دربار کي دومره نفوذ وکړ چي د هغه ځايه يې ځان د ګورګين په دربار کي د پښتنو د قومونو د مشر په توګه مقرر کړ . اوس يې نو د خلکو د يووالي د پاره کار پيل کړ او د ګورګين د له منځه وړو په کار بوخت سو . پدې وخت کي ګورګين ځان په خطر کي و ليدئ او ميرويس خان يې بندي د اصفهان دربار ته واستاوه او دربار ته يې وليکل چي دی په بند کي و ساتي .

د ميرويس خان پوهي او قوي منطق نه يوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکي په ډېره درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بيرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځايه يې ګورګين ته د مشورې ورکوونکي په توګه د مقررئ رسمي فرمان واخيست او کندهار ته راغئ . ګورګين په دې کار ډېر وارخطا سو او د ميرويس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د ګورګين زوی ته په نکاح کړي . ميرويس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميرويس خان د لور په نامه ورکړي او هغه به دغه راز ساتي . دا کار و سو او مير ويس خان څه نور هم د ګورګين دربار ته لار وموندله .

د ملي پاڅون لپاره يې يوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لوړی دي د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سي ، چي صفوي حکومت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي هغو همداسي وکړه . ګورګين خپل شپږزره کسيږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهي سو او د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل ، چي هلته ورسي . ميرويس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې يې پر ګورګين حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړه . پخپله يې د ګورګين کالي واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي په خپلو پوځيانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهي سول . هلته يې د ګورګين پاته پوځ له منځه يووړ ، هيواد يې د بېګانوو له لاسه خلاص کړ او د يوه خپلواک اولسي حکومت بنسټ يې کښېښود.