ميدان وردګ ولايت
وردګ ولايت د كابل په لوديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردګ قوم دى او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالى، لكه سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بسهود مركز او بهسود لومړۍ حصه دي.
جوړښت
دغه ولايت د هېواد د ګڼ مېشتو ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې ډېر لوستي خلك لري او د هېواد په هر حكومت كې د پام وړ رول لري. ددغه ولايت خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، د مڼو او كچالو د محصولاتو په برخه كې د هېواد تر ټولو مهم ولايت دى. پوهنې ته پكې ډېره پاملرنه كېږي.
تاریخچه
د وردګ ولايت پخوانۍ وضعیت
وردګ ولايت كه څه هم د هېواد له پلازمينې كابل په ۳۰ كېلومترۍ كې پروت ولايت دى او دكابل- كندهار لويه لار په همدې ولايت كې تېره شوې ده، چې له ډېرو وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل كېږي. په دغه ولايت كې د پرمختګ ډېر امكانات شته، خو د وخت د هېڅ حكومت لخوا ورته پاملرنه نه ده شوې او هر څه يې شاړ پراته دي. كه دې وردګ ولايت موقعيت ته ونه ګورو نو په نورو ځانګړتياوو كې كټ مټ له غور او دايكندي ولايت سره پرتله كېداى شي. د اوسني حكومت له راتلو مخكې خو يې مركز هم د هېواد له ډېرو ولسواليو څخه هم خوار ښكارېده. له يو درجن خټينو كورونو او نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته پكې هېڅ نه ليدل كېدل.
د وردګ ولايت اوسنۍ وضعه او پرمختګونه
كله به چې د وردګ ولايت د مركز (ميدانښار) نوم واخيستل شو، نو هر چا به دا فكر كاوه، چې گواكي دلته به خامخا يو لوى ښار وي. په زړه كې به يې ددې ولايت د ليدو هيله را وټوكېده، خو كله به يې چې ددې مركز ديدن نصيب شو، نو يوازې د نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته به يې نور هېڅ ونه ليدل، د ميدانښار د نوم او واقعيت ترمنځ واټن ته به هك پك شو. كله چې د طالب حكومت را پرځېدو ورسوسته په هېواد كې نوې اداره رامنځ ته شوه. په لومړي سر كې په دغه ولايت كې په پرله پسې توګه يو څو واليان لكه: قاضي رحيمي، حميدالله توخى، حاجي سيف الله احمدزى او رازمحمد دليلي يو پر بل پسې بدل او رابدل شول، چې ددوى په وخت كې په دغه ولايت كې هېڅ د پام وړ كار ونه شو، وروسته په ۱۳۸۳لمريز كال كې ښاغلى عبدالجبار نعيمي د وردګ ولايت والي شو، چې د ۱۳۸۷ ترچنگاښ پورې يې ددې ولايت چارې پرمخ يوړې او ورپسې ښاغلي محمد حليم فدايې راغى چې تراوسه ددې ولايت اداري چارې پر مخ وړي. د ښاغلي عبد الجبار نعيمي په راتلو سره په دغه ولايت كې د تېرو حكومتونو پرتله بېساري پرمختګونه وشول او د ولايت مركز ميدانښار تر ډېره بريده د ښار او ولايت بڼه خپله كړه. دغه موده د ولايت لپاره د نوښت او رغاونې زرينه موده ګڼل كېږي، چې ځينو مهمو برخو كې د پام وړ كارونو ته په لاندې توګه اشاره كولاى شو:
د ولايت مركز ميدانښار
دغه ولايت د ګوتو په شمېر يو څو خټينې هټۍ او كورونه لرل، دولتي ودانۍ له يوې خوا پكې ډېرې لږ او له بلې خوا د تېرو جنګ جګړو پرمهال ويجاړې شوې وې، په دې وروستيو كلونو كې د ولايت ټولې دولتي ودانۍ، لكه د ولايت مقام، رياستونه، روغتون، محكمه او امنيتي ودانۍ جوړې شوې، د مركز سړكونه او كوڅې پخې شوې. په ولايت كې ډېر تجارتي ماركېټونه، هوټلونه او لوړمنزله ودانۍ پيل شوې. د ښار شا اوخوا څو ښارګوټي نقشه او د كورنو په زرګونو نومرې ووېشل شوې. ولايت ته په لسګونو مؤسسې راغلې او ودانۍ يې جوړې او يا كرايه كړې. په ولايت كې دار المعلمين، د زراعت لېسه، ديني دارالعلومونه، راډيو ټلوېزون، سپورتي لوبغالى، پاركونه او جوماتونه جوړ شول. چې دې ټولو د وردګ ولايت په مركز كې د خلكو ګڼه ګوڼه، د سوداګرو تګ راتګ او پانګونه او د خلكو د اوسېدو شونتيا ډېره كړه او په دې سره د ميدانښار نوم خپل حيثيت خپل كړ. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۷۶ كال كې د ودګو ولايت د ميدانښار ښاروالۍ په ټول هېواد كې دريمه درجه خپله او جايزه يې ترلاسه كړه.
پوهنه
د معارف د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په وردګ ولایت کې ۷۴ لیسې، ۹۶ منځنۍ ښوونځي، ۱۶۰ لومړنې ښوونځي، (۵) دارالعلوم، (۹) دیني مدرسې، (۲) دارالحفاظونه، (۴) دارالمعلیمین (۱) تخنیکې او مسلکي لیسه فعال دي. په لیسو کې (۸۷۵۴) تنه زده کوونکي، په منځنیو ښوونځیو کې (۲۲۰۱۳) تنه زده کوونکي، او په لومړنیو ښوونځیو کې (۹۶۳۲۰) تنه زده کوونکي، په دیني مدرسو کې (۲۰۲۹) تنه، په دارالعلوم کې (۷۵۰) تنه، په دار الحفاظ کې (۱۳۴) تنه، او په تخنیکې ښوونځۍ کې (۱۳۵) تنه چې جمعا (۱۳۱۰۰۱) تنه زده کوونکې پدې ولایت کې په تعلیم بوخت دي چې د (۴۱۰۶) تنو استادانو له خوا ورته تدریس کیږي.
ددغه ولایت په پښتون میشتو سیمو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې خنډونه شته. د طالبانو د راپرزیدو وروسته پدې ولایت کې په ډیر شوق او زور سره د نجونو ښونځي پیل شول؛ خو د لنډې مودې وروسته د طالباني فکر پلویانو لخوا یو پر بل پسې وتړل شول، او ځنې هم په بمونو والوزول شول.
ددې برعکس، ددې ولایت هزاره میشتو سیمو نجونو او هلکانو د نوي حکومت له راتګ سره سم ښونځیو ته د تګ زمینه وموندله چې دادی لس کاله وروسته د دې غرنۍ او غریبې سیمې هر ځوان او پیغله د پوهنتون تر کچې را ورسیدل او هر یو یې د علمي درجې لرونکي شول.
ادبي هڅې
په دغه ولايت كې كه څه هم ادبي څېرې ښې ډېرې خو دغه وروستي كلونه د نوو څېرو د راټوكېدو او د ادبي هڅو ددې ولايت په تاريخ كې زرينه دوره ګڼل كېږي. ځكه د مڼې ګل مشاعرې خپله ملي بڼه خپله كړه. په دې ولايت كې د اېف اېم راډيو او ټېلوېزون جوړ او په خپرونو يې پيل وكړ، ددې ترڅنګ په ځينو ولسواليو كې د انترنيوز لخوا هم راډيو ګانې جوړې او خپرونې كوي. همدارنګه په دغه ولايت كې كابو ۲۲ نوې ادبي او كلتوري ټولنې رامنځ ته شوې. د جغتو، وردګ، ملي هدف اونيزه، دريځ، آذان او عهد په څېر كابلو ۱۲ مجلې او مهالنۍ خپرونو په خپراوي پيل وكړ. ترټولو مهمه خو دا ده چې د وردګ ولايت اوسني ولايت د وردګ ليكوالو د آثارو او كتابونو چاپ او خپراوي ته هم اوږه وركړې او تر دې مله يې په خپل لګښت كابو ۱۵ عنوانه كتابونه چاپ كړي دي. د: بيا رغاونه: په دغه ولايت كې د ځينو مؤسسو ترڅنګ د ملي پيوستون پروګرام هم د ولايت په رغاونه كې مرسته وكړه، په دې سره د خلكو له اړتياوو سره سم ځينې وړې او غټې پروژې لكه: استنادي دېوالونه، ويالې، پولچك او كوهيان جوړ شول. خو د جغتو په ولسوالۍ په ځينو برخو كې لا تراوسه دا پروګرام نه دى پلى شوى او خلك دېته سترګې په لار دي، چې دا پروګرام به كله پيل كېږي. هـ: سړكونه: په دې ولايت كې د كابل- كندهار لوى سړك غځېدلى چې د نوي حكومت په پير كې په اساسي بڼه جوړ شو، پدې سره ټول دغه ولايت او ټول هېواد ته خورا زياته گټه ورسېده ددې ترڅنګ ددې ولايت ځينو نور مهم سړكونه لكه: د مېدانښار- باميانو، چك، تنګي او انخي سړكونه هم په پاخه او اساسي توګه جوړ او يا تر كار لاندې دي، چې په دې سره د ولايت خلكو ته خورا ډېرې اسانتياوې مهيا شوې. ددې ترڅنګ د ولايت خلك په ټينګه غواړي، چې د چك او جغتو ترمنځ غځېدلى سړك او هم د جغتو ولسوالۍ سړك جوړ شي. اړتياوې:
وردګ ولايت د پرمختګ ډېره شونتيا لري، د ولايت په ډېرو برخو كې په اسانۍ سره ډېرې ګټورې پروژې پلې كېداى شي، چې ګټه به يې نه يوازې وردګ ولايت بلكې ټول هېواد ته ورسېږي. چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
د ګوربت بندجوړول
د ګوربت غروه په دواړو خواوو يانې په جغتو ولسوالۍ او هم په سيدآباد ولسوالۍ ډېرې اوبه بهيږي، هر پسرلۍ پرېمانه اوبه هسې ضايع كېږي، چې په دواړو خواوو كې د دوو ډېرو ګټورو بندونو امكانات شته او پخوا يې څېړنه هم شوې او ارزښت يې هم تر ډېره بريده ارزول شوى، چې په زرګونو جرېبه ځمكه خړوبولى شي، چې په دې اړه د حكومت جدي پاملرنې ته اړتيا ده. د چك برېښناكوټ رغول: دغه فابريكه په ۱۹۴۰ كال كې جوړه شوې او د هېواد مهمه فابريكه ده، چې دغه فابريكه بيا سمې رغونې او په سيمه كې دبرېښنا وېش ته اړتيا لري. د نرخ له تاريخي آثارو سمه ګټه اخيستل: په دې وروستيو كې ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې ډېر ارزښتناك تاريخ آثار كشف شوي او د بهرنيانو لخوا په كې ځنې پلټنې هم ترسره شوې، چې دغه پلټنې بايد معياري او د سيمې د خلكو په ګټه ترسره شي.
د سيدآباد ولسوالۍ له ډبرو سمه ګټه اخيستل: د سيدآباد په غرو كې سپينې او سور رنګه ډبرې شته چې د ودانيو په جوړولو كې ترې ګټه اخيستل كېږي، دغه تېږې ډېره بيه لري، اوسمهال په غير معياري توګه راايستل كېږي، دغه بهير بايد سمون ومومي او د هېواد او ولايت په ګټه ترې كار واخيستل شي.
ځمكنی جوړښت
د ولایت مرکز میدا ښار دی او مساحت یی ۸۹۳۸۱۳ کیلومتر مربع دی. د وردک ولایت په ټولیزډول سره ۲۸۰۰۰ ایکړه د اوبیزه یا کرهنیزه ځمکه لری. د میدان وردګ ولایت زمکنی جوړښت د اټکل له مخی په دریو برخو ویشلی ش،
- دری او خوړونه چی دا منتطقی ډیری اوبه لری او د کرهڼی لپاره ښه مساعد دی.
- لږ لوړی منطقی چی دی ځایونو ته د خوړو څخه، د کاریزونو څخه اوبه پرته کیږی او په هغه کی محدود ډول سره کرهڼه صورت نیسی.
- دریم دښتی دی د ولایت یوه لوی مساحت یی احتوا کړی دی. دا دښتی اوبه نلری او اکثرا په پسرلی د څړځایونو په حیث د کوچیانو لخوا استعمالیږی.
نفوس
فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت
تاريخي ځايونه
جغتو:
جغتو د وردګو ولايت ولسوالي، په سويل لويديز كې پرته ده چې په همدغه ولايت پورې اړه لري، ګرد چاپېره غرونو يې سرحدات تشكلوي، يواځي سويل ختيز لورته يې خواجه عمري، او سويل لوديز ته د رشيدانو ولسوالۍ چې دواړه په غزني ولايت پوري اړه لري پرتې دي. جغتو د تاريخې لحاظه د اهميت وړ دى، د اسلام نه مخكې د هفتالي دولت په پير(عصر) كې جغتو د جګدو په نامه سره ياديدلو، چې وروسته په جغتو آوښتى دي، په خپله غيږ كې تاريخي ښار برغولى، بند سلطان، او د هلاكو غر ته ځاى وركړي دي، د (هيون څانګ) نومې بودايي عالم له چين څخه تر هنده او له هند څخه تر چينه يونليك په چيني ژبه لكيلى دى، نوموړى اول د بودايي دين مركز افغانستان ته د لويو لويو معابدو د لېدلو لپاره راغلي، بيا لدې ځايه هند ته سفر كړى، د هند څخه بېرته افغانستان ته راغلى، لوى استاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبد الشكور رشاد د (هيون څانګ) او يونليك داسې راپېژني:
"هيون څانګ د بودايي دين ستر عالم په۶۰۳ ميلادي كال د چين Koushih نومي ښار كې زيږيدلى او په ۶۶۳ميلادي (۴۳هـ ق) د چين په Kaoching نومي ښار كې مړ دى، ده له هندي ژبې څخه ۷۳ بودايي متنه په چيني ژبه اړولي وو، نوموړى چې د هندوستان له سفره چين ته ورسيد، شل آسونه يې په كتابونو بار وو، په دغه كتابونو كې ۶۵۷ بودايي متنونه او شرحي وي، ده په دغه سفر كې له (۶۲۹ع)كال (۸ هـ ق) څخه تر (۶۴۴ع كال) (۲۴هـ ق) پورې پنځلس كاله تېر كړي، له هندوستانه څخه ، د ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه فالانا ( اوسنى بنو) ته راغلى او د جون پر پنځوشتمه اپوكان (ابوګان ? افغان = پختيا ( اوسنى پكتيا) ته راغلى بيا له اپوګانه د جګدو (اوسنى جغتو) له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى". لدې څخه را په ډاګه كېږي، چې د جغتو سيمه ډېر لرغونى تاريخ لري.
دسلطان بند
دا بند د جغتو په لمنه كې پروت دى، پداسې ځاى كې چې د جغتو د بيلا بيلو خوړونو لاري په همغه ځاى ورسپري دي، د ژمي د واورو او د پسرلي د بارانونو اوبه هملته غونډيږي، دغه بند د سلطان محمود غزنوي دولت پر مهال د همغه پير (عصر) په تخنيكي نورمونو اباد او د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال بيا جوړ شوی، له دغه بند څخه د وردګو يوازې دوه كلي ګټه پورته كوي او نورې ټولې اوبه د خواجه عمري په شنه او ښكلې سيمه كې، چې د هزاره ګانو سيمه ده بهيږي او دغزني ښار شا او خوا سيمې خړوبوي.
د هلاكو غر
دا غر د جغتو ولسوالۍ څخه د ګرد چاپيره غرونو لوړه څوكه ده، چې د جغتو په سويلي لوري كې د بند سلطان په غاړه د برغولي په نامه د پرتي سيمې په څنګ كې غزيدلې، د هلاكو بابا د غره په نامه سره د سړي ذهن ته د هغه هلاكو او د هغه پلار چنګيزخان تاتاري زوي را ټوپ كړي ، چې د منګوليا په غرو كې يې خواره واره تاتاريان تر يو بيرغ لاندي را غونډ كړل، لومړى يې د چين هېواد تر پښولاندي كړ، بيا يې اسلامي نړۍ ته مخه كړه په منځني اسيا كې يې د اسلامي پياوړي خوارزم شاهې دولت ته پښې اړم كړې، خوارزم شاهي دولت په ډېره ميړانه له اسلامي خاورې دفاع وكړه، خو څرنګه چې د چنګيز لښكري خورا ډېرې او پياوړې وې اسلامي دولت د دغه بې رحمه لښكر په وړاندې كمزورى شو تاتاري لښكر اسلامي خاورې ته را ننوتل هر څه يې تالا والا كړل، مسلمانان يې شهيدان، ښارونه يې ړنګ، جوماتو او علمي مراكز يې له خاورو سره خاورې كړل، شني او سمسوري سيمي يې په سپيرو دښتو واړولي ان افغانستان ته راورسيدل او دجغتو سيمه كې يې لويې لويې هډي او لښكر ځايونه جوړ كړل، برغولى، كلمنار او هفتاله دا دهغه وخت آبادې سيمې وې، اصلي خبره داده چې دا بل هلاكو دى او د اسلام نه وړاندې په هفتالي دولت كې تېر شوى او دې غره يې تر ننه نوم ژوندى ساتلى دى.
د هفتالي دولت پر مهال پدې ځاى كې ښارونه آباد وو، لوى استاد علامه عبدالحي ليكي، چې هفتاله د هفتالي دولت مهم ځاى ړ او هفتالي دولت د اسلام نه وړاندې پدې سيمو كې واكمن دولت وو، د همغه پير (عصر) آثار او بېلګې كشف شوي دي.
برغولى
دا سيمه د هلاكو غره او بند سلطان ترمينځ پرته سيمه ده، داسي ښكاري، چې دا سيمه د ډېرو اباديو او بې شميره نسلونو كوربه وه، همدا اوس هم په خپله غيږه كې داسې يو ځاى لري، چې د هيواد او په ځانګړي توګه د غزني څخه هر كال بي شميره هندوان ورته راځي، زيارت يې كوي، خپل ديني مراسم تر سره كوي او ډېرې قربانۍ كوي، د برغولي په سيمه كې د تېر عصر آثار موندل كيږي، قيمتي ټوټې، تيږي او داسي نور څيزونه ترلاسه كيږي، كله چې باران وشي د سيمې هلكان دې سيمې په هسكو ټېټو كې د قيمتې او ارزښتناكو توكيو پلټنه كوي، د برغولي په سيمه كې دوې لوړې لوړې غونډى دي، چې پخوا پكې ژرندې آباد او د باد په مټ به چليدلې.
ولسوالۍ او نورې سیمې
دوردګ ولایت ۸ ولسولۍ لری چه نمونه یې دی.
| ولسوالۍ | مركز | وګړي | سيمه[1] | پرليكون="رښته"يادښت |
|---|---|---|---|---|
| بهسود | ۲۵۰۷۹ | |||
| جغتو | ۴۶۶۶۷ | |||
| جلريز | ۴۴۸۷۳ | |||
| چک | ۸۳۳۷۶ | |||
| دايمرداد | ۲۸۸۶۵ | |||
| سيد آباد | ۱۱۴۷۹۳ | |||
| مرکزي بهسود | ۹۴۳۲۸ | |||
| ميدان ښار | ۳۵۰۰۸ | |||
| نرخ | ۵۶۳۳۴ |
د بهسودو لومړۍ او دوهمه حصه:
دا ولسوالي (۱۳۲۷) کیلو متره مربع مساحت لری، د بحر له سطحې (۲۹۵۰) متره لوړوالی لري، د (۱۵-۶۸) درجو طول البلد او (۳۰-۴۳) درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، د مساحت له مخې څلورمه درجه مقام لري. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی) د دې ولسوالۍ مهمې سیمې دا دي: فراخلم، تیزک، قول خویش، ګردن دیوار.... د دې ولسوالۍ سیمه د لویو غرونو تر منځ په تنګو درو او تنګیو کې ویشلې، تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې یوه برخه یې د غوربند د ترکمن درې په وروستي پای کې پرته، او بله برخه یې د بهسودو په سیمه کې پرته ده، چې د دواړو برخو تر منځ د لخشان د کوتل له لارې تلل راتلل ممکن دي، دا کوتل د کال په شپږو میاشو کې په واورو پټ او تلل راتلل هم پرې کله ګران او کله ناممکن وي.
د بهسودو دوهمه حصه اولسوالي (۲۱۹۸) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۹۷۵) متره لوړوالی لري، د (۵۷-۶۷) درجو طول البلد، او (۲۱-۳۴)درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، او د مساحت له مخی لومړی درجه مقام لري.
دا ولسوالې په لاندې مهمو برخو ویشل شوې:
تګاب، راقول، دهن ګرماب، سنګ شانده، کوه بیرون، مرک، ممرک، سرتاله، قوم دهقان، سرخ آباد، هشت درخت، سفید سنګ، میر هزار، آب شیروم، کجاب... د بهسودو د دواړو ولسوالیو سیمه د وردگو او میدان ولایت د جلریز، جلګې او جغتو د ولسوالیو لویدیځ ته هغه پراخه سیمه ده چې د ولایت په اداري ویش کې دوې ولسوالۍ لري ، چې د مساحت له مخې د ټول ولایت (3/1) برخه جوړوي. دا سیمه د شمال له لوري د پروان او بامیانو د ولایتونو او د لویدیځ لورته له بامیانو، او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ناور ولسوالی سره ګډي پولي لري
قوم، توکم او ژبه:
د دې سیمې زیاتره اوسیدونکې په قوم هزاره دي چې ځینې سیدان هم پکښې شته، د وردګو د قوم ځینې کورنۍ هم د دوهمې حصې په یوه کلي کې ژوند کوې چې د ډیر پخوا څخه هلته میشت او اوس د سیمی د خلکو ژبه او دود لري، کوچي پښتانه هم هلته مېنې او ځمکې لري چې اوس له ورتلو منع دي. د دې سیمې اوسیدونکي شیعه یان، او ډیرۍ یې د جعفري مذهب پیروان دي، لږ شمیر اسماعیلیه هم پکښي شته چې نور شیعه یې غلاة بولي. د دې سیمې اوسیدونکې په پارسي هزارګي لهجه خبرې کوي.
آب هوا
دا سیمه د دي ولایت تر ټولو سړه سیمه ده چې شپږ میاشتې پکښې د ژمي موسم واکمن وي، ژمی ډیره واوره پکښې اوریږي، خو اوړی یې وچ او د باران د اوریدو کچه یې کمه ده.
طبعی جوړښت: لوی غرونه دا سیمه د وردګو ولایت د نورو ولسوالیو څخه بیلوي چې د جلیز دولسوالی څخه د اونۍ د غاښي له لارې او د جلګي د ولسوالۍ څخه د قطب له لارې د ولایت له نورو برخو سره د سرک په واسطه وصل کیږی. د شمال او لویدیځ خوا ته د بابا د لوړو او تل په واورو پټو غرونو په واسطه له بامیانو بیله شوی. دا سیمه چی څومره پراخه ده خو طبعي جوړښت یې غرنی او نیمه همواره دی، ځمکه یې له غرونو، لویو او کوچنیو غونډیو، لویو او کوچنیو درو جوړه شوی ده. د ختیځ، شمال او شمال لویدیځ له لوري د ځمکې سطحه ورو ورو د سیمې منځنۍ برخې ته، او بیا د لویدیځ په لوري ټیټه شویده چې د یوې ناوې بڼه یې غوره کړي. د هلمند د سیند څپانده څپې د همدې سیمې د شمالی برخې څخه پیل او ورو، ورو د لویدیځ په لور د دواړو خواوو د درو څخه دراوتو اوبو په مرستیالی زیاتیږی. خو د بې څښتنه مال غوندې پرته له ګټې په چټکۍ روانې وي، او له اوبو یی د سیند د ژوروالی، د حکمتونو د بې پروایۍ او د ځایې خلکو د لټۍ له امله ډیره لږه ګټه اخیستل کیږي. چې د دې ولسوالۍ تقریباً (۵٪) کرنیزه ځمکه خړوبوي.
دا سیند لکه په نورو ولا یتونو کې، تل د اوبو ډک بهیږي، چې که څښتن ورته پیدا شي په کرهنه او بریښنا کې به لویه ګټه ترې واخیستل شي، او دا وچي او دوړني غونډۍ او بیدیاوي به په شنو غنمو، ونو او بوټو ښکلی او سمسوره شي. کیدای شي په لږ مصرف دا بندونه آباد او ټوله سیمه او ورسره څیرمه ولایات د بریښنا له نعمته برخمن شي.
لارې او سړکونه:
دا سیمه د کابل څخه د میدان ښار او جلیز د ولسوالۍ له لاري د سرک په واسطه تړل شوې ده. دا سرک چې اوس یی کار په پاخه ډول روان دی، د بهسود د لومړۍ برخې سره د اونۍ د کوتل له لاري وصل کیږي چې بیا په همدې سیمه کې په دوو برخو ویشل کیږي، لومړی سرک د بامیانو د ولایت په لوري پلخمري او مزارشریف ته، دوهم سرک د دوهمې حصې په لوري د بامیانو د ولایت پنجاب، ورث، د غور ولایت لعل اوسرجنګل، د دای کندي ولایت او د غزني ولایت دناور ولسوالۍ په لوري غزیدلی دی. دوهمه لاره د غوربند د درې له لاری هغه خامه سرک دی چې د ترکمن درې څخه په تیریدو لومړۍ حصه له پروان ولایت سره دلخشان د کوتل په واسطه وصل کوي، چې د لومړۍ حصي د ولسوالۍ په مرکږ کې د میدان، بامیانو له سرک سره وصل کیږي. دا سرکونه ټول خامه دي چې په محلي سطحه جوړ شوي دي.
کرنه او مالداري:
د دې سیمې د اوسیدونکو کسب او ورځنی کار مالداري او بزګري ده، کرکیله په ډیره زړه بڼه پکښې رواج لري، د کرني لپاره ځمکه هواره نه ده، بزګران په لوړو او ټیټو ځمکو کې کرنه کوي، سره د دې چې د هلمند سیند د همدې سیمي له منځه تیریږي خو د سیند د ژوروالي له امله د سیند له اوبو (۵٪) کرنیزه ځمکه خړوبیږي، د دې سیمې (۸۰٪) نوره کرنیزه ځمکه د چینو څخه له رابهیدونکو اوبو په واسطه خړوب کیږي، ډیرۍ ځمکې جبه زاري او ډنډونه دي، د سیمي اوسیدونکي پرته له دې چی اوبو ته زابورونه وکیندي او یا جرونه وباسي په موجوده رابهیدونکو اوبو اکتفاء کوي. د دې سیمې عمده زراعتي پیداوار غنم، اوربشي، کچالو، اورشقه ده، یوازي بی میوي وني پکښې ترستګو کیږي لکه سپیدار او ولي، میوه لرونکې ونې د خلکو په وینا د ساړه موسم له امله وده نه کوي، نو ځکه نه کښینول کیږي. کله کله په دوبي د نورو سیمو څخه راوړي سابه پکښې پیدا کیږي. غوښه او لبنیات د دې سیمي د اوسیدونکو عمده پیدا وار دي چې د زیاتې مالدارۍ له امله پکښې ډیر پیدا کیږي، او هر کال په زرګونو څاروي او د څارویو محصولات کابل او نورو څیرمه ولایتونو ته صادروي. د ساړه موسم له امله بزګران د ثور په میاشت کې غنم کري او د سنبلي او میزان په میاشتو کې د غنمو حاصلات تر لاسه کوي. د دې ترڅنګ ډیرﺉ خلک د للمو په کرلو بوخت دي، دا ځمکي د للمو غنمو لپاره ډیرې مناسبې دي، که په دې پراخه ځمکه للمي غنم وکرل شي نو د دې سیمې اوسیدونکي به د غنمو له اړخه خودکفا شي. دا سیمه پراخه ورشو ګانې او د څړ لپاره مناسبې سیمې لري چې د دې سیمې په مالدارۍ ښه اثر لري چې د کال په اوږدو کې پکښې شنه واښه ولاړ وي، د همدې امله زموږ د هیواد کوچیان به د دوبی په موسم هرکال د څارویو د څرولو لپاره په همدې سیمه کې خپلو مېنو او اخیستو ځمکو او څړ ځایونو ته تلل، او هلته به یې د ځایې خلکو سره د مینې په فضا کې کډ ژوند کاوه، خو د نا امنیو په کلونو کې، او د اوسنې نظام د راتلو څخه وروسته د قومي لمسونو او جدایې غوښتونکو احساساتو له امله کوچیان له خپلو مینو او څړ ځایونو منع شویدي.
تعلیم:
په دې سیمه کې د انقلاب د مخه د تعلیم کچه ډیره ټیټه وه، خو د اوسني نظام په راتلو هلته تعلیم ښه وده کړي، دوی وتوانیدل د خپلو مشرانو په مرسته لسګونه ښوونځي ودان او پرانیسې. دا چې د دې لوی شمیر ښوونځیو لپاره د ښوونکو تشه یې ډکه کړي وي، د خصوصي امتحانو د جواز له برکته په لسګونو نیم لوستو او خصوصي لوستو کسانو د دوولسم ټولګي شهادت نامې تر لاسه او نن په ښوونځیو کې تدریس کوي. د تعلیم د عام کولو بیلګه یې دا ده چې نجونې او هلکان یې ښوونځیو ته ځې، تر دې چې نجونې او هلکان په مختلط ډول په ښوونځیو کې زده کړه کوي، د دې سیمې د یوه مشر وینا ده: (موږ فرهنګي انقلاب اعلان کړی). په لومړۍ حصه کې:۳ لیسې، ۱۲ منځنې ښوونځۍ او ۱۸ لومړنۍ ښوونځۍ فعالې دي په دوهمه حصه کې:۱۷ لیسې، ۳۰ منځنې ښوونځې، او ۳۹ لومړنې ښوونځې. همدا شان ۱ دار المعلیمین او یو دارالعلوم هم لري.
جغتو ولسوالي
جغتو: (۶۲۲) کیلو متره مربع مساحت لري (۲۵۰۰) متره د بحر له سطحې جګوالی لري د ( (۳۶- ۶۸) طول البلد او (۴۸- ۳۴) عرض البلد درجو تر منځ پرته ده
څلور خواوې:
دا ولسوالي د وردګو ولایت په لویدیځ کې د غزنې په پوله پرته ولسوالي ده چې ختیځ لور ته یې د سید آباد ولسوالي، جنوب ته یې د غزني ولایت خواجه عمري او ځینې نورې سیمې، شمال ته یې د چک ولسوالي، لویدیځ ته یې د غزني ولایت د ناور او رشیدانو سیمې پرتې دي. دا سیمه چې غالبا په دې ولایت کې د خانانو په سیمه مشهوره ده د نور ولایت په پرتله هلته زیات د خانی سیستم د ډیرو کلونو راپه دې خوا واکمن ؤ، د دې سیمې خانانو په دې سیمه او څه ناڅه په نږدې نورو سیمو نفوذ درلود، همدا خانان او قومې مشران د وخت حکومتونو ته تر بل هر چا نږدې خلک ؤ، نو ځکه خو یې واک او زور هم چلیده، چې تر اوسه هم هلته دا نظام په لږ ضعف سره واکمن دی. د دې ولسوالۍ اوسیدونکې پښتانه وردګ دی چې لږکې سیدان او خواجګان هم هلته اوسیږي. د وردګو د دریو پښو (قومې سلسلو) څخه د دې سیمې اوسیدونکې مایار وردګ دي. دا سیمه د نورو ولسوالیو څخه غالبا د غرونو په واسطه بیله شوي، د سید آباد څخه د ګربت د تاریخې غره په واسطه، د د چک او ناور له سیمو هم د ګوړکو، هلاکو، برغولي او مارمرغ د غرونو په واسطه بیله شوي، او د غزنې د نورو سیمو ره بیا د هوارو غونډیو په واسطه پوله لري. دا سیمه هم د نورو ولسوالیو په شان له درو جوړه ده چې د ګندقول (چې او په ګلدره یادیږی)، ساوسنګ دره، د ایریاو دره، د بید مشک، پیتاوکې او کله منار دره، د کونج جغتو دره، د دورانیو او باریکاو دره، د رشیدانو او آدینې دره... دي.
مهم کلی
لیګې خیل، سرطیب خیل، ګنډه قول، کلانده، اختر خیل، سعادت خیل، کمال خیل، خواجګان، مصری خیل، چینی، بید مشک، کله منار، پیتاوکه، کاریز، سنځله، ببړخیل، فولادبیک، لالکی، سرخ قول، لوی زرین، کوچنی زرین، لوی ایریاو، کوچنی ایریاو، دهنه، نوی ښاره، آدینه، غوزبه، سیا کول، سلیمان ښاره، غاښی، موله، رشیدان.... او داسې نور کلي پراته دي. د انګریزانو په خلاف د مجاهدینو مشهور قوماندان او لوی اتل غازی محمد جان خان د همدې ولسوالۍ د بیدمشک د سیمې اویدونکی ؤ، همداشان ډیر نور نومیالی مجاهدین او مشران لکه: ګل جانخان، خداینظر خان، قاضی محمد امین، رحیم الله آخند زاده، انجنیر طاؤس، ګل آغا احمدي، څارنوال نقیب الله، قوماندان ننګیالی، استاد بصیر احمد شیرزی، مدیر متین، او داسی نور د همدې ولسوالۍ اوسیدونکې دي.
تعلیمی برخه:
په دې ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره له انقلاب وروسته د ګنډقول په سیمه کې په کال (۱۲۶۸) کې د ګل آغا احمدي او مدیر عبدالغیاث کامران په هڅو د لجنة الدعوه په مالی همکاری یوه لیسه پرانیستل شوه، چې وروسته بیا د غازی محمد جان خان لیسه او نور ښوونځې هم جوړ شول چې اوس مهال هم ډیر ښوونځي چې تفصیل یې په جدول کې دی فعال دی.
طبیعي حالت:
د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې هوارې او د کرنې لپاره مناسبې دي، خو دا چې د سیند روانې اوبه پکښې کمې دي نو زیاتره کرنه یې د غرونو څخه د رابهیدونکو اوبو او د چینو او کاریزونو په اوبو ترسره کیږي، له همدی امله، اوبه یې ډیرې کمې او د کال د ګرمی په موسم کې پکښې اوبه وچیږي او یا خو ډیرې کمې وي
د سلطان بند:
دا بند چې د جغتو د ولسوالۍ په لویدیځه برخه کې موقعیت لري، د جغتو د درو اوبه په ژمې او پسرلي کې ورته راټولیږی او په دې بند کې زخیره کېږي. دا بند لکه د نوم څخه یې چې ښکاري سلطان محمود غزنوی ته یې تاریخ ورګرځې، ځینې لیکونکې لیکې چې نوموړی بند هغه جوړ کړی، دا بند د جغتو د سیمې ډیرې لږې ځمکې خړوبوی، پاته اوبه یې د غزنې ولایت د خواجه عمری او د غزنی د ښار او ورڅیرمه سیمو د خړوب لپاره پکاریږي. د محمد حامد له کتابه، استاد عبدالمتین خان، استاد غیاث کامران او د سیمې له نورو مشرانو معلومات راټول شوي
جلریز ولسوالي
دا ولسوالي د وردګو او میدان د ولایت لویه ولسوالي ده، د دې ولسوالۍ ختیځ لور ته میدانښار، او د کابل ولایت د پغمان ولسوالي پرته ده، شمال ته ی د پروان ولایت د غوربند ولسوالي، لویدیځ ته یې د بهسودو ولسوالي، او جنوب ته یې د نرخ او دایمیردادو ولسوالۍ پرتې دي ، د دې ولسوالۍ مساحت (۱۱۳۹) کیلو متره مربع دی، د بحر له سطحې (۲۳۷۵) متره جګوالی لري. د (۴۷-۶۸) طول البلد او (۳۴-۲۵) عرض البلد درجو تر منځ واقع دی. دا د دې ولایت یواځینۍ ولسوالي ده چي پښتانه، تاجک او هزاره پکښې د ورور ولی په فضا کې ژوند کوي. دا سیمه د یوې اوږدې درې په بڼه د جنوب ختیځ څخه شمال لویدیځ لورته اوږده پرته ده، له ځینو محدودو کلیو پرته نوره ټوله سیمه د جلریز او سنګلاخ د سیند څخه او به خوري، د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه او خوږې اوبه لري، د همدې پریمانه اوبو له برکته ښکلې زراعتې ځمکې او زیاتې میوې لرې، د توت، زردالو، مڼو...زیاتې میوی کابل او نورو ولایاتو ته صادروي غنم، جوار، کچالو، اوربشې، لوبیا، پیاز، ، پکښې کرل کیږي.
معارف:
د معارف ریاست د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په دې ولسوالۍ کې (۷) لیسې (۸) منځنۍ ښوونځۍ (۱۱) لومړنۍ ښوونځۍ او یوه دینې مدرسه فعالې دي
لارې او سرکونه:
بامیانو او بهسودوته جوړیدونکې لاره د همدې ولسوالۍ په سینه تیریږي، دا لاره چې پخوا په خامه ډول جوړه وه، د دوو کلونو را په دې خوایې کار په پاخه او اساسي ډول پیل شوي، خو متاسفانه چې د نا امنیو له کبله یې کار ډیر ورو روان دی دا سرک سیاخاک ته په رسیدو په دوو برخو ویشل کیږي، یو سرک د شمال لور ته د اونۍ له غاښي د بهسودو لومړۍ حصې ته، او دوهم سرک بیا د له غاښی په تیریدو د ایمیر دادو او تیزک ته اوړي.
معدنونه:
د تکانی کان: له دی کان څخه ۲۵×۱۲×۴ متره مکعب ابرک تر لاسه کیدای شي.
کلي او اولسونه:
دا ولسوالي په څو حوزو او درو ویشل شوي چې د دره مهربان، خروټی سفلا، زیولات، مامکي، مرکز جلریز، ، تکانه، سیا خاک، سرچشمو، دره سنګلاخ، قول وردګ، دره ګردي، دره مسجد، .... څخه عبارت دي.
د زیولات سیمه:
دا سیمه د ولایت له لوري د جلریز په لومړۍ برخه کې پراته دي. اوسیدونکې یې پښتانه دي چې په پښتو ژبه خبرې کوي، په دې سیمه کې د غلجیو پښتنو او احمد زیو ګڼ قومونه اوسیږي لاندی لوی کلي په دې سیمه کې پراته دي: په زیولات کې: آخند زاده خیل، آخند خیل، کوټکی، سید خیل، رویان، کلي پراته دي. په مامکي کې: خانګل خیل، کوټې، صافیان، دره، قلعه محمد یار، قلعه فیضو... کلي پراته دي. په دره مهربان کې: خرلنګ، احمدزیې، دیولان، ګیردي.... او په خروټې سفلا کې: دره زیارت، علې خیل، ملاخیل (شیرخان)، محمد نور خیل، زیمني، اسماعیل خیل... کلي پراته دي... حاجی جانان، حاجی موسی، حاجی فاروق، حاجی اسحاق، حاجی آصف، حاجی امان حاجی، ګل رحمن، شهید محمد ظریف، مرحوم حاجی ګل جان، مولوی حمید الله، مولوي محمد عیسی، مولوی روح الله، داکتر عاشق...، ، د زیولاتو اوسیدونکي دي. زبیر، حاجی راز محمد، قوماندان حاجی ګلا جان... د مامکي اوسیدونکي دي. مولوي انځیر ګل، ملا ملنګ، شهید پاینده محمد، شهید عبدالرازق، ، قوماندان عبدالشکور، مولوی رحمت ګل، شهید صوفي عبدالرحمن، مولوي سردار ولي، قوماندان ظفر خان، مولوی عبدالحی، قوماندان عظم الدین، مولوی نور ګل او داسی نور...... د مهربان درې او خروټی سفلا اوسیدونکي دي.
د چک ولسوالۍ
چک دریمه درجه ولسوالي ده (۱۱۹۲) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۲۰۰) متره لوړ والی لري، د (۳۵-۶۸)درجو طول البلد او (۳۴-۰۶) درجو عرض البلد تر منځ واقع ده. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی) د چک بریښنا فابریکه او بند هم په همدې ولسوالۍ کې موقعیت لري، دا فابریکه د (۱۹۳۶-۱۹۴۱) م کلونو تر منځ د آلمان د هیواد په تخنیکي مرسته جوړه، د دریو توربینونو په لرلو یې د (۳۳۰۰) کیلو واټ بریښنا د تولید ظرفیت یې درلود، خو د جګړو او د دولت د نه پاملرني له امله اوس د فابریکې حالت د اندیښنې وړ او او ډیر کم تولید لري. چې فابریکې ته څیرمه کلي ترې ګټه اخلي.
څلور خواوې او مهمې حوزې:
د دې ولسوالۍ شمال لور ته د نرخ ولسوالي، ختیځ ته یې د سید آباد ولسوالي، لویدیځ ته یې د جلګې او دایمیر داد ولسوالي، او جنوب ته یې د جغتو ولسوالي پرته ده.
د چک ولسوالي په لاندې څو درو او حوزو ویشل شوې:- ۱- آمبو خاک ۲- بیک سمند۳- علیشه ۴- کوز خوات ۵-منځنی خوات ۶- بر خوات ۷- سیوکه (سیبکه) ۸- ګردن مسجد ۱۰- سیاب ۱۱- عربان ۱۲- نیک پایقو ل ۱۳-ګوډه. پدې درو او حوزو کې لاندې مهم کلي پراته دي:
۱- د آمبو خاک سیمه:
په دې سیمه کې د اله سنګ، صالح خیل، خړیان، آمبوخاک، ګلدان، شاه قلندر او ګرداب کلي پراته دي. د دې درې سیمه د خړیانو او اله سنګ له کلیو د سیدآباد او نرخ له ولسوالیو جلا کیږي او د قبلې په لورې پرمخ ځې. دا سیمه هم له اله سنګ پرته د چک له سیند څخه اوبه اخلي، او کلي یې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته دي، خو دا سیمه د یوې تنګې درې په بڼه پرته ده.
۲- د علیشې دره:
په دې دره کې دا مهم پراته دي: علیشه، لنګر، کولک، شیخ یاسین... دا دره د علیشي د غرونو په لمنو کې او د چک د سیند په غاړه پرته ده او د انګریزانو په خلاف د مجاهدینو قوماندان د غازی محمد جان خان ددې سیمې اسیدونکی وو.
۳-بیک سمند:
دا دره د کوز خوات د شمال لور ته د علیشې د غرونو په لودیځه لمن کې پرته ده، دا دره د چک د سیند څخه ګټه نشی تر لاسه کولای، د کرنې ټولې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي، همدا شان په دې دره کې د وردګو د قوم تر څنګ زیاتره مسید، شیراني، هیریپال، مروت، منګل او نور قومونه هم اوسیږي. (وردګ:د نعمت الله رشیدي لیکنه) د دې سیمې مهم کلي د: جوز، جلیل، حسین کلا، پالیزک..څخه عبارت دي.
۴-کوز خوات:
دا سیمه د چک د سیند دواړو خواوو ته پراته دي، ښکلې، شنه او آباده سیمه ده. ښې د کرنې ځمکې، ښکلي باغونه او راز راز میوې لري. د نورو غلو تر څنګ د پنډو وریجو شولې هم پکښی کرل کیږي. د دې سیمې مهم کلي د زمان خیل، خلیلي، لوړ، مداد، ګلي، لاله خیل، نوره خیل هزار باغ، څخه عبارت دي.
۵-منځنی خوات:
دا سیمه هم د کوز خوات په شان د چک د سیند پر دواړو غاړو پرته، ښکلې شنه او آباده سیمه ده ښې غلې دانې او رنګا رنګ میوې لري، د چک د بریښنا فابریکه هم په همدې ځای کې موقیعت لري، د پنه په سیمه کې دهغو شهید انو یاد ګاري څلی هم شته چې د ۱۳۵۹ کال دروژې په قوه کې د شهید انو لست پرې لیکل شوي دی. د چک ولسوالۍ مرکز او د چک د ولسوالۍ بازار هم په همدې سیمه کې موقعیت لري. د دې سیمې ځینې مهم کلي د بمبايې، علیهمت، مدو، پنه، باباکلا، چک، زرباغ....... څخه عبارت دي. او جهادي شخصیت او نومیالی عالم استاد محمد یاسر ددې سیمې اوسیدونکی وو.
۶-بر خوات:
په دې سیمه کې مهم کلی د نوره خیل، کولک، قرباني، سپین ښور، علیشنګ... څخه عبارت دي. شهید مامور عبدالباري فدایې شهادت: (۱۳۶۹ /۹/۲). شهید جګړن عبدالحق، شهید جنرال عبدالعلي خان وردګ چې د کمونستانو په کودتا کې د داؤد خان په طرفداری یوازینی جنرال ؤ چې تر شهادت پورې وجنګید او په (۱۳۵۷/۲/ ۷) کې په شهادت ورسید، جنرال عبدالرحیم وردګ د اوسني حکومت د دفاع وزیر، د دې سیمې اوسیدونکي دي.
۷-سیوکه:
دا سیمه د چک او خوات له سیمې لوړه د په چپ لاس د مسجد په خوله کې پرته ده، شکم پاره، دربند، کوتره، ابراهیم خیل د دې سیمې مشهور کلي دي.
۸-ګردن مسجد:
دا سیمه د درې په بڼه د خوات څخه د جنوب غرب په لور پرته ده، د دې سیمې ځمکې د کاریزونو او چینو په اوبو اوبه کیږي. له همدې سیمې د چک له ولسوالۍ د جغتو ولسوالۍ ته سرک اوښتی، همدا شان د سید آباد ولسوالۍ ته د غاښو له لارې پلې لارې اوښتې دي. د دي درې مشهور کلي د مومد، قادر خیل، کچغو، څلګرې، علیا تکه، برغسون، ملکیار خیل څخه عبارت دي.
۹-آبګزار
(دره مشک، میرکه، چینه، تر ممد، پای کوتل، سره کلا، )
۱۰-د سیاب یا سه آب دره:
(مفتومه، حکیم خیل، خوجګین، ټپور، قاضیان). دا چې دا دره ولې په سه آب مشهوره ده لامل یې دادی چې د کوډه، نیم پایقول، او د بغلان د درو اوبه دغه ځای ته راوتلې دي.
۱۱- د عربانو دره:
(ګنیګر، بلاق، چارشونه، خواجه انګور، کنجغتو، ظریف خیل، خواجه احمد، نشکک، بغلان)
۱۲-نیم پایکول (نیک پایقول)دره :
(چوڼي، فتح خیل، سرپوښ، شونیه، ګلسینکه، او داسې نور...) دا دره د عربانو په ښي اړخ کې پرته ده د سیاب او ګوډه د سرک څخه لار ورته ورګرځیدلې ده، دا دره د لویدیځ په لوري پرته ده، د دې درې څخه یوه لاره دلخشک دغاښي څخه د جلګې ولسوالی دنازک خیلو سیمې ته اوښتې ده، د دې سیمې بعضې مشهور اشخاص:-ابن امین، مستو خان.
۱۳- د ګوډه دره:
دغه دره د چک ولسوالۍ وروستی دره ده چې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته کلي د همدې درې مربوط دي دا دره دسیاب څخه تر تنګي سیدان پورې غزیدلې ده، د چک د سیند له برکته ښې زراعتي ځمکې او ښکلي با غونه لري، د جلګې ولسوالۍ ته غزیدلی سرک په همدې دره کې تیریږي: عمر زي، آزاد خیل، ګوډه، کلالان، نوبرجه، برګه کلا، ابراهیم خیل د دي درې مشهور کلي دي، په دي دره کې د وردګو ترڅنګ نور پښتانه قومونه هم د ورور ګلوی په فضا کې ژوند کوي لکه اندړ، عمرزي، اوریاخیل، دوراني، هوتک، ابراهیم خیل، ترکي......
جلګه او دایمرداد ولسوالۍ:
دا ولسوالې: (۱۳۵۷) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۴۵۰) متره لوړوالی لري، د (۱۸-۶۸) طول البلد او (۳۴-۱۳) عرض البد درجو تر منځ پرته ده (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
بره جلکه:
دا سیمه هم د یوې درې په بڼه اوږده پرته ده چې لاندې مهم او لوی کلي پکښې پراته دي:احمد خیل، قطب خیل، اورمړ، ابراهیم زي، بخشک، حاجي که، موکه، کونج، سپید دیوال، قل زنګي، پاره قلعه، خوش قول، فلادي...او داسې نور...
کوزه جلګه:
په دې سیمه کې دا لاندې مهم او لوی کلي پراته دي: تنګي سیدان، سدوخیل، نازک خیل، ، ګلۍ، رشید، کلاخ، دورانی، شرطوغی، بابک، کاریز، تره، جنګه دولتشاه، چتو، دالان لښکرﺉ، میران، سیاه چغر، ، شاهیخیل، خړ... او داسی نورلوی او واړه کلي پراته دی.
د جلګې تاریخي ځایونه:
د جلګې په دره کې چې کله څوک سفر کوي، نو ډیر ځله به یې سترګې په هغو زړو کلا ګانو ولګیږي چې د غونډیو په سر ودانې او د قدامت نښې پکښې له ورایه ښکارې، دې زړو کلا ګانو زما توجه هغه مهال ځان ته جلب کړه، کله چې په کال (۱۳۶۸) کال د یوه سفر په ترځ کې جلګې ته ولاړم، کله مې چې د خلکو څخه د دې کلا ګانو په اړوند پوښتنه وکړه، نو هغو راته وویل چې دې کلا ګانو ته موږ کافر قلعي وایو، د دې کلا ګانو قدامت چا ته هم معلوم نه دی، خو لکه د نوم څخه یې چې څرګندیږي د اسلام د مخه ودانې شوي، دا کلا ګانې ډیرې پخوانې او د پخوا زمانو د جنګې چوڼیو په شکل جوړي دي، دا کلا ګانې په بابک، ورمړو، او پاره کې ودانې دي، همدا شان د جلګې د کونج په سیمه کې یوه لویه تاریخې کلا شته چې په پراخه سیمه کې د غونډیو په سر آباده ده، دا کلا هم ډيره پخوانۍ ده چې قدامت یې د اسلام تر مخه کلونو ته رسیږي. د دې سیمې اوسیدونکي دی لویې کلا ته ارګ، او ځینې ورته بالای حصار وایې، د دې کلا جوړښت او د د جړیدو مواد په هیرانوونکې ډول کارول شوي.
په جلګه کې معدنونه:
په جلګه کې خلک د ځینو معدنونو لکه زبر جد او نورو قیمتې ډبرو د موجودیت خبرې کوي، خو هغه چې عملا اوس کار پرې روان دی هغه د ګچو لوی معدن دی چې د دې ولسوالۍ په فولادي یمه کې د یوه لوی غره په شکل پروت او د غره دواړه اړخونه د پښتنو او هزاره ګانو لورې تري په زیاته اندازه ډبرې را اوباسي او بازار ته رسول کیږي.
د جلکې تاریخې لرلید:
دا چې په دې سیمه کې له کومې زمانې وردګ قوم او نور پښتانه میشت دي، او له دوی پخوا به څوک پکښې اوسیدل، سم تاریخ یې چاته معلوم ندی، خو د نښو نښانو څخه ښکارې چې دلته به د پیړیو را په دې خوا پښتانه میشت ؤ او دا چې څه پرې تیر شوي پوره معلومات نشته.
د سید آباد ولسوالۍ
دا ولسوالي د وردګو د ولایت دوهمه درجه لویه ولسوالي ده، (۱۰۳۳) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۱۰۰) متره جګوالی لري، د (۴۳-۶۸) طول البلد او (۴۸-۳۴) درجو عرض البلد تر منځ پرته ده. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی) د کابل قندهار لویه لاره یې په سینه تېره شوې، دا ولسوالي د ختیځ او جنوب لور ته د لوګر د ولایت د محمد آغې، برکي او خروار له ولسوالیو، د شمال لور ته د نرخ او چک له ولسوالیو، د لویدیځ لورته د جغتو له ولسوالۍ او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ځینو سیمو سره ګډې پولې لري
قوم او ژبه:
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د وردګ قوم څخه دي چې د وردګو دریو قبیلو، نوري، مایار او میر خیل ته منسوب ديږ د دې څخه علاوه ځینې نور قومونه هم د لږکیو په بڼه پکښې د وردګو سره یوځای پرته له کوم توپیر څخه ګډ ژوند لري، چې په اسانۍ نه پیژندل کیږي، ځکه ټول د وردګو ګډه لهجه کوي. د دې قومونو ځخه ناصر، ملاخیل، سادات، سلیمانخیل، اندړ، دولتزیې، الوزی، ګدایې خیل او نور ژوند لري. د دې ولسوالۍ ټول اوسیدونکي په پښتو ژبه خبرې کوي او وردګې لهجه کاروي.
لارې او سرکونه:
د کابل غزني لویه لاره د همدې ولسوالۍ په سینه تیره ده چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، همدا شان د کابل غزني لویه لاره د کابل ګردیز د لارې سره د دریمې درجې پاخه سرک په واسطه چې د تنګې په دره تیره ده. د سیدآباد د ولسوالۍ د بازار څخه دریمه درجه پوخ سرک د اونخې درې ته غزیدلی، د شش کلا په سیمه کې د جغتو ولسوالۍ ته خام سرک غزیدلی، په همدې سیمه کې یو بل سرک د غزني ولایت د زنه خان او د لوګر ولایت د خروار ولسوالیو ته بل سرک غزیدلی.
طبیعي جوړښت:
دا ولسوالي د څو شنو او ښکلیو درو څخه جوړه ده، چې ځینې درې ته یې د سیند پریمانه اوبو ډیره ښکلا خو ځینې یې بیا د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي. دا ولسوالي په څو حوزو ویشل شوي چې د شیخ آباد، سید آباد، تنګي، اونخي، کوز او بر شنیز څخه عبارت دي.
۱- د شیخ آباد حوزه:
دا سیمه د ټوپ له کلي پیل بیا د تنګي تر دوه لارې اوږده غزیدلې، د دې سیمي مهم کلي د ټوپ، زرني، چوجان، هاشم خیل، خړیان، زین خانخیل، ګدړ خیل، ډاګبغرۍ، قاضی قلعه او شیردادخیل څخه عبارت دي. د شیخ آباد بازار په همدې سیمه کې جوړ شوي، د چوجان، زرني او ټوپ د کلیو پرته چې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په واسطه خړوبیږي، د نورو کلیو ځمکې د چک د سیند په اوبو اوبه کیږي. د احمد شاه بابا د فوځ مشهور قوماندان ن (زین خان بابا)، ريیس تنظیمه او د شوری ریس عبدالاحد خان مایار وردګ، د معارف خدمت کوونکي هریو: مدیر محمد فاروق، مدیر محمد زاده، مدیر محمد سلیمان، استاد مبادک، استاد عبدالرحمن، استاد قباد، سر معلم سید خان، د اوسني پارلمان غړې مشهوره خدمتګاره ډاکتره روشنک، قوماندان معلم اختر محمد، پخوانی وزیر مرحوم عمر، مخور مشران حاجی اختر محمد طاهري، حاجی سلیمان او ملک عزیز الله…د همدې سیمې اوسیدونکي دي.
۲- د تنګي حوزه:
دا سیمه یوه ښکلې او زرغونه دره ده چې د شمال څخه جنوب لورته د تقریباٌ (۱۵) کیلو مترو په اوږدو پرته ده، د چک (لوګر) د سیند د برکته د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه اوبه لري، د دې سیمې د مڼو، توتو او زردالیو باغونه په سیمه کې خاص شهرت لري. د لوګر وردګو د ولایتونو تر منځ یواځینۍ وصلونکي لاره په نیمه پاخه ډول د همدې درې تیریږي چې د کابل قندهار او کابل ګردیز دوه لویې لارې سره تړي. د دې درې مهم کلي دوآب، ګلی خیل، جوی زرین، حسن خیل، ورسک، ملاخیل، علم خیل، زموچ، ګلاب خیل، کامران خیل، بابو خیل، امیر ښاره، نوبرجه، دوراني، لاچی خیل او ښادي بوچ دي. په همدې سیمه کې د سوبۍ مشهور زیارت او د مرمرو لوی معدن وجود لري چې تیږې یې په قانوني او بې قانونه توګه وړل کیږي. همداشان د توري کلا تاریخي کلا چې د اسلام د مخه تاریخ لري د همدې درې د دوآب په کلي کې د غره په سر پرته ده چې لوټمارو پکښې ډیرې سوړې ایستلې دي.. د معارف پخوانی وزیر مرحوم پوهاند عبدالقیوم وردګ،د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ استاد نظر محمد کاریار، د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو د وزارت معاون او د وزیر محمد اکبر خان د جامع مسجد خطیب قاري الفت، او د امان الله خان د حکومت مشهور ولسي قوماندان کریم خان د همدې سیمې اوسیدونکي دي.
۳- د سید آباد حوزه:
دا سیمه د تنګی له دوراهي د حیدر خیلو تر کلي د سرک په استقامت اوږده غزیدلي، د دې درې ځمکې د شنیز د سیند له چینو خړوبیږي، د ولسوالۍ مرکز او د سیدآباد بازار په همدې سیمه کې پروت دی. د دې درې مهم کلي د سیسۍ، سیا چوب، کډلک، شاطر، پاینده خیل، عرب خیل، امان خیل او تاج بیکي څخه عبارت دي
د شیرازي بابا مشهور زیارت هم په همدې سیمه کې پروت دی.
۴- د اونخي دره:
دا سیمه د سید آباد د ولسوالۍ د مرکز څخه لویدیځ لورته د ګربت د غرونو تر لمنو د تقریباٌ (۲۰) کیلو مترو په اوږدو پرته ده، ، دا سیمه د دې ولسوالۍ ترټولو لوړه سیمه ده چې ژمي پکښې ډیره واوره اوریږي. دا سیمه د کرني ډیرې کمې ځمکې لري چې د چینو په اوبو خړوبیږي، په همدې لږو ځمکو کې غنم، جوار، اوربشې، شرشم، باقلي کرل کیږي. دا دره بیا په دریو درو ویشل شوي: د حسن بیک، بادام او چینار درې. له دې درو څخه د چک ولسوالۍ ته د غاښو يه واسطه د موټو او پلې لارې اوښتي د دې درې مهم کلې د حکیم خیل، حسن بیک، فرونګ، یاویز، بړګي، جوګی خیل، باریک آب، ژنګوره، موسی خیل، الم خیل، ګدایې، هوسی خیل، بانډه، محبت خیل، بادام او چینار....... څخه عبارت دي. د معارف اوسنی وزیر داکتر فاروق او د جهاد عمومي قوماندان شهید انجنیر متین (۱۳۵۹) د همدې سیمې اوسیدونکي دي.
۶-۵: د شنیز بره او کوزه دره:
د شنیز لویه او اوږده دره چې د سید آباد له مرکز څخه بیا د غزني تر پولو د سرک په استقامت تقریبا د (۳۰) کیلومترو په اوږده پرته ده چې په دوو حوزو ویشل شوي: کوزه او بره سیمه، د دې درې ځمکې هم د کاریزونو او چینو په اوبو خړوبیږي د دې درې مهم کلي حیدرخیل، لړم، حسن خیل. سالار، ملی خیل، سلطان خیل، باغک، پټان خیل، یوسف خیل سنډور، ډونډوکۍ، ولبدین، هفت آسیاب، لوړه، اوتړي، چاردهي، آبدره، مورو، جنګ جای، شش قلعي او ګیدړخیل، مست خیل..... دی. مرحوم رفیع الله (مؤذن) د حرکت انقلاب اسلامي رهبر (۲۰۰۴ وفات)، مرحوم ډګروال بسم الله خان د محاذ ملي قوماندان، محقق او څیړونکی حبیب الله رفیع، انجنیر محمد نعیم سلیمي، مرحوم نایب الحکومه عبدالله خان، مرحوم حاکم اعلی سعادت خان، مرحوم الحاج مفتش کلیم الله خان، استاد زرجان، د اطلاعات او کلتور اوسنی وزیرمحترم عبدالکریم خرم، ډاکتر عبدالولي وردګ، لیکوال زمرک عابد، د اوسنۍ ولایتي شوری غړی ډاکتر مخلص، مرحوم جګړن همیشه ګل د جمعیت قوماندان، او ډاکتر پروفیسور موسی وردګ..... او نور بی شمیره مشران د همدې سیمې اوسیدونکي دي. د شنیز روغتون چې اوس د غازی محمد جان خان په نوم شهرت لري په همدې سیمه کې فعال دی.همداشان د ګربت مشهور غر د د دې درې په لویدیځ کې ولاړ دی.
ښوونه او زده کړه:
د معارف د ریاست د ۱۳۸۸ کال د احصایی له مخې د سید آباد په ولسوالۍ کې:۱۱ لیسي، ۱۵ منځنۍ ښوونځۍ، ۳۰ لومړنې ښوونځۍ، ۱ دارالعلوم، ۱ مدرسه او یو دار المعلیمین فعال دي. د نجونو د تعلیم لړۍ د (۱۳۷۰) کال څخه د مدیر معراج الدین او ځینو نورو په هڅو پیل شوه، وروسته دا لړۍ ټولو کلیو او سیمو ته پراخه شوه، د کال (۱۳۸۵) تر پایه د دې ولسوالۍ (۶۰٪) نجونې ښوونځیو ته تللې، چې له دې نیټې وروسته د نا امنیو له امله دا سلسله ضعیفه او اوس ډیرۍ ښځینه ښوونځي تړل شوي خو د نجونو یوه لیسه د سید آباد په سیمه کې اوس هم فعاله ده.
د اوبو سرچينې
ددغه ولایت د اوبو سرچینې د هیواد د نورو سیمو په څیر د لوړو غرونو څخه د را روانو سیندونو څخه عبارت دي. پدې ولایت کې د هیواد د دریو لویو سیندونو اوبه بهیږي چې عبارت دي له:
۱- دهلمند سیند
دا سیند د بابا د غره د جنوبی لمنو، د لومړی حصی بهسودو له درو او د پغمان د غره له لویدیځو لمنو د رابهیدونکو اوبو څخه سرچینه اخلی، د بهسودو په دوهمه حصه کې هم د دواړو خواوو څخه د رابهیدونکو اوبو په واسطه پیاوړی کیږی، او پرته له دې چې دې سیمې ته ډیره ګټه ورسوی په ډیره بیړه د دای زنګي (پنجاب) سیمې ته داخیلیږي. دا سیند د وردګو په ولایت کې تقریباً د (۸۰) کیلو مترو په اوږدو بهیږی. د بریښنا د تولید او د ځمکو د خړوبولو لپاره په دې ولایت کې ښې وړتیاوي لري، کیدای شي په ډیره لږه بیه پرې د بریښنا لوی بندونه او فابریکې جوړې شي. او په زرګونه هکتاره ځمکه پرې خړوبه او د کرنې لپاره برابره شي.
۲- د کابل (جلریز) سیند
دا سیند هم د جلریز د ولسوالۍ د اونۍ له غاښي سرچینه اخلی، په لاره د سنګلاخ اوبه دا سیند پیاوړی کوي، د جلیز، د میدان مرکز، او د نرخ ځینې سیمې لکه د شهاب الدین دره خړوبوي، وروسته د للندر له درې د کابل ولایت چهلستون سیمې ته داخیلیږی.
۳- د لوګر (چک) سیند
د دې سیند لومړی شاخ د وردګو ولایت د بهسودو د دوهمې حصې د شرقي برخو لکه کجاب او دایمیردادو، دوهم شاخ یې د ناهور د سیاریګ له سیمو سرچینه اخلی، د دایمیرداد او جلګی له خړوب وروسته د چک ولسوالۍ څخه تیریږی د شیخ آباد په سیمه کې د سیدآباد د ولسوالۍ د مربوطاتو څخه د تنګي په دره د لوګر ولایت ته داخیلیږی. دا سیند د جلګې، چک، شیخ آباد او تنګي سیمو ځمکې خړوبوی، او د همدې سیند له برکته دا ټولې درې ښکلي باغونه، ښې زراعتي ځمکې او ښکلې هوا لري.
مهم لاسته راوړنې
اړيكتيايي سېسټم
کرهنه
جګړې وراړولي زيانونه
ماخذونه
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
سرچينې
۱- ملي هدف اونيزه
۲- وردګ كتاب
۳- بېنوا او ټول افغان وېبپاڼې
۴- اتمه مڼې ګل كتاب
باتدنۍ تړنې
link Wardak</nowiki>
www.Nasirwardak.webs.com
|
|||||||