ميا غلام محمد هندى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د نوميالي پادشاه اعليحضرت شاه زمان د واكمنۍ پر مهال انگليسانو د روحانيونو په جامه كې خپل څارگران ( جاسوسان ) افغانستان ته رالېږل ، چې د اسلام تر پردې لاندې به يې هم دسيسې جوړولې او هم به يې خپلو انگرېزي بادارانو ته پټ رپوټونه وركول . يو له دغو كسانو نه ميا غلام محمد هندى وو . په ۱۷۹۹ ز كال كې ميا غلام محمد هندى كندهار ته راغلى وو او د اسلام په جامه كې لكه د يوه روحاني په توگه په دغه ښار كې پټ اوسېده . دى د انگرېزانو پټ سړى وو ، چې غوښتل يې د يوې بلې دسيسې كار تر سره كړي . له ده سره نورو ملگرو كسانو لكه پاينده باركزي ، عظيم الكوزي ، رحيم عليزايي ، نورالله بابري ، اسلام پوپلزي ، حكمت سركاني ، سلطان نورزي ، خضر عليزي ، زمان پوپلزي ، جوانشير ارسلان ، جعفر جوان شير ، شريف قزلباش د ميا غلام محمد هندي په كور كې د شاه زمان د غورځولو دسيسه جوړه كړه . دغو افغانانو د هندوستان د خلكو د خلاصون ، د لوى افغانستان د تامين او د ايران دسيسو ته فكر ونه كړ او د يو فعال او نه ستړي كېدونكي پادشاه پر وړاندې راجگ شول . خو دغه دسيسه كوونكي افشاه او اعدام شول . د وزير فتح خان پلار سردار پاينده خان هم د همدغې دسيسه كوونكې ډلې غړى وو او له دوى سره يو ځاى اعدام شو . انگليس جان ملكم ، چې دا مهال په ايران كې ناست وو او د ايران د پادشاه سلاكار هم وو ، په خپلو ليكونو كې خوشالي وښوده ، چې افغاني قومي مشران ، د هغې دسيسې په اثر ، چې د ميا غلام محمد هندي په وسيله ترتيب شوې وه ، وژل شوي او اوس ټول مربوط خلك د شاه زمان پرضد راپاڅېدلي دي .

اخځونه

  • قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۸۳ ، ۳۸۶-۳۸۷ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .