Jump to content

مونجو دېړو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
موينجو دېړو
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۱۹۸۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
میراثونه
(ii) (en) ژباړل — (iii) (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د پېژندنې شمیره
138 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۲۷°۱۹′۴۵″شمال ۶۸°۰۸′۲۰″ختیځ / 27.329166666667°شمال 68.138888888889°ختيځ / 27.329166666667; 68.138888888889 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د موینجو دېړو لرغونی ښار

مونجو داړو د سېند سیمې یو لرغونی کولتوري منځی تېر شوی دی. دا سیمه له لاړکانه څخه شل کیلو متره لرې او د سکهر (سکر) څخه ۸۰ کیلو متره سوېل لودیځ اړخ ته پرته ده. موین جو دېړو د سېندي ژبې ویي دی چې د مړو غونډۍ مانا ورکوي. دا سیمه د سېند له یو بل مهم منځي هړپه څخه ۴۰۰ میلو په واټن کې پرته ده. دا ښکار د اټکل له مخې ۲۶۰۰ مخزېږد کې ودان شوې او په ۱۷۰۰ مخزېږد کال د نامالومو لاملونو له لامله وېجاړ شو. مگر ځیني لرغونپوهان پدې گروهه دي چې د سېند د سیند مخ-بدلون، سېل، بهرني یرغل یا زلزلې مهم لاملونه کېدای شي.

د مونجو دارو لرغونې ښار د برتانوي لرغونپوه سر جان مارشل لخوا په ۱۹۲۲ زېږد کال وموندل شو، او دده موټر تر نن ورځې پورې د موین جو دېړو موزیم ښکلا ده. مگر یو لړ پوهان پدې گروهه دي چې دا خبره ناسمه ده چې ددې لرغونی سمیې کندنې او موندنه د سر جان مارشل لخوا ترسره شوې. دوی وايي چې د هندي نیمې وچې له وېش نه مخکې هندي لرغونپوه آر کې بهنډر په ۱۹۱۱زېږد کال دا سیمه موندلې وه. د موین جو دېړو ساتندویه ټولنې رییس حاکم شاه بخاري وایي چې "د لومړی ځل لپاره آر کې بهنډر د بودیزم د سپېڅلي مقام په توگه دې تاریخي سیمې ته پام وکړ، چې له هغې څخه یوه لسیزه وروسته سر جان مارشل دلته راغی او ددې ځای کیندنې یې پیل کړی." [۳]

دا ښار په ډېر منظمه توگه ودان شوې وو، کوڅې یې پراخه او نېغې وی، او د باراني اوبو لپاره منظمه د وتو لاره وه. د اټکل له مخې تر ۳۵۰۰۰ پورې وگړي پکې اوسېدل. لرغونپوهانو په وینا دا ښار ۷ ځله وران او بیا ودان شوی، چې ددې وېجاړي وجه د سېند سیند سیلاوونه گڼل شوي. دا ښار د یونسکو لخوا په نړیوال کولتوري میراث کې شمېرل شوی.

سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرچينې تړی: http://whc.unesco.org/en/list/138.
  2. ذکر کېدنه: Archaeology & Language. Page(s): 183. Publisher: Pimlico. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۸.
  3. "جریدہ". Archived from the original on 2008-11-21. نه اخيستل شوی 2010-06-10. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)