مومیایي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مومیایي
دوتنه:London 220.JPG
د مصري سلطنتي کورنیو مومیایي تابوتونه. برېټانیا موزیم

مومیایي هغه جسد ته ویل کېږي چې پوستکی او غوښه یې په تصادفي یا عمدي توگه په کیمیاوي موادو، له حده زیاتې یخنۍ، ډېر ټیټ لنده بل یا د هوا په نه شتون کې سمه پاتې شوې وي.

مومیایي کول هغه تگلارې ته ویل کېږي چې په ترڅ کې یې د مړي له خېټې څخه ټول داخلي شیان خالي کېږي، او ورسره یې له سر څخه ماغزه هم راوېستل کېږي، بیا جسد په سوډیم کاربونېټ سملولو. او بیا یې په بنداژونو ټول جسد پېچلو. .[۱]

د مړو مومیایي کېدنه په لومړي ځل د مصریانو له خوا مروجه شوه چې دوي به د شاهي کورنۍ لوړپوړي غړي مومیایي کول او بیا به یې په مصري اهرامونو کې ښخول. ددې مومیایي شویو جسدونو پېښلیک له میلاد څخه هاخوا سلگونو کلونو ته رسېږي.

ورته ځیني مومیایي شوي جسدونه له افغانستان څخه په غیر فني توگه راویستل شوي ول چې د بهر ته د قاچاق په ډول د لېږدولو پر وخت پاکستاني گومرکي مامورینو په کوېټه او کراچۍ ښارونو کې ونیول. ددې مومیایي شويو جسدونو څخه یو یې د نا څرگندې شازۍ (شهزادگۍ) و چې له افغانستانه پاکستان ته قاچاق شوی و.

په تېرو څو کلونو کې څو سینمایي فېلمونه هم د مومیایي اجسادو په اړه جوړ شوي دي.

انځورونه

کورني تړن

سرچینې

  1. د ۱۳۸۹ل کال تر پایه د ایراني فرهنگېستان مصوبه اصطلاحات.

کينډۍ:References