ملي د لوړو زده کړو موسسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملي د لوړو زده کړو موسسه ملي د لوړو زده کړو موسسه په افغانستان کې له خصوصي ښوونیزو موسسو څخه گڼل کیږي چې په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته کړای شوې ده. دغې موسسې د ۱۳۹۱ کال په وږي کې د افغانستاند لوړو زده کړو له وزارته د خپل فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

د کار پیل

دغې موسسې خپل لومړنی کانکور د ۱۳۹۱ کال په تلې کې خپل لومړنی کانکور پر لار واچاوه او د حقوقو او سیاسي علومو، معالجوي طب پوهنځیو او د روغتیایي علومو د انسټیټیوټ له پاره یې ۱۸۷ تنه محصلین جذب کړل. دغې موسسې د کانکور دوهم دور د ۱۳۹۲ کال په وري میاشت کې پر لار واچاوه چې د هغه پر بنسټ ۴۰۸ تنو په پورته پوهنځیو کې د زده کړې له پاره لار ومونده.

تحصیلي رشتې

دغه موسسه په لاندې رشتو کې محصلین مني:

معالجوي طب

حقوق او سیاسي علوم

طبي انسټیټیوټ

طبي ټکنالوجۍ

ستوماتولوژي

عالي قابلگۍ

عالي نرسنگ

سرچینې


اړوند تړاوونه