ملا دادالله اخوند

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې

ملا دادالله اخوند (۱۹۶۶? – ۱۳ مې, ۲۰۰۷) يو طالب پوځي بولندوی (قومندان) و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د طالبانو پوځي بولندوی و.[1]


مخينه

داد الله د افغانستان په سويلي روزګان ولايت کې زېږيدلى. جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه.[2] ملا داد الله د وسله والو طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و چې په تېرو پینځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله . د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عمليانو کې وڼده درلوده . خو څرنګه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شوچې طالبانو وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر خلکو په وژنه هم تورن و. [3] د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لرله. ملافاضل اخوند د زرګونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو چې اوس ګوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندوزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي.[2]

سرچینې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې