ملاله يوسفزۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملاله یوسفزئی
(پښتو: ملاله یوسفزۍ)
(اردو: ملالہ یوسفزئی د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ملاله یوسفزئی انځور
د ملاله یوسفزئی انځور
د ملاله یوسفزئی انځور

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۹۹۷(1997-07-12) ‏(عمر: ۲۶ کاله)
مینگورا، خیبر پختونخوا، پاکستان
هيواد غړيتوب پاکستاني
نور نومونه گل مکئی
نسل پښتون
مذهب اسلام
مور او پلار ضیاءالدین یوسفزئی(پلار ) او تورپیکۍ (مور)
پلار ضياء الدين يوسفزی  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده د بشري حقوقو فعال[۱]
ليکوال[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳]
اوردو ژبه
پښتو  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پيژندنې لامل د ښځو مدني فعال، د انجینو زده کرو فعال
تحریک ماشومانو حقونه
د ښځو حقونه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
  • د سولي نوبل جایزه
  • د ساخارو جایزه
  • د سایمون د بیوویر جایزه
  • نریواله د سولۍ جایزه
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ملاله یوسفزۍ (زیږون ۱۲ جولای ۱۹۹۷)(په انگرېزي: Malālah Yūsafzay) چې په عامه توګه ورته ملاله هم ورته وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې پاکستانۍ فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده. همدارنګه هغې د سولې د نړیوالې جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې او دویمه پاکستاني وګړې ده چې دغه جایزه ترلاسه کوي. هغې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د هغې په اصلي ځای د پاکستان شمال لوېدیځ خیبر پښتونخواه ایالت په سوات دره کې د ښځو او ماشومانو د زده کړو د حقونو په دفاع پېژندل کېږي، هغه ځای چېرې چې د پاکستاني طالبانو تحریک هغه وخت نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې وې. له نوموړې ملاتړ په نړیوال خوځښت بدل شو چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر شاهد خااقان عباسي (Shahid Khaqan Abbasi) په وینا هغه د هېواد "ډېره پېژندل شوې څېره" ده.[۴][۵][۶][۷]

د تعلیمي چارو فعال ضیاالدین یوسفزي لور د پاکستان د خیبر پښتونخواه په مینګوره کې په یوه پښتنه کورنۍ کې زیږېدلې ده. د۰ ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې کله چې نوموړې ۱۱-۱۲ کلنه وه، په مستعار نوم یې بی بی سي اردو وبلاګ کې د خپل ژوندانه په اړه جزییات څرګندول په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په سوات کې واکمن ؤ. د همدې کال په دوبي کې خبریال ادم بي ایلیک (Adam B. Ellick) چې سیمې ته د پاکستاني پوځیانو په مرسته تللی ؤ د نوموړې د ژوند په اړه یې نیویارک تایمز ته مستند فلم جوړکړ. ملاله له چاپي رسنیو او تلویزیون سره له مرکو وروسته مشهوره شوه او د دیسمونډ توتو (Desmond Tutu) له خوا د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې لپاره نومانده شوه.[۸]

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په نهمه  کله چې ملاله یوسفزۍ د ازموینې له ترسره کولو وروسته  په بس کې سپره وه په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یو وسله وال په برید کې چې غوښتل یې نوموړې د هغې د فعالیتونو له امله ووژني، له دوه نورو نجونو سره وویشتله. بریدګر وتښتېد، ملاله په سر لګېدلې وه او د بېهوښۍ په حالت کې د راولپنډۍ  انستیتیوت د زړه څانګې ته یووړل شوه، د هغې د حالت له لږ ښه کېدو وروسته نوموړې د بریټانیا په بېرمنګهم ښار کې د ملکې الیزابت روغتون ته یووړل شوه. پر هغې برید له نوموړې څخه د نړیوال ملاتړلامل شو. دویچه ولی د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې په یوه راپور کې څرګنده کړه چې کېدای شي هغه "د نړۍ په تر ټولو مشهوره ځوانه څېره" بدله شي. د نوموړې د وژنې له هڅې څو اوونۍ وروسته د پاکستاني علماوو یوې ۵۰ کسیزې ډلې د هغو کسانو پر ضد فتوا ورکړه چې په نوموړې یې برید کړی ؤ. د پاکستاني طالبانو تحریک په نړیواله کچه د دولتونو، بشري حقونو د سازمانونو او فیمینېسټ ډلو له خوا په کلکه محکوم شو. د پاکستاني طالبانو تحریک چارواکو د دغه محکومیت پر ضد د یوسفزۍ په محکومولو ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې هوډ لري بیا ځلي پر هغې برید وکړي، ځکه دوی احساس کاوه چې دا یې دیني وجیبه ده. د دوی دغه څرګندونې د نړیوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ملالې یوسفزۍ له رغېدو وروسته، د زده کړو د حق په برخه کې یوه مخکښه فعاله شوه. په برمینګهم کې د اوسېدنې پر مهال، هغې له شیزه شاهد(Shiza Shahid) سره په ګډه د ملالې صندوق په نوم غیر انتفاعي سازمان جوړ کړ. په ۲۰۱۳ کال کې یې زه یم ملاله (I Am Malala) په نوم کتاب ولیکلو چې په نړیواله کچه ډېر پېرودل شوی کتاب دی. په ۲۰۱۲ کال کې نوموړې د پاکستان د ځوانانو د سولې ملي جایزه او په ۲۰۱۳ کال کې یې د سخاروف (Sakharov) جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۱۴ کال هغې له هندي کالیاش ستاریتی (Kailash Satyarthi) سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. هغه مهال نوموړې ۱۷ کلنه وه، له همدې امله د نوبل د سولې د جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې بلل کېږي. په ۲۰۱۵ کال کې، نوموړې د (He Named Me Malala) مستند فلم موضوع وه کوم چې د اوسکار جایزې ترلاسه کولو لپاره په نوملړ کې وو. د ټایمز مجلې د ۲۰۱۴،۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو په خپلو ګڼو کې هغه د نړۍ په کچه له اغیزمنو څېرو ښوولې وه. په ۲۰۱۷ کال کې هغې د کاناډا افتخاري تابعیت ترلاسه کړ او د کاناډا په پارلمان کې یې وینا وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ملالې یوسفزۍ له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ پورې منځنی زده کړې د انګلستان د بېرمنګهم ښار په (Edgbaston High School) کې بشپړې کړې. له دغه ځایه یې اکسفورډ پوهنتون ته بریالۍ شوه او د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې یې له درې کاله تحصیل وروسته د هنر لیسانس ترلاسه کړ. د همدغه پوهنتون په (Lady Margaret Hall) کالج کې یې د ماسترې په کچه زده کړې وکړې. هغه په ۲۰۲۰ کال کې فارغه شوه.[۲۱][۲۲]

ماشومتوب

ملالې یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲ مه د پاکستان د شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخواه په سوات دره کې په یوه منځنۍ کچې کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه د ضیاالدین یوسفزي او تور پېکۍ یوسفزۍ لور ده، کورنۍ یې سنۍ مسلمانه او په خټه پښتنه ده چې یوسفزي قبیلې ته اړوندېږي. کورنۍ یې د هغې د زیږون پر مهال په روغتون کې د زیږون لپاره کافي پیسې نه لرلې. له همدې امله په خپل کور کې د ګاونډیو ښځو په مرسته زېږېدلې. هغوی پر خپلې ماشومې لومړنۍ نوم، د میوند د ملالۍ له نوم څخه په اخځ چې د افغانستان په سویل کې پښتنه شاعره او جنګیالۍ وه، ملاله کېښود ( د "غم ځپلې" په معنی). هغه په مینګوره کې په خپل کور کې، له خپلو دوه مشرانو وروڼو خوشحال او اتل، خپل مور او پلار ضیاالدین او تورپېکۍ او دوه چرګو سره اوسېده.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ملالې یوسفزۍ چې په پښتو، اردو او انګلیسي ژبو پوهېږي، تر ډېره د خپل پلار له خوا روزل شوې. ضیا الدین یوسفزی شاعر، د ښوونځي لرونکی، د زده کړو په برخه کې فعال، چې د خوشحال خصوصي ښوونځي په نوم یې  د خصوصي ښوونځیو یوه ټولګه اداره کوله. نوموړې یو مهال د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي وو چې غوښتل یې ډاکټره شي، خو پلار یې وهڅوله چې سیاستواله هم شي. ضیاالدین خپله لور ځانګړې بلله اجازه یې ورکوله هغه مهال چې دواړه وروڼه یې ویده شي له ده سره د شپې کیني او د سیاست په اړه خبرې وکړي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح او د دوه ځلي ټاکل شوې لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو څخه اغېزمن شوې ملالې یوسفزۍ د زده کړو د حقونو په اړه  د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په لومړیو کې هغه مهال چې نوموړې د پلار له خوا د پېښور سیمه ییزپریس کلپ ته بېول شوې وه خبرې وکړې. “طالبان څه ډول جرائت کوي چې د زده کړو په برخه کې زما اساسي حق له ما واخلي؟“ د نوموړې دغه خبره په سیمه ییزه کچه د ورځپاڼو او ټلویزیونونو له خوا خپره شوه. په ۲۰۰۹ کال کې هغې په کار زده کړه پیل وکړ او د پاکستاني ځوانانو لپاره یې د پرانیستي فکر پروګرام (Open Minds Pakistan youth programme ) له لارې یې د سولې او جګړې انستیتیوت راپور ورکولو په برخه کې په کار پیل وکړ، هغه چې د سیمې په ښوونځیو کې یې زده کوونکو ته د ټولنیزو مسایلو په اړه د خبریالۍ، عامه بحث او دیالوګ له مخې د جوړونکو بحثونو زمینه برابروله.[۳۳][۳۴]

د نوبل د سولې جایزه

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۰ مه، ملالې یوسفزۍ د ماشومانو او ځوانانو د ځپلو پر وړاندې د مبارزې او د ټولو ماشومانو لپاره د زده کړو د حق غوښتلو له امله  د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۱۷ کلنۍ کې د دغې جایزې په ترلاسه کولو، د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې وپېژندل شوه. یوسفزۍ خپله جایزه د ماشومانو د حقونو په برخه کې له هندي فعالې کالیش ستاریتي(Kailash Satyarthi) سره شریکه کړه. په ۱۹۷۹ کال کې د عبد السلام له خوا د فزیک په برخه کې د نوبل له جایزې ګټلو وروسته دویمه پاکستانۍ وګړې ده چې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کوي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

  1. http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-23241937
  2. http://www.telegraph.co.uk/promotions/11144418/i-am-malala.html
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16723762t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. Adam B. Ellick (2009). Class Dismissed. The New York Times (documentary). مؤرشف من الأصل في 11 اکتوبر 2012. د لاسرسي‌نېټه 11 اکتوبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 10 October 2014 باندې). Malala Yousafzai Becomes Youngest-Ever Nobel Prize Winner.
  6. (په 28 March 2018 باندې). Nobel winner Malala in tears on emotional return to Pakistan. Reuter's
  7. امنسټي انټرنېشنل پر ملاله یوسفزۍ برید وغانده. BBC Pashto. 18 اکتوبر 2012. مؤرشف من الأصل في 25 نومبر 2012. د لاسرسي‌نېټه 11 اکتوبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 10 December 2014 باندې). Following in Benazir's footsteps, Malala aspires to become PM of Pakistan. The Express Tribune.
  9. Schifrin, Nick (په 7 October 2013 باندې). The 72 Hours That Saved Malala: Doctors Reveal for the First Time How Close She Came to Death. Good Morning America. Yahoo! News
  10. Kyle McKinnon (په 18 January 2013 باندې). Will Malala's Influence Stretch to Europe?. Deutsche Welle
  11. (په 12 October 2012 باندې). Malala Yousafzai: 'fatwa' issued against gunmen. The Guardian.
  12. (په 17 July 2013 باندې). (Pakistani)Tehrik-i-Taliban Pakistan's letter to Malala Yousafzai: this is why we tried to kill you. The Guardian.
  13. (په 12 April 2014 باندې). $7 million from Malala Fund for education project in remote areas. DAWN.COM
  14. . Best Sellers – November 3, 2013 – The New York Times.
  15. . Malala Yousafzai made an honorary Canadian citizen.
  16. (په 15 October 2013 باندې). Malala Yousafzai Receiving Honorary Canadian Citizenship Wednesday. The Huffington Post.
  17. "Nobel Laureates by Age". nobelprize.org. 20 October 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 10 October 2014 باندې). Malala Yousafzai becomes youngest-ever Nobel Prize winner.
  19. "The Nobel Peace Prize for 2014" (Press release). Oslo: Nobel Media AB. 10 October 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 12 April 2017 باندې). Malala Yousafzai awarded honorary Canadian citizenship. Dawn.
  21. (په 19 March 2013 باندې). Malala Yousafzai attends first day at Edgbaston High School in Birmingham. BBC News
  22. (په 19 June 2020 باندې). Malala Yousafzai full of 'joy and gratitude' after graduating from Oxford.
  23. Rowell, Rebecca (1 September 2014). Malala Yousafzai: Education Activist. ABDO. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61783-897-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 6 November 2015 باندې). Malala Yousafzai: Her father's daughter. BBC News
  25. Saleem Ali (په 14 October 2012 باندې). Malala and Sharbat Gula: Pashtun Icons of Hope. National Geographic.
  26. Throp, Claire (2015). Malala Yousafzai. Heinemann Raintree. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4846-2469-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 19 January 2009 باندې). Diary of a Pakistani schoolgirl. BBC News
  28. (په 16 January 2012 باندې). Bacha Khan's philosophy of non-violence and Benazir Bhutto's charisma inspires Malala. The Express Tribune.
  29. . Malala for free schools: Why does the media hide the fact that she's for educational choice — as are so many developing nations?. The Spectator.
  30. Coulson, Andrew J. "Why Malala Didn't Go to Public School". Cato Institute. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Owais Tohid (په 11 October 2012 باندې). My conversations with Malala Yousafzai, the girl who stood up to the Taliban.
  32. Adam B. Ellick (په 9 October 2012 باندې). My 'Small Video Star' Fights for Her Life.
  33. Westhead, Rick (په 26 October 2009 باندې). Brave defiance in Pakistan's Swat Valley. Toronto Star.
  34. "Young Journalist Inspires Fellow Students". Institute for War and Peace Reporting. 5 دسمبر 2009. د اصلي آرشيف څخه پر 10 جولای 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 جولای 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "The Nobel Peace Prize for 2014" (Press release). Oslo: Nobel Media AB. 10 October 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 10 October 2014 باندې). A Look at the Top 10 Youngest Nobel Laureates. Yahoo!-ABC News Network
  37. (په 10 October 2014 باندې). Nobel Peace Prize for Malala Yousafzai and Kailash Satyarthi.
  38. "Le prix Nobel de la paix attribué à Malala Yousafzai et Kailash Satyarthi" (in fr). Ijsberg Magazine. 10 October 2014. Archived from the original on 17 October 2014. https://web.archive.org/web/20141017114434/https://ijsbergmagazine.com/breves/8587-prix-nobel-paix-attribue-malala-yousafzai-kailash-satyarthi/. Retrieved 10 October 2014. 
  39. (په 10 October 2014 باندې). Malala Yousafzai becomes youngest-ever Nobel Prize winner.