مقبول فدا حسین

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
مقبول فدا حسین

مقبول فدا حسین د هند يو نامتو انځورګر او د هند په پیکاسو مشهور و.[1]

مقبول فدا حسین چې په ایم ایف حسین مشهور و، په خپل هنري ژوند کې ګڼې جایزې ګټلي او د خپلو اثارو د خرڅلاو له درکه یې په ملیونونو ډالره ګټلي وو. دی په عین حال کې د هند ښايي تر ټولو جنجالي انځورګر هم و. په ځلونود خپلو رسامیو خاطر په محکمه کې دوسیې ورته جوړې شوي او محکمې برات ورکړی. د ده لوري د هندوانو د لوڅو الهو د انځورونو کښلو د هندویزم پیروان سخت پارولي وو. د هندي مذهب پیروانو پر فداحسین تور لګولی چې چټیات انځوروي.

دی په ۲۰۰۶ ع کال له هنده قطر ته لاړ او په ۲۰۱۰ کې یې د قطر تابعیت ترلاسه کړ.[2]

ده په خپل ژوند کې د بالیووډ لپاره هم دوه فلمونه جوړ کړي خو دواړه یې ناکامه شول.

فدا حسین له څو کاله جلاوطنۍ وروسته د لندن په یوه روغتون کې د ۹۵ کلنۍ په عمر ومړ.[3]

[سمول] سرچينې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې