معیاري ژبه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ترڅوچې ژبه يوازې د خبرواترو له لارې د وګړو تر منځ د معلوماتو د تبادلې وسيله وي، دهرې سيمې، لا د هرکلي، وګړي کولای شي چې ځينې ژبنۍ ځانګړتياوې ولري. خو کله چې ژبه د يوه هيواد ، يا د يوې پراخې جغرافيايي ساحې په سطحه، د فرهنګي هستونو د منځ ته راوړلو او خپرولو وسيله شي نو بيا دې ته اړتيا پيدا کېږي چې ژبه د امکان تر حده، په خپله محوطه کې، د ژبنيو قانونو په چوکاټ کې سره يوه شي يانې چې د ژبې هر ويونکی، په هر ځای کې چې وي، د يو راز ژبدودي او املايي اصولو پر بنسټ ليکل وکړي. تر څو چې په يوه ژبه کې دغه يو والی را پيدا نه شي، نو هغه ژبه که هرڅومره غني فرهنګ هم ولري، د نړۍ د ولسونو په کچه فرهنګي ژبه نه شي ګڼل کېدای.

پښتو هم له دغه قانونه ځان نه شي خلاصولای. د تاريخ په اوږدو کې چې هرکله سياسي او ټولنيزو شرايطو دا غوښتنه کړې چې پښتانه سره يو شي، د يو ډول معياري ژبې د ايجاد د پاره هلې ځلې شوې دي. نېژدې څلورنيم سوه کاله پخوا پير روښان هڅه وکړه چې د پښتنو د پاره يو معياري ليکدود ايجاد کړي خو د هغه په وړاندې بيا اخون دروېزه، او د پير بابا نورو پيروانو، د سياسي مخالفت تر څنګه د ژبې او ادب په ډګر کې هم بله لار و نيوله او د پښتو د املايي يو والي مخې ته خنډ شول. خوشال خان خټک هم پښتو املايي اړخ ته پام وکړ او د ”زنځيرۍ“ په نامه اثر يې دې موضوع ته وقف کړ خو د هغه هڅې هم د هغه په کورنۍ پورې محدودې پاتې شوې. د غازي امان الله د پاچاهۍ په دوران کې د پښتو ژبې د پراختيا او ځواکمنتيا د پاره ”مرکه د پښتو“ جوړه شوه چې د پښتو ليکلو په لار کې يې څه کار وکړ خو دغه ريفورم هم د هغه مترقي ټولواک د نورو اصلاحاتو په څېر د پرمختګ د ښمنانو او د افغانستان غليمانو د خاورو سره خاورې کړ. د روانې هجري پېړۍ په شلمو کلونو کې د پښتو د معياري کېدلو د پاره بيا هڅې پيل شوې او د امکاناتو د نشتوالي سره سره په دې لار کې د قدر وړ ګامونه واخيستل شول. د پاکستان د جوړېدلو سره سم يو وار بيا د پښتو د معياري کېدو په وړاندې د مقاومت لړۍ پيل شوه، پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې د کرښې اخوا پښتو ليکدود د اردو ليکدود تابع کړي. که څه هم دغه پروژه بريالۍ نه شوه خو بيا هم په کوزه او بره پښتونخوا کې دوه نسبتاَ نا متجانس ليکدودنه چلېدل او ښکېنيو ليکوالو د پښتو د معياري کېدو چندان خيال و نه ساته. د پښتو ټولنې تر چتر لاندې پښتنو منورينو څو وارې د پښتو د املايي يو والي په موخه سره غونډې وکړې خو چندان نتيجه يې تر ګوتو نه کړه. په وروستي ځل، کله چې په افغانستان کې د جنګونو له امله افغان ليکوال له دولتي چوکاټه ووتل او د مهاجرت په شرايطو کې يې د کوزې پښتونخوا د ليکوالو سره له نېژدې، مخامخ اړيکې پيدا کړې نو يو ځل بيا د پښتو د معياري کېدو هڅې را ژوندۍ شوې. د کمپيوټر پرمختګ هم د پښتو د املايي يو والي په لار کې ډېر مثبت نقش ولوباوه. د افغانستان د جنګ په وروستيو کلونو کې دا هيله پيدا شوه چې دا ځل به د پښتو د معياري کېدلو هلې ځلې بريالۍ وي

له بده مرغه په دې وروستيو څو کلونو کې د ځينو تنګ نظريو په وجه بيا دا خطر را پيدا شوی دی چې د معياري کېدلو دغه بهير به يو وار بيا هم ټکنی شي. دا ځل ګواښ د پښتو د دښمنانو له لوري نه دی، د پښتو د مينه والو له لوري دی. د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ليکوال او فرهنګيان د معياري پښتو د ليکلو هڅې کوي خو ځينې کسانو د دغه تاريخي خوزښت په وړاندې د مقاومت جنډې را پورته کړې دي. پښتانه وايي د چونګښو من نه جوړېږي. زمونږ په هېواد کې هم د مرکزيت نه د تېښتې احساس تر دې حده قوي دی چې هماغه خوله چې نور د تجزيه طلبۍ په تور تکفيروي، په خپله بيا د لويې پکتيا، لوی ننګرهار او لوی کندهار په نامه په کور کې کورګي جوړوي.

هماغه خلک چې له نورو سره د پښتو د دفاع په نامه هر ډول جنجال ته تياردي ، بې له کومې ترهې بيا د سيمه ايزو تمايلاتو د پاللو د پاره د پښتو ژبې د معياري کېدو له بهير سره داسې وران دي چې خدای دې ترې ساته. له معياره د تېښتې له پاره درې علتونه شته:

  • لومړی دا چې څوک د ژبې د معياري کېدلو په اهميت نه پوهېږي؛
  • دوهم دا چې که د معيار په اهميت پوه هم شي، پر ځان يې دومره خواري نه لورېږي چې معياري اصول زده کړي او ځان پرې عيار کړي؛
  • دريم دا چې سړی د ځينو سياسي او ايډيالوژيکي ملحوظاتو پر بنسټ يا خو معيار ته د سره غاړه نه ږدي او يا يې تر هغو نه مني چې په خپله يې د اداره کولو ځواک نه وي موندلی.

اوس نو که څوک غواړي چې پښتو په واقعي مانا يوه فرهنګي ژبه شي، که څوک غواړي چې نړۍوال او د هېواد نور وګړي پښتو زده کړي، که څوک غواړي چې د پښتنو ادب او فرهنګ نړۍ والو ته ورسوي دا به ضرور مني چې په سر کې بايد پښتو معياري ژبه شي. هغه څوک چې د معيار په اهميت نه پوهېږي هغوی ته بايد په دې اړه مالومات ورکړي ، هغه څوک چې د فکري لټۍ له امله په ځان خواري نه مني هغوی بايد تشويق کړي او هغه کسان چې کستن خنډونه جوړوي د هغوی سره بايد مجادله وکړي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې بايد فرهنګيان د خپلې ژبې د راتلونکې په هکله فکروکړي او هر څوک د خپل ځان سره فيصله وکړي چې ژبه يې تر کومه حده فرهنګي شي. که چېرې فيصله په دې شوه چې زمونږ ژبه بايد فرهنګي راتلونکې ولري نو بيا د ژبې له معياري کېدو رغېدن نه شته. که پکتياوال د ”شپون“ پرځای ”شپين“ وليکي، که لوګری د ”چې“ پر ځای ”څې“ و ليکي، که ننګرهاری د ”لمر“ پر ځای ”نور“ وليکي، که پېښوری د ”څښتن“ پر ځای ”سختن“ و ليکي يا کندهاری د ”شوم“ پر ځای ”سوم“ وليکي په دې کار به يې د پکتيا، لوګر، ننګرهار، پېښور يا کندهار وګړو ته څومره ګټه رسولې وي او د پښتو معياري کېدلو ته به يې څومره تاوان رسولی وي؟

هر څوک چې قلم پورته کوي او غواړي چې په پښتو ژبه ليکل وکړي، تر هر څه لومړی بايد دې پوښتنې ته ځواب ووايي چې دا کار يې تر کومه ځايه د ژبې او ولس په ګټه دی؟ بيا چې هر څه کوي اختيار يې خپل دی