مسعود سرلوڅ مرادزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر مسعود سرلوڅ مرادزی (زوکړه ۱۳۲۸ لېږديز لمريز کال د ننگرهار ولايت، کامه) يو افغان پښتو ژبی سياستوال، سياسي نقاد، څېړونکی، ليکوال او د طب ډاکټر دی.

مخينه

مسعود سرلوڅ مرادزی د محمد رسول زوی، د سيدعلي لمسی، د سيد مرتضی کړوسی او د مرادعلي کودی دی. هغه په ۱۳۲۸ ل کال کې د ننگرهار ولايت د کامې د سمسورې ولسوالۍ، چې د افغانستان يو شمېر نامتو ليکوال، شاعران او سياستوال ترې راوتلي، د فقير سيب ورثه نومي ځای کې زېږېدلی دی.

زده کړې

سرلوڅ مرادزي خپلې زده کړې تر بکلوريا پورې د مرادعلي (رح) په لوړ ښوونځي (لېسه) کې بشپړې کړې دي. په ۱۳۴۸ ل کال د ننگرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل او په ۱۳۵۵ ل کال کې ټولنې ته د طب د ډاکټر په توگه راووت. د لېسې د زده کړو پر مهال يې پښتو ژبدود د خپل کورني مشر استاد مولوي شېرگل يوسفزي څخه ولوست. په ۱۳۶۲ ل کال کې يې ټولنيزې او فلسفي زده کړې په المان هېوادکې پای ته ورسولې.

دندې

نوموړي لومړی د ميدان وردگو ولايت د محمد جان خان روغتون کې د امر په توگه دنده ترسره کړه. په طبابت کې د يو مهال کار څخه وروسته ېې بيا په گڼو سياسي او ټولنيزو چارو کې ونډه واخيسته او په ۱۳۶۶ـ ۱۳۶۷ ل کلونو کې يې په چکوسلواکيا هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي سکرټر په توگه دنده ترسره کړې ده. په ۱۳۷۵ ل کال په کابل کې د تنظيمي جگړو له کبله اړ شو چې له خپل هېواد افغانستان څخه ووځي او سويډن ته کډه وکړي. اوسمهال د سوېډن په پلازمېنه سټاکهولم کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای اوسي. هغه واده کړی، درې لوڼې او دوه زامن لري.

سياسي دريځ

ښاغلی سرلوڅ مرادزی پخوانی کيڼ اړخی پرچم ډلې پلوی وو. وروسته له هغه د ډاکتر نجیب الله د وطن گوند په ډله کې، چې پخوانی نوم يې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند وو، غړی پاتې شو. اوسمهال د سويډن په ستاکهولم کې د لیکنو له لارې خپل سیاسي فعالیت پرمخ وړي.

په انټرنټ پاڼو کې ېې خپرې شوې ليکنې

مسعود سرلوڅ مرادزی د ورځنيو تودو سياسي حالاتو په باب نقدونه، تبصرې او شننې په بېلابېلو افغاني انټرنټي رسنيو کې خپروي. نوموړی د ليکوالۍ په برخه کې د خپلې مېرمنې له خوا هڅول شوی، خو بې له دې هم د ليکوالۍ ځانگړی استعداد ورسره مل دی. د مرادزي دا لاندې کتابونه د انټرنېټ پر مخ خپاره شوي چې نږدې راتلونکې کې به د چاپ په گاڼه وپسولل شي:


  • مختاړې ـ روستاړي او ځیني تړښتې وییونه.
  • د ځایونو نومېښود.
  • پښتو ستاینومونه او د هغو جوړښتلارې.
  • د بلې سیارې خلک.
  • ماشوم نومېښود.
  • شعر وزمه خیالونه.
  • ننگونې او ملي دریځونه (د لیکنو او مقالو لومړۍ ټولگه).
  • ننگونې او ملي دریځونه (د لیکنو او مقالو دویمه ټولگه).
  • پښتو کړنومونه او د هغو ځانگړتیاوې.

سرچينې

http://afghan-german.com/pd/Maqalat_Tahlilha/start.htm Archived 2011-03-22 at the Wayback Machine.