مستوره شال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مستوره شال (۱۳۰۹ ل. - د وږي ۹ مه، ۱۳۷۷ ل.) (په انگرېزي: Mastura Shal) يوه افغانه ليکواله شاعره او د افغان نندارې له لومړنيو لوبگرانو څخه وه.

مخينه

مېرمن مستوره شال د سيد عبدالرزاق پاچا (مشهور په شال پاچا) لور وه. پلرنی ټاټوبی يې د کونړ د اسمار ولسوالۍ د شال کلی دی.

زده کړې

په شپږ کلنۍ کې يې ليک لوست پيل کړی او د هماغه وخت دودې زده کړې يې زده کړي.

چاپ شوي آثار

  1. پړونی - د پښتو شعرونو ټولگه [۱]


سرچينې

  1. پښتانه ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر - ۱۰۵۳ مخ