مريم گلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Salvia officinalis
مريم گلي
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ نعناعیانو (Lamiaceae)
جېنس سلوي (Salvia)

مريم گلي (په لاتين: Salvia officinalis) د نعناعیانو څخه د څو كلنه یو درملي بوټي دي چې په اروپا او آسيا کې شنه کېږي. نوموړي درملي بوټي په طب کې کارېږي او خواړو ته د مسالې په توگه هم ورکول کېږي.

تاريخ[سمول]

مريم گلي په لرغوني مصر او روم کې ۲۰۰۰ کاله مخکې د علاج لپاره کار شوي وو. دغه بوټي په ۹ پېړی کې په اروپا کې په جنوبو سیمو کې پراخ شو. نوموړي بوټي په ځانگړي ډول د قومو خلکو په روغتيا کې کارېده او قومو غوښو خواړو ته پر ځای دڼيا هم زیاتېده. په اوس وخت کې اسپانیا او بلغاریا د دي بوټي تر ټولو لوي کرل کوونکي او صادرکوونکي هېوادونه دي.

توصيف[سمول]

مريم گلي یا روغتيايي سلوي د نعناعیانو په کورني او د سلوي په جنس پورې اړه لري یو قوي بوی لرونکي پوټي دي چی د لمریزو ځایونو سره میننه لري. نوموړي بوټي یوازې په مځکه کی چی د کلسیم محتوي لري، کرل کېدلای شی. د ساقې اوږدوالي یی ۳۰ - ۷۰ سانتیمتره وي، گلونه یی بانجڼي رنگ لري او گل ا‌ذین یی د ۴ گلونو څخه تر ۱۰ گلونو پورې لري او د مې څخه تر جولاي پړوې گل کوي. مريم گلي یو شمېر طبيعي توکې لکه اسانسونه Thujon, کافور، اوکالیپتول، salviol، borneol، ټانينونه ساپونينونه هورمونونه، ژاولې، د نيکوتين اميډ او د B ویټامینونه لري. [۱] د دي پوټي رنځونو څخه Erysiphe salviae او Puccinia salviae [۲] تر ټولو مشهور دي او د حشرو څخه Eupteryx atropunctata [۳] او سپږۍ تر ټولو خطرناک دښمن دي.

مريم گلي په روغتيا کې[سمول]

مریم گلي د تنفسي، پوستکى رنځونو او نس خوږو د علاج لپاره کارېږي خو د ویروسونو، بکټريانو او التهابونو (گزکونو) پر ضد هم آغېزه لري. د ډکټرانو په نظر دغه بوټي د الزايمر د ناروغی د علاج لپاره هم کارېدلای شی. [۴]

مریم گلي په سینگار کی[سمول]

مريم گلي د انسانانو پر پوستکی باندي ښه آغېزه لري او د دي لپاره حمام ته زياتېږي. دغه بوټي د سر پخو او آکنو پر ضد هم کارېدلای شی. د مريم گلي په خوله کی التهاب علاج کوي او بد بو هم کم کوي. [۵]

سرچینې[سمول]

  1. http://tilia.zf.mendelu.cz/ustavy/553/lakr/_private/data/SALVIA%20OFFICINALIS.htm[مړه لينکونه]
  2. http://www.insectimages.org/browse/detail.cfm?imgnum=5389689
  3. http://www.britishbugs.org.uk/homoptera/Cicadellidae/Eupteryx_atropunctata.html
  4. https://cs.wikipedia.org/wiki/%C5%A0alv%C4%9Bj_l%C3%A9ka%C5%99sk%C3%A1
  5. https://cs.wikipedia.org/wiki/%C5%A0alv%C4%9Bj_l%C3%A9ka%C5%99sk%C3%A1