محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی

محمد يوسف خدمتگار مزدورزوی د کنړونو ښکلی ولايت د نرنگ د سيمی لمټک کلي کې د ١٣٣٤ کال د مرغومی په ١١ نيټه چې د ١٩٥٥ زېږيز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې سره سمون خوري، زېږېدلی دی. دی د محمد سيفور زوی دی او د پلارني ټبر لخوا د مزدور خان او د مورني ټبر لخوا د کيجانخان لمسی دی. مزدور خان او کيجانخان دواړه سره وروڼه او د محمد افضل خان ځامن او د محمد اکرام خان د ځوی عمر خان لمسيان وه.

زده کړې

لومړنۍ او دوهمۍ زده کړې يې د کنړ د نرنگ په لېسه کې پای ته رسولي او د لوړو زده کړو لپاره د افغانستان جمهوريت د پوليسو اکاډمی کې ومنل شو او د له همدغه اکاډمۍ نه يې د لېسانس بری ليک ترلاسه کړ. بيا تر دې وروسته يې په ١٣٥٨ اؤ ١٣٥٩ لمريز کلونو کې د افغانستان د خلکو د موکراتيک د ټولنيزو او سياسي پوهنو انسټېټيوټ په بری سره پای ته ورساوه. په ١٣٦٢ اؤ ١٣٦٣ کلونو کی ئي د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د څارندوی اکاډمی د کميسارانو مسلکي پوهنځی د دوهم ځل لپاره د علمي او مسلکي پوهې د لوړولو په غرض لوستلی دی.

کورسونه

په ١٣٥٦ کال کې د ملگرو ملتونو د سازمان UNDCP له خوا په کابل کې د مخدوره توکو د کشف او څارنې ميتوديکي کارپوهنيز کورس او په همدې توگه د ماسکو په ښار کې د جنائي جرمونو د کشف اؤ عامه امن او نظم د ټينگښت عالي کورس په برياليتوب سره سر ته رسولی او د ملگرو ملتونو له جوړو شويو درې بېلابېلو ورکشاپونو او پوهنيزو سيمينارونو کې ئي گډون کړی دی.

دولتی دندی

دهلمند ولايت دامنی قوماندانی د مخدور موادو د کنترول د شغبی غړی مرستيال اؤ مدير - د نيمروز ولايت د څارندوی قوماندان - د ننگرهار ولايت د څارندوی د سياسی چاروامر - د افغانستان دموکراتيک جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د کشف رئيس - د افغانستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د مخدوره مواد اؤ قاچاقو دکنترول رئيس ٠

چاپ شوي اثار

د نوموړی ډير شعرونه ادبی ټوټی علمی اؤ ټولنيزی مقالی د ننگرهار په ورځپانه د څارندوی په مجله اؤ د هېواد په نورو ورځپانو کی چاپ خود وخت د سياستونو سره د نه ورتوالی له کبله په ځانگړی ډول ندی چاپ شوی . دا دی دنومړی ځل لپاره ( هيلی هاندونه اؤ ارمانونه ) چی د نوموړی د ژوند قيصه د حال په ژبه بيانوی گرانو لوستونکو ته ته وړاندی اؤ په نيږدی راتلونکی کی زما قيصه په عنوان لنډی قيصی چاب اؤ گرانو وطنوالو ته وړاندی شی .

  1. هيلې هاندونه او ارمانونه - چاپکال ۱۳۷۹ ل
  2. هيلې يادونه او منزلونه - چاپکال ۱۳۸۰ ل
  3. پرهرونه تصويرونه - چاپکال ۱۳۸۳ ل
  4. د زمانې غږ د خلکو غږ - چاپکال ۱۳۸۵

باندنۍ تړنې