محمد هاشم زماني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد هاشم زماني

محمد هاشم زماني (انگرېزي: Muhammad Hashem Zamani) (زوکړه ١٣٠٧ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۸۴ لمريز لېږدي = ۱۹۲۸ زېږدي - ۲۰۰۵ ز کال) يو افغان پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو.

مخينه

محمد هاشم زماني پر ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ زېږدي) کال د کونړ ولايت په لمټک کلي کې د خپلواکۍ د چترال د جبهې د سوبمن غازي مير زمان خان په کور کې زيږيدلی وو.

زده کړې

محمد هاشم زماني خپلې لومړنۍ زده کړې په جومات او کور کلي کې د وخت له علماوو څخه وکړې، او ۱۶ کلن وو چې له خپلې کورنۍ سره، چې شمير يې تر ۱۰۰ کسانو زيات وو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د رژيم له خوا د نورو ډېرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، د يوه نامعلومه برخليک په انتظار د دهمزنگ زندان ته واستول شو.

نوي زلمي محمد هاشم د خپلې ځوانۍ ۱۳ کاله د دهمزنگ زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ له غړيو سره تير کړل. په دهمزنگ زندان کې يې له يو گڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، ناظر- صفر، فرقه مشر غلام نبي خان (مشهور په چپه شاخ)، او نورو سره وپېژندل.

محمد هاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هېواد د لوی مشروطه غوښتونکي، دينی عالم، ملي او سياسي شخصيت بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخېل په شان علمي شخصيتونو د شاگردۍ او هم صحبتۍ وياړونه ور په برخه شول.

ښاغلي زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړې تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرگ شاهد وو. دوی خپل لومړني اشعار هم په زندان کې ليکلي او د زنداني احساس په ټولگه کې يي راټول کړي دي.

محمد هاشم زماني له خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته تبعيد او په ١٣٤٣ لمريز کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پوری د ٨ کلونو لپاره هلته د تبعيد ژوند تېر کړ.

ادبي ژوند

د خدای بښلي زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د هېواد په ډېری ورځپاڼو، مجلو او مهالنيو خپرونو لکه انيس، هېواد، اصلاح، وړانگه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شوي دي.

دندې

زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو او د سردار محمد داود خان د جمهوريت د دورې په لويه جرگه کې يي د کونړ د وکيل په توگه برخه اخيستې وه.

محمد هاشم زماني د ١٩٧٩ ز کال په وروستيو شپو ورځو کې پېښور ته ولاړ او هلته يي قلمي جهاد پيل کړ. د هغوې د جهاد لومړی چاپ شوی اثر قطبي خرس په انگريزي ژبه ژباړل شوی او بيا وروسته د انگريزي ژباړې ځينې برخې په فرانسوي، ايټالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شوې دي.

زماني د جهاد په دوران کې د هېواد د خپلواکۍ لپاره د هلو ځلو په ترڅ کې په نړيوالو کنفرانسونو او غونډو کې د گډون لپاره گڼ شمير هېوادونو ته سفرونه وکړل. هغه پر ١٩٨٧ ز کال د امريکا متحدو ايالتونو ته کډوال او د کاليفورنيا ايالت د سانفرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هېوارد په ښار کې مېشت شو.

نوموړی پر ١٩٩٠ زېږدي کال د زړه د دويمې حملې او مغزو د سکتې له لامله د اوږدې مودې په ناروغۍ اخته شو او د وجود يوه خوا يې فلج شوه. هغه د افغانستان له حالاتو او پېښو سره د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنگي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړله؛ د خورو گلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعې يې وليکلې او د زنداني خاطراتو په نامه يې د پښتو نثر کتاب، چې ٢٨٨ مخونه لري، هم چاپ کړ.

ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته هېواد ته ستون شي او د خپل گران هېواد او درديدلو هېوادوالو خدمت ته دوام ورکړي. د هغه يو اثر د پوهنې ملي انقلاب نومېږي چې د مرگ تر شېبې يې د دغه اثر پر دوهم ټوک کار وکړ.

مړينه

په اسلام، هېواد او ولس مين، مبارز ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د ۱۳۸۴ ل ل کال د غبرگولي د مياشتې پر ١٩ د ادينې (جمعې) پر مبارکه شپه (د ۲۰۰۵ زېږدي کال د جون مياشتې پر ۱۰) د ٧٦ کلنۍ په عمر د زړه د ناڅاپي حملې له لامله له دې فاني نړۍ سترگی پټې کړي. د هعه جنازه افغانستان ته ولېږدول شوه او د هغه په پلرني ټاټوبي کونړ کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي آثار

دوتنه:Mohammad-Hashem-Zamani.jpg
محمد هاشم زماني

د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو او دري ژبو دا لاندې کتابونه چاپ شوي دي:

۱- زندانى احساس.

۲- زنداني خاطرات.

۳- قطبي خرس.

۴- لويه قرباني.

۵- سړي خوره بلا.

۶- لويه قرباني ٢ ټوک.

۷- خواره گلونه.

۸- د آزادۍ آرمان.

۹- روسی ښامار.

۱۰- زخمي زړه.

۱۱- د ازادۍ مشال.

۱۲- د سولې زمزمې.