محمد مهدي عاکف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد مهدي عاکف

محمد مهدي عاکف د اخوان المسلمين د خوځښت پخوانى او اووم مشر دى، مخکې تر ده استاد مامون الهضيبي د اخوان المسلمين مشر و او په کال ٢٠٠٤ د جنوري په مياشت کې يې استاد مهدي عاکف ته د اخوان المسلمين مشري د مامون الهضيبي د وفات څخه وروسته ور وسپارل شوه. له ده څخه وروسته په کال ٢٠١٠ د اولې مياشتې په پنځلسم تاريخ د اخوان المسلمين مشري استاد دکتور عبدالبديع ته وروسته لدي چې استاد محمد مهدي عاکف استعفا‌ء ورکړه، وروسپارل شوه. دا د اخوان المسلمين په تاريخ کې اول ځل و چې مرشد عام په خپل ژوند کې د اخوان المسلمين مشري پريږدي. استاد مهدي عاکف پدي اړه د الجزيري سره په مرکه کې وويل:( ما تير کال هم دوي ته وويل چې د مرشد العام عمر بايد له اوياو پورته نه وي خو دوي زما خبره ونه منله او ټينگار يې وکړ چې ته به د اخوان المسلمين مشر پاتې کيږي او زه يې د خوځښت د مشر په توگه وټاکلم او دليل يې د مصر او بهرنى سياسي حالت وښود) استاد محمد مهدي عثمان عاکف په کال ١٩٢٨ ز کې د جولاى د مياشتې په دولسمه نيټه د مصر په الدقهلية ولايت کې د اخوان المسلمين د زيږيدو سره يوځاي زيږيدلى، ابتدايې زده کړي يې د المنصورې په مکتب کې کړي، په دغه وخت کې د اخوان المسلمين فکر په ډيرې تيزۍ سره روان و، هر با احساسه مسلمان به د هغوي فکر خوښاوه او له هغوي سره يوځاي کيده، په همدي لړ کې استاد مهدي عاکف هم د هغوي اسلام ته د بلنې اسلوب خوښ کړل او په کال ١٩٤٠ز کې په دولس کلنۍ کې له اخوان المسلمين سره يوځاي شو. ثانوي زده کړي يې د قاهري د فواد الاول په ليسې کې ترسره کړي او په کال ١٩٥٠ز کې د مۍ په مياشت کې د المعهد العالي للتربية البدني کې له سپورتې روزنې څخه فارغ شوى. استاد مهدي عاکف له سپورت سره ډيره مينه لرله، خو په پيل کې دى د انجينيرۍ پوهنځې ته بريالى شو، چې د شهيد حسن البناء(د اخوان المسلمين بنسټگر) لخوا له سپورت سره دده د علاقې په نظر کې نيولو سره، په غير مستقيم ډول وپوهول شو چې د سپورت په پوهنځې کې داخله واخلي، امام حسن البناء غوښتل په هر پوهنځي کې د اخوان المسلمين د تنظيم کسان وي، ده هم د خپل مشر غوښتنې ته لبيک وويلي او د سپورت په پوهنځى کې يې داخله واخسته. په کال ١٩٥١ز کې د حقوقو پوهنځي ته بريالى شو، د سويس د کانان په جگړه کې د ابراهيم د پوهنتنون (اوسنى عين الشمس) د جهادي ډلو مشري په غاړه اخستې وه او د انقلاب تر راوستو وجنگيد، بيا په مخکې تر دي چې د اخوان المسلمين خوځښت په کال ١٩٥٤ز غير قانوني اعلان شې د اخوان المسلمين د محصلينو مشرئ چې په اخوان المسلمين کې يوه مهمه دنده وه وروسپارل شوه او د اخوان المسلمين په عمومي مرکز کې د سپورتي څانگې مسول شو. په کال ١٩٥٤ز کې د اگست په اوله د "عبدالمنعم عبدالرؤوف" د اختطاف په تور زندان ته يوړل شو او په اعدام محکوم شو چې له دې وروسته د اعدام حکم د شلو کالو بند حکم ته راټيټ شو، چې پوره شل ٢٠ کاله يې په زندان کې تير کړل. په کال ١٩٧٤ز کې د پخوانې جمهور رئيس انور سادات په وخت کې له شلو کالو زندن تيرولو وروسته له زندان څخه آزاد شو او د ښوونې او روزنې په وزارت کې د ځوانانو د چارو عمومي مدير وټاکل شو. لدينه وروسته د سعودي پلازمينې رياض ته تبديل شو او په الندوة العالمية للشباب الاسلامي کې د مشاور په توگه او د سفرونو او کانفرانسونو د چارو د مسول په توگه وټاکل شو، چي په دغه وظيفه کې په ډيرو هيوادونو وگرځيد، د هغو هيوادونو له جملي څخه چې استاد عاکف ورغلى: سعودي، اردن، ماليزيا، بنگلديش، استريليا، ترکيه، مالي، کينيا، قبرص، جرمني، انگلستان او امريکا شامل دي. په کال ١٩٨٠ز کې جرمني ته ولاړ او هلته په ميونيخ کې د المرکز الاسلامي د مدير په توگه وټاکل شو او په کال ١٩٨٦ز کې بيا مصر ته راوگرځيد او هلته يوځل بيا د ځوانانو او محصلينو د چارو مسوليت وروسپارل شو او بيا په کال ١٩٨٧ز کې د اخوان المسلمين د مکتب الارشاد غړى شو چې تر ننه په دغه وظيفه کې ناست دى. په کال ١٩٨٧ز کې د مصر پارلمان ته د قاهري د شرق څخه ونومول شو، چې د اخوان المسلمين يو له ٣٥ پنځه ديرشو برياليو نوماندانو څخه دي هم و، چې دا د اخوان المسلمين لپاره يوه لويه بريا وه، ځکه هغوي هرکله د سياسي اصلاحاتو څخه غږيدل او دا دهغوي لپاره يوه مهمه موقع وه. په کال ١٩٩٦ز کې عسکري محاکمې ته وړاندې شو، چې عسکري محکمې په استاد عاکف د دري کاله بند سزا واوروله، همدا وه چې دري کاله يې بيا په زندان کې تير کړل او په کال ١٩٩٩ز کې له زندان څخه را خلاص شو. په کال ٢٠٠٤ز کې د اخوان المسلمين مرشد العام (عمومي مشر) وټاکل شو، د اخوان المسلمين اووم مشر و چې تر ده مخکې په نوبت باندي لاندينيو کسانو د اخوان المسلمين مشري کړې: ۱ ـ حسن البناء (1949-1928 ز) ۲ ـ حسن الهضيبي (1973-1949 ز) ۳ ـ عمر التلمساني (1986-1973 ز) ۴ ـ محمد حامد ابو النصر(1996-1986 ز) ۵ ـ مصطفی مشهور( 2002-1996 ز) ۶ ـ مامون الهضيبي (2004-2002 ز ) او له ده څخه وروسته دکتور استاد عبدالبديع د اخوان المسلمين د اتم مشر په توگه په کال ٢٠١٠ز کې وټاکل شو. استاد مهدي عاکف د اخوان المسلمين د خوځښت له مخکښ محمود عزت له خور سره واده کړى او څلور اولاده لري چې د وروستۍ لور واده يې په کال ٢٠٠٦ز کې وشو. په کال ٢٠٠٦ز کې د المرکز الملکي للدراستات الاستراتيجية الاسلامية لخوا يوه سروي وشوه، چې په هغه سروي کې په ٥٠ پنځوسو په موثرو اسلامي شخصيتونو کې استاد محمد مهدي عاکف دولسم مقام تر لاسه کړ او د همدې مرکز د سروي په نتيجه کې په کال ٢٠٠٩ز کې په ٥٠٠ اسلامي شخصيتونو کې يو موثر شخصيت استاد عاکف راغى. استاد کمال هلباوي(٢) له الحوار تلويزيونې شبکې سره په مصاحبه کې د استاد مهدي عاکف په اړه وويل: (اجازه راکړئ استاد مهدي عاکف در وپيژنم، ځکه چې استاد مهدي عاکف د اخوان المسلمين مشر په ټوله نړۍ کې دى نه يواځي په مصر کي او خلک هغه شخصي نه پيژني يواځي دومره يې پيژني چې د اخوان المسلمين مشر دى. زما په گومان عاکف ورور به د اخوان المسلمين وروستې لوي او د لومړي نسل څخه مشر وي ، دا سمه ده چې کوم لوي، محترم، په کلتور او علم کې رسيدلي سړى به راتلونکې کې راشي، مگر دى به وروستى لوي مرشد وي. دوهم: استاد عاکف د نړيوالي تجربې خاوند دى، ډيرو ځايونو کې گرځيدلي تقريبا په ټوله نړۍ کې. دريم: استاد مهدي عاکف يو متواضع او با ادبه انسان دى. څلورم په خپلو مواقفو کې واضح، صريح او د لوي جرئت خاوند دى. زه د استاد عاکف شل ځانگړتياوي درته وايم خو متاسفانه وخت لږ دى. او همدا علت دى چې زه وايم چې دى بيا هم د تنظيم مشر شوى واى ځکه ده په خپل وخت کې تنظيم ته لوي درسونه ورکړل، نه يواځي اخوان المسلمين ته مگر ټولي مصري ټولني ته. زه وايم چې وروسته له دي چې استاد مهدي عاکف له مشرئ څخه ډډه وکړه دا به يوه تربيوي کعبه وي خلک به ورځي او له ده څخه به زده کوي. نور مرشدان به راشي خو د استاد عاکف په څير يو هم نشې کيدي.) د اخوان المسلمين په حق ولاړيدل او د هغوي قربانې له هيچا هم پټه نده، دوي هر کله د حق په خوا کې دريدلي او د اسلام په خير موقف يې غوره کړى، چې له دغو خيرخوا مواقفو څخه په فلسطين کې د حماس اسلامي غوځنگ ملاتړ او له هغوي سره هر ډول مالي او ځانې مرسته ده او له غزي څخه د محاصري د ليري کولو لپاره يې ډيري هلي ځلي کړي، همدا ده چې د اخوان المسلمين هميشه له مصري حکومت سره لاس او گريوان وي او تل يې غړي په عسکري محکمو کي محاکمه کيږي. د اخوان المسلمين او په ځانگړي ډول د استاد مهدي عاکف له اسلامي مواقفو څخه يو هم د اسرائيل او حزب الله (١) ترمنځ په جگړه کې د حزب الله علني ملاتړ و، گرچه له داسې مواقفو سره استاد مهدي عاکف ډير مشکلات ليدلي خو په پښتو کې يو متل دي وايې (يتيم په ژړا پوخ دى)، اخوانيان هم نور په ژړا پاخه دي، له دي هرډول ربړونو او مشکلاتو سره دوي عادت شوي او د حق لاره يې کلکه نيولي. کله چې استاد مهدي عاکف په لبنان کې د حزب الله او په فلسطين کې د حماس نه خپل ملاتړ اعلان کړ، په لسگونو اخوانيان په عسکري محکمو کې، بي لدينه چې کوم جرم پرې ثابت شي محاکمه شو، هيڅ محکمه ونه توانيده چې د هغوي جرم ثابت کړي خو بيا هم استبدادي حکومت بې لدينه چې منطق، عقل، قانون او اصولو ته وگوري دوي يې عسکري محکمو ته وړاندي کړل، پدي اړه استاد عاکف وويل: که پرموږ ظالم نظام هر ډول ظلم کوي، موږ له حزب الله او حماس څخه خپل ملاتړ اعلان کړى او پري ولاړ يو ، موږ په دې پوهيږو چې موږ سره چي کوم ظلم کيږي د امريکا اشاره ده، دوي له دې لاري غواړي دا مبارک خوځښت لمنځه يوسې، خو موږ به تر هغې مبارزه کوو چې نظام مستقيمې لارې ته راولو. په عراق کې د شيعه او سني ترمنځ اختلافات ډير دردوونکي و، هلته د امريکا او اسرائيلو وژونکي ډلې (فرق الموت) ډير مسلمانان په پټه وژلي، هغوي به د شيعه گانو په کاليو کې د اهل سنه کليو ته تلل او هلته يې بوډاگان، ښځي، ماشومان او عامه خلک له تيغه تيرول، او همداسي د اهل سنه کالي به يې اغوستل او د شيعه گانو کليو ته به تلل او هلته به يې کلي ورانو او ټول ځلک به يې وژل، د امريکي او اسرائيلو همدا منافقتونه و چې په عراق کې يې د اهل سنه او اهل تشيع ترمنځ د اختلاف اور واچاوه او په سلگونو زره بي گناه انسانان پکي ووژل شول. امريکايانو غوښتل په لبنان کې هم داسې اختلافات رامنځته کړي، چې خوشبختانه د استاد مهدي عاکف او نورو بادرده علما‌ءو د هڅو په پاي کې لبنان له دي بلا څخه وژغورل شو. استاد مهدي عاکف د الجزيري تلويزيونې شبکې په(الحوار المفتوح) پروگرام کې د شيعه اوسُني د اختلاف په اړه وويل: دا صهيونستان دي چي عراق يې وسوځاوه او اوس غواړي نوره اسلامي نړۍ په دغه بلا اخته کړي، ده وويل:، موږ په سوونو سوونو کاله سره يوځاي اوسيدلي يو، هغه وخت کې هيڅ کوم اختلاف نه و نن ورځ دا د امريکا او اسرائيلو قتلوونکي ډلي دي چې دا اور يې لگولى. استاد مهدي عاکف وويل: موږ بايد ددي فتنې د مخنيوي لپاره خپل اولادونه د اتحاد او يووالي په لور وبلو. استاد مهدي عاکف وويل: دا د اشغال يو له لارو څخه ده چي غواړي مسلمانان په خپل منځ کې واچوي او ځان ترينه په امن کې ولري، زه په عراق کې مسلمانانو ته وايم چې بايد له خپلمنځي جگړو څخه لاس واخلئ او ټول د اشغال په مقابل کې ودريږۍ. اسلامي نړۍ ته د افغانستان د اشغال په اړه د اخوان المسلمين موقف ډير مهم و، ځکه چې په افغانستان کې چې چا ځانته د اخوان المسلمين نماينده گان ويل د هغوي ډيرى د امريکايې اشغال سره ودريدل او د امريکا ملاتړ يې وکړ، نو خلکو ويلې چې آيا اخوان المسلمين هم د افغانستان له اشغال سره موافق دى او که د خپلو نمايندگانو مخالفت کوي. پدې اړه هم لکه څنگه چې استاد مهدي عاکف په خپلو نورو مواقفو کې صريح و، دلته يې هم وويل چې (افغانستان اشغال دى، هلته په خلکو جهاد فرض دى او زه په افغانستان کې د اسلامي جهاد سره موافق يم، ملاتړ يې کوم او هغه کسان چې د اشغال په غيږ کې کيني او له هغوي سره مرسته کوي، دوي بايد ويښ شي) دا خبري استاد مهدي عاکف د الجزيري له ټلويزيوني شبکې سره د خپلي کلنۍ پاليسۍ د اعلان پرمهال وکړې. کله چې استاد عاکف د اخوان المسلمين مشري پريښوده، څه موده وروستې په خپلې مصاحبې کې وويلي: ما اوس د آرامۍ احساس وکړ، له هغې چې مشري مې پريښوده اوږى مې راسپکې شوې اوس زه هرڅه کولې شم، د خپلوانو زيارت کولى شم، مطالعه کولى شم، د خوځښت د مشرۍ پرمهال خو هيڅ څه ته هم نه وزگاريدم مصروفيتونه ډير و. دا پدي معنى نده چې ما له اخوان څخه نور ځان ليرې کړ، زه اوس هم د يو عادي فرد پڅير لدوي سره کار کوم، پر ما باندې که د اخوان المسلمين اوسنى مرشد العام امر وکړي زه به يې د نورو په څير اطاعت کوم، زه وياړم چې د دې مبارک خوځښت غړى اوسم. د استاد مهدي عاکف ژوند له ځوانۍ نه نيولي تر اوسه پورې د راتلونکې نسل لپاره درس دى، د ده له تنظيم سره يو ځاي کيدل، هلته يې فعاليت، بيا زندان ته تلل، د مشرى پرمهال تواضع او بيا په يوه داسې طريقه د تنظيم د مشرۍ پريښودل، دا ټول په راتلونکې کې د اسلامې نتظيمونو لپاره د اسلام د اصيل فهم او د اسلام د سيورى لاندي د ژوند کولو يو ښه مثال او نمونه گرځيدى شي. موږ هم استاد عاکف ته په دې دنيا کې د اوږد ژوند دعا کوو ترڅو دده لارښوونې زموږ د امت له سره تر ډيره ليرې نشې او په هغه دنيا کې ورته د ده د تکاليفو ، زحماتو او خدمتونو په مقابل کې د جنت الفردوس غوښتنه کوو. ١ - حزب الله په لبنان کې سياسي عسکر ي خوځښت دي چې په کال ١٩٨٢ز کې د محمد حسين فضل الله له لوري يې بنسټ ايښودل شوى. حزب الله د لبنانې شيعه و په لاس تاسيس او پر مخ بوول کيږي چې په عربې نړي کې يې د لمړي ځل لپاره اسرائيل ته سختې ماتې ورکړي. د حزب الله له لويو برياو څخه (حرب تموز) دى چې په کال ٢٠٠٦ کې يې اسرائيل ته سخته ماته ورکړه. حسن نصرالله يې اوسنى مشر دي. ٢ - په غرب کي د اخوان المسلمين پخوانى وياند، د رابطة العالم الاسلامية في بريطانيا موسس او مصري ليکوال دى، په کال ١٩٣٩ز کې زيږيدلى او اوس مهال لندن کې اوسي.