محمد صلی الله عليه وسلم

د Wikipedia لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

دا د
اسلام
په اړه د مالوماتو يوه لړۍ ده



عقيده

الله · د خدای يووالی
محمد · د اسلام پيغمبران

د اسلام پنځه بنسټونه

شهادت · لمونځ
روژه · زکات · حج

تاريخ او لارښودان

د اسلامي تاريخ مهالوېش
اهل البيت · صحابه
راشدين خليفه ګان · د شعيه ګانو امامان

متون او قانونونه

قرآن · سنت · حديث
فقه · شريعت
کلام · تصوف

لويې ډلې

سني · شعيه

هڅوب او ټولنه

اکاډميکران · ژوي · هنر
کليز · ماشومان · Demographics
فيستيوالونه · جوماتونه · فلسفه
سياست · ساينس · ښځه

اسلام او نور مذهبونه

عيسويت · جاينيزم
یهوديت · سکهيزم

دا هم وګورۍ

پر اسلام نيوکه · اسلاموفوبيا
د اسلامي وييونو وييپانګه

اسلامي ورټک  v  d  e 

د دې کائناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوئى احسان دا دی چې ددوى دهدايت دپاره ئې وخت په وخت دنياته انبياء عليهم السلام راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته ئې زمونږ خوږ نبى صلى الله عليه وسلم درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او دژوند حالات ئې دا رنګ په حفاظت کې وساتل چې دهغې مثال د دنيا په يوانسانى تاريخ کښې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی.

درسول پاک (ص) دژوند ورځې شپې مونږته دارنګ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يوطرفته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کښې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولے اوبل طرفته داوږدوالى ئې داحال دے چې دحضور (ص) ويناګانې دژوند تيرولو لارې چارې کړۀ وړۀ ناسته پاسته خبرې اترې داستوګنې چلونه کلى کلولى اولاتيرے دا چې د خوراک څښاک ، داودۀ کيدو ويښيدو اودو شتو ټوقو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى

لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .

دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کښې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولے اسلام چې کوم تعليم پيش کړے دے دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دے داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کښې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کښې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرګټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولے ؤ دګمراهۍ په تياروکښې بد بد راګير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کښې ئې د ژوند واګې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .

سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کښې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کښې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کښې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنګ رنګ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کښې خپلې دوه سترګې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کښې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کښې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کښې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کښې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .

ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کښې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې ګڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه ګڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کښې چې اسلام نه اګاهو به ورته بيت الحرام وئيلے شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کښې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنګ بدى په دوى کښې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کښې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينګ پاتې کيدل وغيره.

نيوليک

[سمادول] زيږيدنه

موږ ملسمانان پدې ګروهه او ايمان لرو چې محمد صلى الله عليه وسلم د څښتن تعالى رالېږل شوې رسول او وروستې نبي او د رسولانو پاى په ده شوې دى. محمد صلى الله عليه وسلم يوې كورنۍ، قبيلې، يا قوم ته نه دى رالېږل شوې، بلكه ټولې نړۍ ته رالېږل شوې، كه هغه انسان دې كه پېرې دى. نبي عليه السلام د دوشمنبې په ورځ، د ربېع الاول په دولسمه نيټه، د فيل له كال څخه پنځوس ورځې وروسته چې د كال له ۵۷۰زېږيز كال سره سمون خوري، په مكه مكرمه كې زېږېدلې.

[سمادول] نبوي نومونه

      • محمد:رسول الله
      • أحمد:
      • الماحى:
      • الحاشر:
      • العاقب:
      • هغه نبي چې وروسته ترې بل نبي او رسول نشته.

[سمادول] پېداېښت او روزنه

د اسلامي سيرت د كتابونو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم په بني هاشم كورنۍ كې يتيم وزېږېد. پلار يې دده مبارك له پېداېښت څخه لږ مخكې وفات شوې ؤ. محمد نوم ورته عبدالمطلب چې نيكه يې كېده، غوره كړ. دا نوم په هغه وخت كې په عربو كې چا نه پېژانده. د عربو دا عادت ؤ چې خپل كوچنيان به يې د رضايي مېندو په لاس وركول ترڅو د ناروغيو څخه په امن كې پاتې شي، او دارنګه ددوي جسمونه او اعصاب قوي شي. او لدې ټولو څخه زيات پام به يې د كليوالې سوچه عربي ژبې ته ؤ، ترڅو ددوي كوچنيان سوچه عربي ژبه زده كړي. نو بني سعد قبيلې ښځې د كوچنيانو ترلاسه كولو لپاره د مكې پر لور راوخوځېدې، خو هېچا هم دا نه خوښوله چې د محمد صلى الله عليه وسلم په څېر يتيم كوچنې ځان سره بوځي. ځكه له داسې يتيم څخه د څه شي ترلاسه كول ورته ناشونې ښكارېده چې پلار به يې نه ؤ ژوندې. ټولې ښځې د كاروان پر لور روانې وې او خوشالۍ يې كولې ځكه چې هرې يوې د روزلو لپاره كوچنې موندلې ؤ خو حليمه سعديه يو له هغو نا امېده ښځو څخه وه چې محمد صلى الله عليه وسلم يې ددې لپاره پرېښې ؤ چې هغه خواركې يتيم ؤ. نو په پاى حليمې او د هغې خاوند دا وپتېيله چې د قوم له شرمه چې مبادا سبا ونه وايي چې چا ورته زوې د روزلو لپاره ورنه كړ، پدې سلا راغله چې محمد صلى الله عليه وسلم له ځان سره كلي ته بوځي. كله چې كاروان د بني سعد په لورې يون پېل كړ نو د حليمې بي بي ډنګره اوښه داسې په منډه وه چې له ټول كاروان څخه مخكې شوه او كلي ته ورسېده. ټول كاروان دې معجزې ته هك پك پاتې ول. بي بي حليمه دې ته اريانه وه چې يوخوا خپل ماشومان نه شي مړولاى، او له بلې خوا دا يتيم سره به څه كوي، خو د څښتن تعالى كارونه وه، د بي بي حليمې شېدې دومره زياتې شوې چې د ټولو ماشومو او محمد صلى الله عليه وسلم به وڅښلې نو بيا به هم پاتې وى. د چېليو غولانځې راپرېښودې. اوښه ښه مسته او له ډنګروالي خلاصه شوه. ملك ټول زرغون شو. هرېخوا خوشاله خوشالي راغله. بي بي حليمې دا درك كړه چې دا ټول نعمتونه يواځې د همدې يتيم كوچني له بركه پر دوي راورېږي. نو د هغه په روزنه او پاملرنه كې به يې هېڅكله هم درېغ نه كاوه. نبي عليه السلام په بني سعد كې تر څلورو كلو پورې و اوسېده، ان تردې چې د سينې څېرې كېدنه (شق الصدر) ورپېښ شول. نو حليمه بي بي پدې كوچني ووېرېده چې نه مبادا څوك ضرر ور ونه رسوي، نو ځكه يې خپلې مور بي بي امنې ته ور وستلو. كله چې شپږو كلو ته ورسېد نو مور بي بي يې وغوښتل ترڅو له ځان سره يې د پلار قبر ته بوځي. نو له خپل يتيم زوې محمد صلى الله عليه وسلم او خدمتګارې سره مكې معظمې څخه د مدينې منورې په لورې وخوځېده. بېرته راتلو په وخت په لار كې بي بي امنه ناروغه او په حق ورسېده. محمد صلى الله عليه وسلم د خادمې سره د هغه د نيكه څنګ ته وروستل شو. پس لدې له عبدالمطلب سره اوسېده. نيكه به وربانې ډېر خيال كاوه، ان تردې چې د قرېشو په غونډو كې به يې خپل څنګ ته كېناولې ؤ چې دا كار په قرېشو ښه نه لګېده. كله چې محمد صلى الله عليه وسلم ۸ كلن شو نو نيكه يې هم په مكه معظمه كې په حق ورسېد. مخكې لدې چې مړ شي خپل نوسې يې ابو طالب چې د پلار سكنې ورور يې ؤ ته وسپاره. ابو طالب د خپل وراره ترخپلې وسې او له وسې اخوا هم روزنه وكړه، وراره له خپلو زامنو څخه ورته ډېر ګران ؤ. محمد صلى الله عليه وسلم د خپلې ځوانۍ په لومړنيو كلونو له خپلو رضاعي وروڼو سره په بني سعد كې پسونه څرول، او په مكه كې خپلې كورنۍ ته. وروسته لدې چې ښه ځوان شو سوداګرۍ ته يې مخه كړه. نبي صلى الله عليه وسلم له نبوت څخه مخكې په رښتوني او امانت كار (صادق الامين) نومول شوې ؤ، ان دښمنانو به يې هم ورسره خپل امانتونه اېښودل.

[سمادول] له خدېجې سره واده

[سمادول] نبوت او مكې پېر

[سمادول] مدني پېر

[سمادول] د نوې ټولنې جوړونه

[سمادول] د خيبر غزا

[سمادول] د مكې برې

[سمادول] د نبي عليه السلام صحابه

ابو بكر صديق رضي الله عنه -حضرت عمر فاروق رضي الله عنه - عثمان رضي الله عنه - علي بن أبي طالب - خالد بن الوليد رضي الله عنه - عمرو بن العاص رضي الله عنه - عمار بن ياسر رضي الله عنه - بلال بن رباح - أبي بن كعب - سعد بن أبي وقاص - سعد بن معاذ - عبد الله بن عمر بن الخطاب - عبد الرحمن بن عوف - الزبير بن العوام - طلحة بن عبيدالله - سعيد بن زيد

[سمادول] د نبي عليه السلام ماندينې

• السيدة خديجة بنت خويلد • السيدة سودة بنت زمعة • السيدة عائشة بنت أبي بكر • السيدة حفصة بنت عمر بن الخطاب • السيدة زينب بنت خزيمة • السيدة أم سلمة ( هند بنت أمية ) • السيدة زينب بنت جحش • السيدة جويرية بنت الحارث • السيدة صفية بنت حيي بن أخطب • قتيلة بنت قيس • أم حبيبة رملة بنت أبى سفيان • مارية بنت شمعون القبطية • ميمونة بنت الحارث • أسماء بنت النعمان


[سمادول] د سيدنا محمد د ژوند مهمې پېښې په څو ليكو كې

۱- شپږم زېږيزه پېړۍ. كال: ۵۴۵. د عبدالله بن عبدالمطلب زېږېدنه. 571م. د نبي عليه السلام زېږېدنه د قيل په كال كله چې د يمن واكمن حبشي ابرهه غوښتل په مكه مكرمه بريد وكړي، خو پدې بريد كې يې خپل سر وخوړ. 577م. نبي عليه السلام مدينې منورې ته له خپلې مور بي بي سره ځي، چې د لارې په اوږدو كې يې مور بي بي په حق رسېږي. 580 م. دنبي عليه السلام د تره عبدالمطلب مړينه . 583 م. له خپل تره ابو طالب سره د شام په لورې په سوداګريز كارون كې يون پېل كول، كله چې يهودي راهب بحيرا په بصره كې د هغه ونې لاندې وليده چې ښاخونه يې په نبي عليه السلام باندې راښكه كړي وه، نو نوموړي راهب ابو طالب ته دده په خوندي ساتلو كې سپارښتنه وكړه. 586م. د حرب الفجار جګړه كې ګډون كول. 591 م. النبي محمد ينضم لحلف الفضول لنصرة الضعفاء . 594 م . نبي صلى الله عليه وسلم له سيده خدجه رضي الله عنها سره په سوداګرۍ كې مرسته كوي، او د هغې سوداګريزه مالونه د شام په لورې وړي. 595م .نبي عليه السلام له خديجې رضي الله عنها سره واده كوي. 2- اووم زېږيز كال : كال: 605 م. نبي عليه السلام د توره ډبره (حجر الاسود) د ټولو قرېشو په استازيتون د كعبې شريفې په دېوال كې كېدې. 610 م . د لومړي ځل لپاره د حرا په غار كې وحې (قران) راغله، او د څښتن تعالى له لورې رسول غوره شو. 613 م. رسول عليه السلام د ساره غره په څنګ كې خلك اسلام ته راوبلل. 614 م . رسول عليه السلام بني هاشم اسلام ته راوبلل. 615م. د مسلمانانو زورول د قرېشو لخوا، او د ځينو كډه كېدنه حبشې ته په لومړي هجرت كې. 616 م. د مسلمانانو دوهمه كډه كېدنه حبشې ته. 617 م. د قرېشو لخوا د اړيكو پرېكول او د رسول صلى الله عليه وسلم او د بني هاشم راګېرول په شعب كې د مكې څخه له باندې. 619م . د بنديزونو پورته كول. د ابو طالب او خديجې (د رسول الله صلى الله عليه وسلم ماندينه) رضي الله عنمها مړينه. او دا كال د خپګان په كال ونومول شو. 620 م . د رسول الله صلى الله عليه وسلم سفر طايف ته. او د اسرا او معراج سفر. 621م. د عقبه لومړې تړون. 622م. د عقبه دوهم تړون. او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت يثرت (مديني) په لورې. 624 م . د بدر غزا چې د مسلمانانو په بري تمامه شوه. او د بني قېنقاع يهود له مدينې منورې څخه وشړل شول. 625م. د احد پېښه او د ۷۰ صحابه ؤ په شهادت رسېدل د منى له كوهي سره، او د بني نظير يهودو شړل له مدينې منورې څخه. 626م. د بني المصطلق غزا. 626م . د خندق غزا. وترحيل يهود بني قريظة من المدينة المنورة. 627م. د رسول الله صلى الله عليه وسلم او قريشو ترمنځ د حدېبيې تړون. 629م.حجة الرسول لمكة . د مؤتة غزا د روم پرضد. 630 م .د مكې برې . 631 م . د تبوك غزا. عام الوفود . 632م . حجةالوداع . د رسول الله مړينه . دابي بكر غوره كول د رسول الله د خليفه په توګه. او د اسمامه په مشرۍ يوه ډله مجاهدين د شام په لورې لېږل.

انظر أيضا • رسائل محمد • صلى الله عليه وسلم اخځليكونه • الرحيق المختوم • السيرة النبوية لابن هشام • تفسير ابن كثير وصلات خارجية • موقع إسلام أون لاين • هذا هو محمد(صلى الله عليه وسلم) (بالإنجليزية) • السيرة من موقع الإسلام لوزارة الشؤون الإسلامية بالسعودية • موقع الخيمة • موقع الباحث الإسلامي • موقع صيد الفوائد • اللجنة العالمية لنصرة خاتم الأنبياء • معاً لنصرة نبي الإسلام


[سمادول] دنبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده : محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان . له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي : عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .

درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه

ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل . درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست . رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

[سمادول] درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې . درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

[سمادول] درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي . ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله . يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه . درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې . نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو. د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې . بلنې

[سمادول] نبوي ځانګړتياوي :

داځانګړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي

ذاتي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي .


[سمادول] الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې :

نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي . عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې . عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانګړتيا يو قيد وو . رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو . درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای . دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو . دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو . رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديګر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديګر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي . دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوګه پرته له ماتولو روژه نيوله . درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي .

ب ــ درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې

له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي :


[سمادول] رعب او نصرت :

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .


[سمادول] دسجدې عام ځای :

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .


[سمادول] دپيروانو ډيرښت :

ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې .


[سمادول] عامه بلنه :

پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه .


[سمادول] جوامع الكلم :

پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي .


[سمادول] د دين پوره والى :

الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو .


[سمادول] دنبوت پای ته رسيدل :

درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتګ له انتظار څخه خلاص شول .


[سمادول] تلپاتې معجزه :

دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .


[سمادول] دشفاعت كولو مقام محمود :

په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .


[سمادول] د رسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه

    1. قاسم حضرت زينب رضي الله عنها
    2. حضرت رقيه رضى الله عنها
    3. حضرت ام كلثوم رضى الله عنها
    4. دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها
    5. ابراهيم

[سمادول] ميرمنې

[سمادول] ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها)

د پلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې كورنۍ دقصې په پشت كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي. بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاك لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مباركه بي بي په لومړي سركي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوك وو چې دقريشوپه لاس په حرم كې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې كله په رسول الله صلى الله عليه وسلم ګوزارونه كيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو ګوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وكړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره كې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو. هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډګركې ښه نوم درلود . داحاديثوپه كتابونوكې درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نكاح كې وه . له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاكه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نكاح كې راغله . دغې مباركې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت كاله تيركړل . له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مباركي شپږ اولادونه وشول . دوه هلكان چې آن په كوچنيوالي كې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي : فاطمه, زينب , رقيه, اُم كلثوم . ددغې مباركې بي بي په ژوندكې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نكاح ونكړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم كال وفات اوپه حجون نومې ځای كې خاوروته وسپارل شوه.

[سمادول] ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها)

د بي بي سودې رضي الله عنها شمارله لومړنيو مسلمانانو كيږي . دې هغه مهال له خپل ميړه سكران بن عمرو سره حبشې ته هجرت وكړ. يو روايت دادى چې سكران په حبشه كې مرتد شو اوعيسويت ته واوښت . بي بي سودې ورنه طلاق واخيست اومكې ته بيرته راغله سكران هماغلته په حبشه كې مړ شو . بل روايت دادی چې سوده رضي الله عنها دسكران په ملتيا مكې ته راغله اوڅو ورځې وروسته سكران وفات شو. له سكران څخه دسودې رضي الله عنها يو زوى وو چې عبدالرحمان نوميده او دجلولاء په وتلې جګړه كې په شهادت ورسيد. داُم المؤمنين بي بي خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته دسودې رضي الله عنها دپلارزمعه په خوښه اوشته والي كې ددې نكاح له حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم سره وشوه . دغه مباركه بي بي دلوړې ونې او خورا ښې تنې ميرمن وه . لوى خدای جل جلاله ورسره ددغو اوصافو ترڅنګ فياضي , سخاوت , اطاعت اوفرمانبرداري هم ورپه برخه كړې وه . داُم المؤمنين سوده رضي الله عنها دوفات په كره نيټه كې اختلاف دى خو داخبره باوري ده چې دحضرت عُمر رضي الله عنه دخلافت پرمهال لاژوندۍ وه .

[سمادول] اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها

حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دمسلمانانو دلومړني خليفه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دغار دملګري حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه لور وه . دمور نوم يې زينب وو او داُم رومان په نامه ياديدله . حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دبعثت په څلورم كال زيږيدلې اوپه شپږكلنۍ كې يې له رسول الله صلى الله عليه سره نكاح شويده . يو روايت دادى چې ددې دنكاح غوښتنه پخپله پيغمبرصلى الله عليه وسلم كړې وه . خوديوه بل روايت له مخې ويل شوي چې كله دخدای جل جلاله نازولې استازې صلى الله عليه وسلم حضرت بي بي سوده په نكاح كړه نوحضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته عرض وكړچې عايشه لومړنۍ انجلۍ ده چې له مسلمان پلاره زيږيدلې نوكه تاسې يې په خپله نكاح مشرفه كړئ!!! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې عايشه لاوړه انجلۍده خو حضرت ابوبكرصديق رضى الله عنه ورته وويل چې خيردى دواده لپاره به يې زه صبروكړم ترڅو لويه شي . آنحضرت صلى الله عليه وسلم داخبره ومنله . دغه بي بي ترنبوي هجرت وروسته دنهو كلونو په عُمر واده كړى شوه . له عايشې رضي الله عنه نه ډيرى نبوي احاديث روايت كړل شويدي . دحديثو ځيني څيړونكي پدې باوردي چې په شرعي احكامو كې له دې څخه څلورمه برخه روايتونه شويدي . نوموړې بي بي ته خدای پاك بيسارى ذكاوت ورپه برخه كړى وو. هغې دتفسير , حديثو , دشريعت په اسرارو , خطابت , ادب او دنسبونو په فن كې لوى لاس درلود . دحضرت ابوبكر ,حضرت عُمر اوحضرت عثمان رضي الله عنهم دخلافت په پيرونوكې يې فتواګانې وركولې . حضرت عايشې رضي الله عنها نهه كاله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تيركړل , دپاك رسول صلى اللله عليه وسلم دوفات پرمهال دهغې عُمراتلس كاله وو. په اوه پنځوسم هجري كال كې نژدې دشپږشپيته كلونو په عُمر وفات شوه اود دې له وصيت سره سم په جنت البقيع كي دشپې خاوروته وسپارل شوه . قاسم بن مُحمد, عبدالله بن عبدالرحمن , عبدالله بن عتيق ,عبدالله بن زبير اوعُروه بن زبير رضي الله عنهم قبرته ورښكته كړه .دجنازې لمونځ يې دحضرت ابوهُريرة رضي الله عنه په امامت كې ترسره شو. دغه مهال نوموړى دمروان بن حاكم له لوري دمدينې منورې والي وو.

[سمادول] اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها

دغه بي بي داسلام د دوهم خليفه حضرت عُمر رضي الله عنه لور وه . په لومړي سركې دحضرت خنيس بن خذافة رضى الله عنه په نكاح كې وه . خو هغه دبدرپه غزاكې شهيد شو او بي بي مباركه كونډه شوه . حضرت عُمر رضي الله عنه له حضرت عُثمان رضي الله عنه نه وغوښتل چې له هغې سره نكاح وكړي خو هغه ونه منله . حضرت عُمر رضي الله عنه خورا غمجن شو او رسول الله مبارك ته يې ګيله وكړه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې هغه خوشاله ساتلې وي دځان له لورې يې ورته له بي بي حفصې رضى الله عنها سره دنكاح ست وكړ . هماغه وو چې له پاك رسول سره يې نكاح وشوه . بي بي حفصه رضي الله عنها په نبوي حرم كې يوازينۍ لوستې ميرمن وه او درسول الله په ژوندكې يې دځان لپاره پخپل لاس قرآنكريم ليكلى وو. دغه بي بي دحضرت اميرمعاويه رضي الله عنه دخلافت په پيركې د95 كلونو په عُمروفات شوه . دجنازې دلمانځه امامت يې دمدينې منورې دهغه وخت حاكم مروان بن حكم وكړ . دغې مباركې بي بي خپل ټول مال جايداد دخدای په لاره كې خيرات كړى وو .

[سمادول] ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها لومړى دعبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبداللهرضى الله عنه د احد په غزاكې شهيدشو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه . دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم ياديدله . رضي الله عنها وعنهن .

[سمادول] اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)

د دغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو. نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه . نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې . رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود . رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه . نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ.

[سمادول] ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم دترور لور وه , دا بي بي لومړى حضرت زيد رضي الله عنه ته واده شوې وه ,خوداچې حضرت زيد رضي الله عنه يو آزاد شوى مريی وو نو ځكه ورسره ددې وخت نه تيريده ,حضرت زيد درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوښه دې ته طلاق وركړ,وروسته ورسره رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وكړه . دنكاح په مهال يې عمر 35 كاله وو ,دا دومره پرهيزګاره ميرمن وه چې كله ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورواستاوه نودې په ځواب كې ورته وويل چې زه به استخاره وكړم ,همداراز كله چې په ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې پسي بهتان وويل شو نو حضرت زينب رضى الله عنهاسره له دې چې دحضرت عايشې رضي الله عنها بَن وه دحضرت عايشې په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې : زه دعايشې له ښو اخلاقو پرته په بل هيڅ شي نه يم خبره .حضرت عايشې رضي الله عنها هم دزينب په فياضي داسې اقرار كړى چې : زينب رضي الله عنها ډيره قانعه او دفياض طبيعت ميرمن وه . رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكو بيبيانو ته ويلي وو چې له تاسي څخه به ډير ژر هغه څوك له ما سره يوځاي شي (تر ما وروسته به ژر وفات شي ) چې دهغې لاسونه اوږده وي ,پاكو بيبيانو به خپل لاسونه سره كچل ,خو پدې استعاره كي دحضرت زينب رضى الله عنها فياضي او سخا ته اشاره وه , دې به پخپل لاس پيسې بياموندلې او هغه به يې دخداي جل جلاله په لاره كې خرڅ كولې . همدا نبوي وړاندوينه دحضرت زينب رضي الله عنها په اړه ريښتيا شوه او درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفاته وروسته په بيبيانو كې حضرت زينب رضي الله عنها ترټولو لومړۍدهجرت په شلم كال دخپل عمر په 53 كلنۍكي وفات شوه . حضرت زينب رضي الله عنها پخپل لاس كفن او نور لوازمات برابر كړي وو ,خو ورسره يې دا وصيت هم كړى وو چې يوكفن دي حضرت عمررضى الله عنه هم راكړي او بيا دي له دې دوو نه يو خيرات كړل شي هماغسي وشو ,دجنازې لمونځ يې حضرت عمررضي الله عنه ادا كړ,حضرت اسامه رضي الله عنه,محمدبن عبدالله بن جحش عبدالله بن ابي او احمد بن جحش قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .

[سمادول] ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها

حضرت جويريه رضي الله عنها دحارث بن ضرار لور وه ,حارث دبنو مصطلق دكورنۍ مشر وو ,حضرت جويريه لومړى دمسافع په نكاح كې وه ,هغه دبنو مصطلق يا مريسيع په غزا كې مړشو ,په نوموړې جګړه كې مسلمانانو ته ډيرى مرييان او مينځې په لاس ورغلل ,جويريه رضي الله عنها دثابت بن قيس په برخه شوه ,خو جويريي دنهو اوقيو سرو زرو په بدل كې دمكاتبت تړون وكړ ,هغه هم راضي شو ,جويريه رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راغله او دمرستې غوښتنه يې ورڅخه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې كه زه دابيه پرې كړم او تا په نكاح كړم نو ښه به نه وي ؟ جويريي داخبره خوښه كړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې اندازه سره زر وركړل او دايي ازاده بيا يې په نكاح كړه . دهمدې نكاح له بركته دجويريي رضي الله عنها دكورنۍ ټول غړي مرييونه او مينځي ازادي شوې ,ځكه چې صحابۀ كرامو وويل چې دا كورنۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خسرګنۍ شوه ځكه يې نو ټول ازاد كړل . حضرت جويريه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال د65 كلونو په عمر وفات او په جنة البقيع كي خاورو ته وسپارل شوه . انا لله وانا اليه رجعون .

[سمادول] ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها

د دې بي بي نوم رمله او كنيت يې ام حبيبه وو ,دابو سفيان لوروه ,تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ. دهجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنګړي او دوه ګوتمنۍ(انګشتري) وركړې . نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په ګډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه . ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنګړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم . په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل . ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون .

[سمادول] ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها

حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه . پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنګيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وګرځيدله . حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه . حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

[سمادول] ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها

دنوموړې نوم زينب ,دپلار نوم يې حيي بن اخطب ,او دمور نوم يې ضره وو . كله چې په عربو كي دامام يا پاچا په نوم له ولجې څخه كومه ښه برخه بيله شوه هغه به دصفيي په نوم ياديدله ,حضرت زينب رضي الله عنها په همدې توګه دخيبر په وتلي غزا كي درسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كي راغله ,ځكه خو هم دصفيي په نامه ياديدله . دحضرت صفيي رضي الله عنها پلار دبنو نضير ديهودانو رئيس ,او مور يې دبنو قريضه ديهودانو دمشر لوروه ,صفيه لومړى سلام بن مشكم ته واده شوه هغه طلاقه كړه بيا كنانه بن ابي الحقيق په نكا ح كړه ,كنانه دخيبر په غزا كي ووژل شو او صفيه بندي شوه ,كله چې دخيبر دجنګ بنديان راټول كړاي شول نو حضرت دحيۀ كلبي رضي الله عنه حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې يوه مينځه وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل ورشه يوه خوښه كړه ,دحيۀ كلبي رضي الله عنه صفيه خوښه كړه چې پدې كې يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او عرض يې وكړ چې تاسي دبنو نضير او بنو قريضه يهودو رئيسه حضرت دحيۀ كلبي ته وركړه ؟ هغه يواځي له تاسو سره ښايي . رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت دحيه رضي الله عنه ته يوه بله مينځه وركړه او صفيه يې ازاده او بيا يې نكاح ورسره وكړه ,چې دخيبر په لاره په صهبا نومي ځاي كي يې دواده مراسم تر سره شول . رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت صفيي سره خورا مينه درلوده ,يوه ورځ يې وليده چې صفيه ژاړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل ولي ژاړې ؟ صفيي ورته وويل چې عايشه او زينب رضي الله عنهما وايي چې مونږ په ټولو بيبيانوكي غوره يو مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په نكاح سر بيره دهغه دتره لوڼې هم يو . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې :تاهغوي ته ولي ونه ويل چې حضرت هارون عليه السلام زما پلار ,حضرت موسى عليه السلام زما تره او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زما خاونددى ,نو په څه شي تاسي له ماڅخه ښې كيدلای شي ؟ حضرت صفيه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال وفات شوې او دجنت البقيع په هديره كې خاورو ته سپارل شوي ده . انا لله وانان اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

[سمادول] حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

د رسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دادواړه دقبطيانو وتلې انجونې دي . هغوی درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنګه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه . درسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنهاوه . رضى الله عنها وعنهن .

ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا .


[سمادول] حضرت ام كلثوم رضى الله عنها

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .

[سمادول] دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها

حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون .

[سمادول] ابراهيم

د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا

غزاګانې دبدر وتلې غزا د بني قينُعاع غزا داحد وتلې غزا دبئر معونه پيښه درجيع پيښه دبنو نضيرشړل دخندق غزا دبنو قريظه پای

دا خبره ډيره اختلافي ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو غزاګانو كې ګډون كړى وو څوك 27 څوك 20 او څوك يې بيا 18 ښيي چې مونږ له هغوی څخه لاندې يوڅو غزاګانې را اخلو  :

[سمادول] دبدر وتلې غزا :

د هجرت په دوهم كال درجب مياشت وه چې مسلمانانو دكفارو په يوه تجارتي قافله باندې چې دابو سفيان په مشرۍ كې له شام نه مكې ته راروانه وه دبريد كولو تابيا ونيوله 313 تنه مجاهدين چې ٧٤ تنه پكې مهاجر او نور يې انصار وو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا دزرو تنوكفري لښكرو چې له هغه مهال سره سم دهرډول جنګي ساز او سامان په درلودلو سره جګړې ته چمتو ووله مدينې څخه د باندې دمقابلې لپاره راووتل . درمضان المبارك په اوولسمه ورځ دواړه لښكرې سره مخامخ شوې ,خو ترجنګ په مخته شپه كې باران وشو ,دمسلمانانو د لورې شګلنه ځمكه كلكه اودمشركانو د لورې ځمكه خټې شوه ,په همدې شپه صحابۀ كرام بې غمه ويده شول ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوله شپه له الله تعالى سره په راز او نياز كې رڼه تيره كړه , دقريشو لښكر ته ارام ورپه برخه نه شو ,سهار دومره زړه نازړه وو چې دمسلمانانو لښكر ورته په سترګو ډير ښكاريده ,جګړه پيل شوه ډير ژر دقريشو مشران ووژل شول ,او لښكرې يې زړه ماتي او تيښته پرې ګډه شوه , دقريشو له لورې اويا تنه چې ډيرى يې مشران وو ووژل شول او همدومره بنديان شول ,له مسلمانانو څخه څوار لس تنه شهيدان شول چې شپږ تنه پكې مهاجر او اته تنه انصار وو,پدې ډول دا خونړۍ جګړه دمسلمانانو په بري