محمد صديق روهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد صديق روهي
محمد صديق روهي

محمد صديق روهي (زوکړه ۱۳۱۳ لېږديز لمريز کال - مۍ، ۱۹۹۶ ز.) (په انگرېزي: Muhammad Sideeq Rohi) يو افغان څېړونکی، ليکوال او اديب وو. هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی هم پاتې شوی. د ادبياتو او ادبي څېړنو په برخه کې يې ډېر کار کړى دى. ځينې اثار يې په پوهنتونونو کې تدريس کېږي. ادبي څېړنې يې تر ټولو مهم کتاب دى.

مخينه

محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په ١٣١٣ ل. ل. کال کې د خوست ولايت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترگې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شو.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزيو په لومړني ښوونځي (اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين او په ١٣٢٧ ل. ل. کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه په فراغت سره پای ته رسولې دي. د ١٣٤٧ ل. ل. کال په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او هماغلته يې د ماسترۍ دوره په پوره بري سره پای ته ورسوله.

دندې

ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنگي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارگانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنگي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنگي ټولنې د مشر په توگه هېواد او هېوادوالو ته ډېر خدمتونه کړي دي.

له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنگي ځوانانو په زيار او نوښت د محمد صديق روهي فرهنگي ټولنه جوړه شوې ده. دې ټولنې که له يوې خوا د خپلو فرهنگي – ادبي گټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي.

ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې درلودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د (کارمند شايسته فرهنگ) لقب هم ترﻻسه کړی وو.

نوموړی په ١٣٧١ ل ل کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکراين او په پای کې جرمني ته وﻻړ او د ١٩٩٦ ز کال په مۍ مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې له نړۍ سترگې پټې کړې. د دغه لوی فرهنگي شخصيت جنازه د هغه هېواد د مونشن گلادباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه. وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته ولېږدول شوه او په خپله پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

محمد صديق روهي منځمنۍ ونه، سوړ دماغ درلود او پر شونډو به يې تل موسکا خپره وه.  

چاپ شوي آثار يې

روهي د يوه علمي، فرهنگي او ادبي شخصيت په توگه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی ډېرې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنو يې په ﻻندې ډول يادونه کوو:

  1. د څېړنې ﻻرښود، پښتو ټولنه، د ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال چاپ.
  2. پښتو په بېلگه کې، پښتو ټولنه د ١٣٥٧ ل ل کال چاپ.
  3. ادبي څېړنې، پښتو ټولنه، د ١٣٦٠ ل ل کال چاپ.
  4. د ژبېښودنې مسألې، د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١ ل ل کال چاپ.
  5. د ادب او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥ ل ل کال چاپ.
  6. پښتو معاصر ادبيات، د ماسترۍ دورې لپاره، کابل پوهنتون، د ١٣٦٧ ل ل کال چاپ.
  7. فولکلور پېژندنه، د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ ل ل کال چاپ.
  8. د روښاني غورځنگ ماهيت، ناچاپ.
  9. د ادبياتو تاريخ، د دوولسم ټولگي لپاره، ناچاپ.
  10. شعر پېژندنه، د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ ل ل کال ﻻهور چاپ.
  11. جنگ داخلی افغانستان چگونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥ ل ل کال پېښور چاپ.
  12. رنگين تعبير، د دانش کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٧ ل ل کال پېښور چاپ.

باندنۍ تړنې

سرچينې