محمد داود داود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد داود داود

جنرال محمد داود داود (۱ د جنوري، ۱۹۶۹ ز. - ۲۸ د مۍ، ۲۰۱۱ ز.) (په انگرېزي: Mohammed Daud Daud) د افغانستان د تخار ولايت پخوانی والي او د کورنيو چارو د وزارت د مخدره موادو د مبارزې ضد ادارې مرستيال و.[۱] هغه د احمد شاه مسعود د تنظيم شورای نظار او د شمالي ټلوالې غړی و،[۲] چې د طالبانو پر وړاندې جگړه کې يې فعاله ونډه ترسره کړې. نوموړی د انجنيري د پوهنځۍ نه فارغ شوی و.[۳] او د پوهنځي نه د فراغت وروسته يې د روسانو پر وړاندې جگړه کې د جميعت او د شورای نظار جنگياليو ډلو سره يوځای شوی و.[۴] کله چې شمالي ټلوالې د طالبانو په وړاندې جگړه کوله نو داود هم د شمالي ټلوالې د يوه جنرال په توگه د طالبانو پر وړاندې جنگېده او د همدې ټلوالې د جنگياليو د قوماندې واک يې لاس کې و.[۵] هغه د احمد شاه مسعود يو مهم مرستيال او ساتونکی هم و. د دې تر څنگ د کندوز د پوځي ځواک بولندوی هم پاتې شوی و.[۶]

د کندوز جگړه

جنرال محمد داود داود په ۲۰۰۱ ز. کال کې د کندوز په قلا زال کې د طالبانو د محاصرې او د هغوی سره د وروستۍ سترې جگړې لوی پازوال و، چې د طالبانو په پرځولو کې يې اهمه ونډه لرلې[۷] د کندوز د محاصرې په مهال د ښار شاوخوا ټولې لارې د شمالي ټلوالې د ځواکونو لخوا محاصره شوي و. داسې اټکل کېږي چې د ښار په مېنځ کې له ۲۰۰۰۰ - ۳۰۰۰۰ طالبان محاصره شوي وه چې بيا وروسته ځينې ژوندي او ځينې نور زخمي ونيول شول. په دغو طالبانو کې ډېريو شمالي ټلوالې ته د تسليمېدلو په پرتله تر مړينې د جگړې هوډ کړی و[۸].

سرچينې

  1. Counter Narcotics Police Seize 133 KG of Processed Heroin
  2. (په 2006-03-08 باندې). Poppy crop destruction sows discord for British. The Times.
  3. (په 2006-08-18 باندې). Poppy harvest at a record level. Times Online
  4. http://www.unodc.org/pdf/afg/2005CounterNarcoticsLawEnforcementUpdate4.pdf
  5. "Afghanistan's Drug Trade: What Can Be Done? - Newsweek: World News". MSNBC. 2006-01-09. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghan commander denies fighting over poppy tax in northeast - AIP. (08-FEB-04) Asia Africa Intelligence Wire". Accessmylibrary.com. 2004-02-08. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan News August 29, 2003". Afghanistannewscenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2001-11-16 باندې). Soldiers in city under siege vow to fight to bitter end - Asia, World. The Independent.