محمد حسن حقيار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد حسن حقيار

محمد حسن حقيار د ښاغلي جان گل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی . دی د پیر سيد احمد گيلاني د ډلې غړی دی . برسېره پر ځانگړو ژباړو د انټرنټ په مټ په رازو رازو افغاني پاڼو کې سياسي شننې او تبصرې لیکي .

زده کړې

ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق (رض) له انستېتيوت څخه په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري ترلاسه کړې دي.

له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى او ددې تر څنگ يې په بېلابېلو وختونو کې گڼ شمېر روغتيايي او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي .

د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلگونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي .

ښاغلي حقيار خپلي زده کړي د قضا او قانون په برخه کي د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي .

دندې

له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٥ پورې دننگرهار دبرېښنا رياست دخدماتو لوى مدير او دننگرهار دعلماءو دشورى غړى .

له ١٣٧٥ تر١٣٧٦ داطلاعاتو او کلتور دوزارت دخپرونو دلوى رياست مرستيال او دبهرنيو خپرونو دارزيابئ د کمېسېون مشر .

له ١٣٧٦تر١٣٧٧ په مافوق رتبه بست کې دکانو او صنايعو دوزارت دجيولوجي او علمي تحقيقاتو دانستيتيوت لوى رئيس .

له ١٣٧٧ تر ١٣٧٩ دهمدي وزارت مالي او اداري لوى رئيس او دکتاب مجلې مسؤول مدير .

له ١٣٧٩ تر١٣٨٠ پورې دجنوب لويديځ زون ( دهرات او شاوخوا ٦ ولاياتو) دکانو او صنايعو لوى رئيس

له ١٣٨١ تر ١٣٨٣پورې دملگرو ملتونو دبشر داستوگنې کارکوونکى .

له ١٣٨٣ تراوسه دافغان وطن گوند دسياسي کمېټې مشر او دپژواک خبري آژانس همکار .

ناچاپ اثار

  1. - ښځه په اسلام کې - په دوه ټوکو کې تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٧٤
  2. - کورنى ژوند - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٨٠
  3. - کورنۍ فقه - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٧٨
  4. - د منبر غږ - د مشرانو ويناوې - د چاپ کال ١٣٧٩
  5. - ښځه او اسلام - تحقيقي اثر - د چاپ کال ١٣٨٠
  6. - د سباوون وږمې - شعري ټولگه - د چاپ کال ١٣٧٨

چاپ ته چمتو اثار

  1. سور تعويذ - د لنډو کيسو ټولگه
  2. د ښيښې زړه - د شعرونو ټولگه
  3. موسيقي او اسلام - تحقيقي
  4. د شريعت د تورم او بدلون تيوري - تحقيقي لنډه رساله
  5. سپېڅلې وړانگې - په مطبوعاتو کې خپرې شوې تحقيقي او تحليلي مقالې

سرچينې

باندنۍ تړنې