محمد حسنی مبارک

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
انګېلا دوروتيا مېرکل

محمد حسني مبارک د مصر څلورم او اوسنی ولسمشر دی. نوموړې په مصر له اوښتون راوروسته څلورم ولسمشر او دوسله والو ځواکونو مشر او د ملي ديموکراټ ګوند رئيس دی.

نيوليک

زده کړې

حسني مبارک، چې پوره نوم يې محمد حسني سيد ابراهيم مبارک دی د ۱۹۲۸ ز دمی پر ۴ مه نېټه زیږيدلې دی. حسني مبارک په شبين الکوم کې منځنۍ زده کړې تر سره کړې او ورپسې حربي پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۴۹ ز کې يې په عسکري علومو کې ليسانس تر لاسه کړ او د ډګرمن له رتبې سره ترې فارغ شو.

د فارغیدو نه وروسته، حسني د مصري ځواکونو په پياده لواء کې يې دنده وموندله. دوه مياشتې يې دغه دنده تر سره کړه، چې دهوانوردۍ پوهنځي اعلان وکړ، چې موږ د حربي پوهنتون نوي فارغان نيسو. حسني مبارک له نورو يولسو تنو سره غوښتنلیک ورکړ او له ازموينې وروسته يې په دغه پوهنځي کې زده کړې پيل کړې او د ۱۹۵۰ ز دمارچ پر ۱۲ ترې فارغ شو. د نورو زده کړو لپاره په ۱۹۶۴ ز د پخواني شوروي اتحاد د فرونز حربي پوهنتون ته ولاړ او هورې يې لوړې زده کړې ترسره کړې او بېرته مصر ته راوګرځيد.

دندې

پوځي دندې

حسني مبارک له فراغت وروسته د ۱۹۵۰ ز د مارچ په ۱۳ مه نېټه په العریش کې د مصر په هوايي ځواکونو کې پر دنده وګومارل شو.[1] وروسته بيا په ۱۹۵۱ ز کې حلوان هوايي ډګر ته واستول شو، چې دجنګي الوتکو دروزنې کورسونه پيل کړ. په همدغه کال کې دهوايي زده کړو پوهنځي ته د استاد په توګه واستول شو او تر څنګ يې د پوهنځي د مرستيال چارې هم تر سره کولې او ۱۹۵۱ ز پورې يې همدغه دنده درلوده. د المغرب او الجزایر تر منځ د جګړې پر مهال يې الوتکه د تخنیکي ستونزې له کبله په المغرب کې د کيناستو ته اړ شوه او نوموړي له خپلو ملګرو سره د المغرب له چارواکو لخوا بندي شو.

حسني مبارک د نظامي زده کړو په موخه بهرنيو هېوادو ته ډیر سفرونه کړي دي. نوموړې د ۱۹۶۶ ز د جون پر ۳۰ مه نېټه د پلازمنيې القاهرې په لويدیځ کې دهوايي اډې مشر وټاکل شو. د ۱۹۶۷ ز د جون پر ۲۵ مه نېټه حسني مبارک د بني سویف هوايي ډګر قومندان شو او دهمدې کال د نومبر په مياشت کې دهوايي زده کړو د پوهنځي رئيس شو. مبارک د ۱۹۷۲ ز په اپريل کې هوايي ځواکونو عمومي قومندان او د دفاع وزیر مرستيال وټاکل شو. پردې سربېره يې د ۱۹۷۳ ز داکتوبر د جګړې عمومي قومندان هم و او په ۱۹۷۴ ز کې ډګروال شو.[1]

سياسي دندې

انور السادات د ۱۹۷۵ ز د اپريل پر ۱۵ مه نېټه د خپل مرستيال په توګه غوره کړ. کله چې انور السادات پریکړه وکړه چې د مصر پر ځای د حکومت لپاره ملي ډيموکراټ ګوند جوړ کړي نو حسني مبارک يې هم د ځان لپاره د ګوند دمرستيال په توګه غوره کړ. په دغه پړاو کې حسني مبارک په عربي او نړيواله کچه ډېر سفرونه او کارونه تر سره کړل او دنړۍ زيات شمېر هېوادونه يې وليدل او له مصر سره يې د دغو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړې کولو کې د پام وړ مرسته وکړه.

حسني مبارک دانور السادات له ترور وروسته، د ۱۹۸۱ ز د اکتوبر پر ۱۴ مه نېټه د پارلمان له لورې کانديد او د ټولپوښتنې په ترڅ کې د مصر د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ځکه چې انور السادات د ۱۹۸۱ ز داکتوبر پر ۶ د اکتوبر د جګړې د بري د لمانځنې پر مهال د خالد الاسلامبولي پر وسيله ترور شو. حسني مبارک د ۱۹۸۲ ز د جنورۍ پر ۲۶ مه نېټه د ګوند مشر شو.

واکمني

  • د ۱۹۸۱ ز داکتوبر ۱۴ دپارلمان له کانديدا وروسته دټولپوښتنې په ترڅ کې د مصر ولسمشر شو.
  • د ۱۹۸۷ ز داکتوبر ۵ ددويم ځل لپاره دټولپوښتنې له لارې ولسمشر شو.
  • د ۱۹۹۳ ز کې د ټولپوښتنې له لارې د درېيم ځل لپاره د مصر ولسمشر شو.
  • د ۱۹۹۹ ز کې د ټولپوښتنې له لارې د څلورم ځل لپاره د مصر ولسمشر شو.
  • د ۲۰۰۵ ز کې د پنځم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکترايمن نور سيال و، چې ټاکنې يې وګټلې او ايمن نور يې د درغلۍ په تور زندان ته واستوه.

شخصي ژوند

حسني مبارک له سوزان صالح ثابت سره، چې په سوزان مبارک مشهوره ده واده کړې دی او دعلاء او جمال په نوم دوه زامن او دوه لمسيان لري.

سرچينې

  1. 1.0 1.1 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Air Marshal Mohammed Honsi Mubarak. Egyptian Armed Forces Web Site. Egyptian Armed Forces. URL accessed on 2009-05-30.