محمد انعام واک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انجنير محمد انعام واک
انجنير محمد انعام واک

انجنير محمد انعام واک (زوکړه د ۱۳۳۳ ل ل کال ليندۍ، د ننگرهار ولايت)، د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه

محمد انعام واک د محمداجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال په ليندۍ (١٩٥٤ ډسمبر) مياشت کې د ننگرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. 

زده کړي

  • د ١٩٦١ څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پورې يې لومړنۍ زده کړې د لېسې تر کچې بشپړې کړې دي.
  • له ١٩٧٣ تر ١٩٧٧ ز کاله د کابل پوهنتون د طبيعي علومو د پوهنځي د ځمکپوهنې د ليسانس دوره.
  • ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز کال شپږ مياشتينی پوځي خدمت (تعليمي غنډ – ننگرهار).
  • له ١٩٨٧ تر ١٩٨٨ ز کاله د کمپيوټر زده کړه پېښور.
  • له ٢٠٠٢ تر ٢٠٠٤ ز کاله د ناروېژي ژبې زده کړه، د اوسلو پوهنتون د تاريخ او فلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبې کورس، اوسلو.
  • ٢٠٠٣ ز کال د انگريزي ژبې ازموينه د لورنسکوگ عالي لېسه، ناروي.
  • ٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزې وگړپوهنې Social Anthropology د څانگې زده کړيال.

علمي او څېړنيز کارونه

په ټولنيزه او سياسي برخه کې:

  • په ختيځ نورستان کې د اپيني نشه يانو سروې، واک فونډېشن، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .
  • ١٩٩٤ زېږديز کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ کې د اپينو د توليد د کموالي سروې (واک فونډېشن، ننگرهار.)
  • ١٩٩٤ زېږديز کال په ننگرهار او لغمان کې د اپيني نشه يانو سروې (واک فونډېشن).
  • ١٩٩٥ زېږديز کال (اسلامي بنسټ پالنه) ناچاپ څېړنه.
  • (١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز) (پښتونولي او اسلام) يوه ناچاپ څېړنه.

دندې

ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز کال کې پاکستان ته مهاجر شو.

  • ( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ زېږديز کالونه) د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت جيولوجيست.
  • ( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ زېږديز کالونه) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د ( DACAAR) کمېټې د اوبو لگولو د څانگې مسلکي ساحوي کارکوونکی.
  • ( ١٩٨٨ – ١٩٩٣ زېږديز کالونه) په پېښور کې د ( افغان ملت ) د جريدې مسول مدير.
  • ( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ زېږديز کالونه) د افغان نادولتي موسسې ( AAA ) د بياودانولو د برخې مسول.
  • ١٩٩٠ زېږديز کال د افغان نادولتي موسسې ( AAA) مشر.
  • ( ١٩٩١ – ١٩٩٦ زېږديز کالونه ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن (د افغانستان قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلنې پروژې مشر.
  • ( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ زېږديز کالونه ) د افغانستان د بيا ودانولو د افغان غير دولتي موسسې ARDP لپاره د ملگرو ملتونو د انکشافي پروگرام UNDP/ OPS سره په خوست ولايت کې د اوبو لگولو د يوې پروژې د تړون لاسليک کوونکی او مشر.
  • ( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ زېږديز کالونه) د ARDP مشر او بنسټ اېښودونکی.
  • ( ١٩٩٤ – ١٩٩٥ زېږديز کالونه ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورگان ( مخدرات The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير.
  • ١٩٩٩ زېږديز کالونه، د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban ) د سروې او څېړنې د پروژې مشر.
  • ١٩٩٩ ز کال د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د (افغان نظرياتو د سروې Afghan Opinion survey ) د پروژې مشر.

په ايران کې

  • ( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) د ايران د بوشهر او اصفهان په ولايتونو کې د ايران د بيارغونې وزارت د کانونو او اوبو د کميټو انجنير.

په ناروې کې

  • ( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر.
  • ( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز کال ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي (پښتو) ښوونکی.

چاپ شوي اثار

  1. افغانستان اسلامي بنسټپالنه او افغاني ناسيوناليزم، په انگريزي ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
  2. افغانستان درېيم قوت، په پښتو ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
  3. د افغانستان قومي جوړښت، د ۱۹۹۸ ز کال پېښور چاپ.
  4. د افغانستان قومي جوړښت، په انگريزي ژبه، د KOR له خوا د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
  5. افغانستان: فډرالي سيسټم؟، په پښتو ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
  6. د شومه دم انگازې، پښتو شعري ټولگه، د ۱۹۹۳ ز کال پېښور چاپ.
  7. د شعر په برخه کې د (مور) د جايزې گټونکی ( ١٩٧٥ زېږديز کال- کابل).
  8. د بوشهر د کانونو پېژندنه، جنوبي ايران په فارسي ژبه، د ۱۹۸۵ ز کال ايران چاپ.
  9. په مرکزي ايران کې د غير فلزي مينرالونو لومړنی راپور، په فارسي ژبه، د ۱۹۸۶ ز کال ايران چاپ.
  10. خان او کميسار، پښتو ناول، د ۲۰۱۳ ز کال چاپ.

مقالې

په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .

سيمينارونه

ښاغلي واک د ( ١٩٨٣څخه تر ٢٠٠٥ ) کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د گډون تر څنگ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی:

  1. په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ - ناروې )
  2. دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( گيورگ مارگن سټېرن ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .
  3. ( په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .

باندنۍ تړنې