محمد افضل شوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شلېدلی امېل
شلېدلی امېل

محمد افضل شوق (۱۹۵۷ ز کال - د ۲۰۱۰ ز کال د نومبر ۱۳، اسلام اباد) (په انگرېزي: Muhammad Afzal Shauq) يو پښتون شاعر، ليکوال او سېلانی څېړونکی وو.

مخينه

محمد افضل شوق پر ۱۹۵۷ ز کال په پښتونخوا کې زېږېدی وو. هغه خپلې زده کړې په خپله پلرنۍ سيمې کې ترسره کړې. لوړې زده کړې يې په بلوچستان پوهنتون کې بيل کړې او د ټولنپوهنې په څانگه کې يې ماسټري ترلاسه کړې ده. په ۱۹۹۸ کې د مصر له کايرو ډموگراپيک سنټر څخه د وگړشمېرنې په څانگه کې دويمه ماسټري ترلاسه کړه. له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۶ پورې يې په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د ټولنپوهنې د استاد په توگه دنده ترسره کړه. تر هغه وروسته يې د وگړیو د پرمختيا په ادارو کې دنده ترسره کړه. له ۱۹۸۶ کال کې تر ۲۰۱۰ ز کاله يې د وگړو د بهبودي جگپوړي افسر په توگه دنده ترسره کړې. همدا شان يې په راډيو پاکستان کوېټه کې او د پاکستان په ټلويزوني چينلونو کې د وياند، سکرپټ ليکوال او د شاعر په توگه هم دنده ترسره کړې. همدا راز يې په گڼ شمېر ټولنيزو موضوعگانو باندې ليکنې او مقالې خپرې شوې دي.

نوموړى د گڼو کتابونو تر څنگ پر بېلابېلو ټولنيزو مسايلو ليکنې وکړې. ارواښاد شوق په پښتو ادب کې د يونليک د ليکوال په توگه ډېر زيات مشهور دى. اوه گامه مزل، مزل پر واورو باندې، او د لمر د کلي په لور يونليکونو يې ډېر زيات مينوال وموندل. د دې تر څنگ د نوموړي دوې شعري ټولگې په لټون ستا د څيرې او شلېدلى اميل هم چاپ شوي دي.

ليکوالې او شاعرې سيده حسينه گل تنها د نوموړي د ادبي کارونو او ژوند په اړه د افضل… افضل شوق په نوم يو اثر ليکلى. افضل شوق د پښتو تر څنگ په نورو ژبو هم ليکل کول. نوموړي د خپل خاص انداز په زور د بهرنيو ليکوالو پام ور اړولى وو. د هغه نښيزونه انگليسي او چينايي ته هم ژباړل شوي دي. د شوق د شعر شاعرۍ او ژوند په اړه بهرنيو ليکوالو زيات ليکل کړي او د سولې سره يې د هغه لېونۍ مينه ستايلې ده.

افضل شوق د فرشته په نوم يو ټولنه هم درلوده چې د نړۍ د هرې برخې ليکوالو او هنرمندانو په کې ونډه درلوده.


مدني اکر

محمد افضل شوق څلور زامن او یوه لور لري چې نومونه يې عزيز یار خان، قامیار خان، حکمتیار خان، د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی اولس يار خان او سکاني هدیل بریشنا افضل خان دي.

مړینه

محمد افضل شوق د ۲۰۱۰ ز کال د نومبر پر ۱۳ په اسلام اباد کې د زړه د حملې له لامله ساه ورکړه. اروا یې ښاده او جنت يې ځای شه.


چاپ شوي نښيرونه يې

۱- اووه گامه مزل (يونليک).

۲- مزل پر واورو باندې (يونليک).

۳- د لمر د کلي په لور (يونليک).

۴- په لټون ستا د څېرې (شعري ټولگه).

۵- شلېدلی امېل (شعري ټولگه).

۶- پروني مخونه(ناول).


باندنۍ تړنې

۲- https://larawbar.net/22796.html#.X2ci8dSF5kg[مړه لينکونه]