محمد اسلم وطنجار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد اسلم وطنجار
محمد اسلم وطنجار
محمد اسلم وطنجار

محمد اسلم وطنجار (۱۹۴۶-۲۰۰۰) (په انگرېزي:Muhammad Aslam Watanjar) يو افغان جنرال او سياسي څېره وه. نوموړي د ۱۹۷۸ ز. کال کې پر ولسمشر سردار محمد داود خان باندې په کودتا کې اهم رول درلوده. چې همدې کودتا سره د ثور انقلاب پيل شو او نوموړی د کمونيستانو په حکومت کې يو جگپوړی چارواکی شو.

مخينه[سمول]

محمد اسلم وطنجار د پکتيا يو اندړ غلجی پښتون ؤ. هغه په افغانستان کې د کابل په پوځي اکاډمۍ کې خپلې پوځي زده کړې ترلاسه کړي وې، بيا وروسته روسيې ته ولاړه او هلته يې د ټانکستۍ په څانگه کې نورې زده کړې ترلاسه کړې.