محمد آصف صميم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد محمداصف صميم
استاد محمداصف صميم

محمد آصف صميم يو افغان نقاد، شاعر، ليکوال، څېړونکی او ژباړونکی دی. هغه د صميم د خپرندويې ټولنې مشر دی او گڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي.

مخينه

د ښاغلي صمیم له خولې چې وايي : زه د خپل پلار له خولې په ۱۳۳۱لمريز كې په كامه كې زېږېدلې يم، پلار مې د خپل رسمي حيثيت په رڼا كې چې ټول عمر يې د پوهنې په مختلفو ډگرونو كې په خدمت تېر كړې دى، زه ډېر كمكې (پينځه كلن) ښوونځي ته ولېږلم، په ښوونځي كې مې استقرار هم د هغوي له رسمي وظيفې سره موازي ؤ، او زيات كوښښ به يې دا ؤ، چې ترخپلې څارنۍ لاندې راباندې درس ولولي.

د استاد محمد اصف صميم په اړه شهرت ننگيال داسې ليكي

استاد محمد آصف صميم صميمي او اشنا پال ځوان دى، روانه او جاذبه طبع او شمېرلې حركات لري، خوږ ژبې، دراك او خليق ليكوال او د پاخه تنقيدي شعور خاوند دى. په عادي ليكونو كې هم چې ملگرو ته يې لېږي داسې خوندور عبارات او جملې كاروي چې د سړي زړه غواړي څو ځله يې تکرار كړي. محمد آصف صميم په نثر او نظم دواړو كې زړه وړونكې او مليح قلم لري. محمد آصف صميم دومره سپن زړی دى، چې خالصه توگه هم رېښتيا گڼي، خو يو كار پكې دى او هغه دا چې ډېر ژر او په معمولي او وړه خبره هم خپه وي. اوبيا يې پخلا كېدل هم څه آسانه کار ندي. محمد آصف صميم دومره شرمگير دى، دومره چې خپل دوستان يې د خپلې كوژدې په كارتونو كې د قران عظيم الشان د ختم په نامه راغوښتي وو.

زده كړې

لومړی ټولگی ېې د شينوارو په غني خېلو او پاتې نور ېې تر اتمه د كامې په مراد علي لېسه كې ولوستل، بيا ېې د كونړ عمراخان لېسې ته بدلونه پاڼه واخېسته، د لسم تر نيمايي ېې هلته زده کړه وکړه، د ۱۳۴۷ل په چنگاښ كې رحمان بابا لېسې ته لاړ، خو په پاتې نيم ښوونيز كال كې ېې سم پوره نكړاى شو، له تا نه څه پرده،پخپله محمد اصف صميم وايي! بس گونډه مې ووهله، د يو كلن ښوونيز زيان د تلافۍ لپاره د ۱۳۴۷ل په پاى كې بېرته مرادعلي لېسې ته راغلم، مخې كال ته مې يوولسم پېل كړ، يو څو مياشتې مې لا نه وى تېرې كړې، چې د اور يوې سختې پېښې مې ارمانونه لوخړه كړل، او بيا يې يو كال له درسه وايستم. تر يو څه نسبي روغتيا وروسته مې يوولسم بيا له سره كړ، د ۱۳۵۰ل د تلې مياشت كې د جلالكوټ ، (ننگرهار لېسې) دولسم ته بلونپاڼه يووړه، څه به دې سر خوږوم، خو تر ډېرې ستومانۍ وروسته د ۱۳۵۱ل په وږي مياشت كې ترې په وروستۍ درجه په ډېر خير راووتم.

لوړې زده كړې

استاد محمدآصف صمېم ۱۳۵۲ل كال د وري مياشت كانكور ازموينې كې د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي په عربي څانگې ته بريالې او د ۱۳۵۶ل كال د جدي په مياشت كې د لنسان درجې زده كړې پاى ته ورسولې.

دندې

آصف صميم لكه څرنگه چې يې له ټنډې ښكاري د دولتي دندو چندانې شوقي نه ښكاري، خو بيا يې هم د دولت په چوكاټ كې ځينې دندې ترسره كړي، چې دلته به يې په لڼد ډول سره راوړو:

له پوهنتون څخه په فارغېدو يې د كار لټه پيل كړه، ترڅو د ملگرو په مشوره يې د پښتو څېړنو په نړيوال مركز كې د دندې لپاره خپله عرضپاڼه وړاندې كړه، چې د ۱۳۵۷ل د ثور په ۲۶مه په نوموړي اكاډېميك مركز د غړي په توگه ومنل شو. مگر د دندې يې پينځه مياشتې لا تېرې نه وى، چې دده په وينا: (د خلكو زامنو د خلكو د دوښمنۍ په تور له مركزه را وايستم). لدې وروسته يې د د اېمل خان بابا په لېسه كې د ښوونكي په توگه دندې ته زړه ښه كړ، مگر د تېر په څېر يې دلته هم هماغه له خلكو سره دوښمني!!؟؟ د سر درد شوه، او له دندې يو ځل بيا گوښه كړاى شو. لدې وروسته د كامې مراد علي لېسې ته ولاړ، خو هورې هم هماغه تور ؤ، چې ترې سپين نشو.

د خلقيانو رسمي مېلمه كېدنه

آصف صميم هم د نورو زرگونو افغانانو په څېر د شاهي مېلمه توبه خلاص شوې نه دى. دې ښاغلي هم د نورو بېوزله افغانانو په څېر د كمونست رژيم د تورو تيارو مېلمه شوې، او هغه هم په يو ځل نه چې په وار وار او په كراتو مراتو. صميم صېب د كمونستي رژيم لومړې بند هماغه د اېمل خان بابا د لېسه كې د ښوونې پروخت نيونه او د يوې مياشتې لپاره تر څارنې لاندې ؤ. له يوې مياشتې څخه وروسته كله چې د كامې مراد علي لېسې ته ولاړ، نو هورې يو ځل بيا د تېر په څېر د بند تورو تنبو شاته وغورځول شو، چې دا پلا يې د بند موده څه كم و زيات كال ته وراوږده كړه. د ۱۳۵۸ل د ليندۍ د مياشت له راخوشې كېدو سره سم مخ په كامه شو، ترڅو د مجاهدينو په لاس خپلواكه كامه كې د ارام سا واخلي.

د هجرت په چاپېريال كې لومړې د حزب اسلامي د سېد جمال الدين افغان په لېسه كې ښوونكې ؤ، له دوه كلو وروسته د اووه گوني اتحاد په فرهنگي كمېټه كې د قيام حق مهالنۍ مرستيال وټاكل شو، چې د تېر په څېر يې دا ځل خپله استعفى وركړه. په ۱۳۸ كې د ننگرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي كې د ښوونكي دنده ترلاسه كړه، خو د له لنډې مودې وروسته يې دا دنده هم پرېښوده، او له هماغه راهيسې تردې دمه په خپل كاله كې په ليكنو، څېړنو او مطالعې بوخت دى.

ليكلي اثار

استاد محمد اصف صميم له ۱۳۵۳ل څخه تر ۱۳۷۱ل پورې د هېواد او پېښور په بېلابېلو كولتوري، مطبوعاتي او ښوونيزو موسسو كې دندې ترسره كړي. او له ۱۳۷۱ل څخه تر ۱۳۷۶ل پورې د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي كې د ښوونكي په توگه پاتې شوې. د استاد خپاره شوي اثار په لاندې ډول دي:

څېړنې

  1. د رحمان بابا د ديوان نومښود- ۱۳۶۵ل
  2. مړه يې مه بولئ ژوندي دي، لومړې ټوك- ۱۳۶۵ل
  3. مړه يې مه بولئ ژوندي دي، دويم ټوك- ۱۳۶۶ل
  4. د پټې خزانې ميزان رېښتيا ميزان دى؟
  5. د كره ليكنۍ ژبې جاج- ۱۳۶۹ل
  6. د رغونې شاعرۍ كړنې- ۱۳۷۸ل
  7. وييزېرمه (لغوي ذخيره)- ۱۳۸۱ل
  8. د عبدالحميد مومند فرهنگ- ۱۳۸۱ل
  9. پښتو لوست (د شپږم ټولگي) ۱۳۶۷ل
  10. پښتو لوست (د څلورم ټولگي) ۱۳۶۷ل
  11. د عبدالحميد مومند كليات (سريزه، څېړنه او وييپانگه) ۱۳۸۳ل

ژباړې

  1. رېښتيانۍ كيسې- ۱۳۶۴ل
  2. د پېغمبري مكتب رېښتيني اتلان- ۱۳۶۸
  3. د مذهب په جامه كې د استعمار مزدوران
  4. وهابيت
  5. د افغانستان مېړني
  6. رېښتيا خبرې ۱۳۸۲ل
  7. او پر دې سربېره د استاد لاندې كتابونه خپرېدو ته سترگې په لار دي:
  8. د رغونې شاعرۍ جوليزه او مانيزه يو رنگي
  9. د رحمان بابا فرهنگ
  10. پښتو نامې
  11. شاعر د شاعر په هنداره كې
  12. خوشال يادې كړې ښځمنې
  13. د لرغونې شاعرۍ ۵۰۰ متلونه
  14. روحاني عرفاني فرهنگ (دوه ټوكه)
  15. د لرغونې شاعرۍ غورچاڼ

ناچاپ ليكلي او ژباړلي اثار

محمد آصف صميم د وحدت اسلامي ورځپاڼې، قيام حق، شهيد پېغام شفق او سپېدې له مهالنيو سره قلمي همكاري كړې، او په لاندې ډول يې د ځينو ليكلو كتابونو نومونه راخلو:

  1. رېښتيانۍ كيسې (ژباړه) چاپ
  2. توحيدي ټولنه او ټولنيز عدالت (ژباړه) ناچاپ
  3. د حضرت علي رضي الله عنه لنډې ويناوې (ژباړه) ناچاپ
  4. رېښتيا خبرې درې ټوكه (ژباړه) ناچاپ

د صميم صېب د نثر بېلگه

د صميم صېب د شعر بېلگه

د شعر بېلگه:

د غوږو کچگول مې واچاوه په غاړه د ښار هر ورته ته شوم ستړی په ولاړه
ما ویل خیر به پکې ترنگ د رباب راوړم چا ویل کډه د رباب خو پرون ولاړه

اخځليكونه

  • د مينې مهالنۍ خپرونه، درېيم كال، درېيمه گڼه، پرله پسې دولسمه گڼه، ورى ۱۳۸۴ل