محمد يونس خالص
مولوي محمد يونس "خالص" (۱۲۲۸ ل. = ۱۹۱۹ ز. - اکتوبر، ۲۰۰۳ ز.) د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ د گندمک د کلي (قاضيانوکلا) زيږيدلى. مولوي صېب په افغانستان کې يوه پېژندل شوې ټولنيزه، سياسي او مذهبي څېره ده، چې ظاهرشاي پير څخه يې په خپلو ولس راويښوونكو حماسي شعرونو په وسيله د هغو نادودو او نارواو خلاف افغان ولس راويښولو كوښښ وكړ، چې تش په نامه ډېموكراسۍ په دودولو يې د اسلام او مسلمان په بدنامولو پسې مټې رابډ وهې وى. د روسانو د يرغل وروسته يې په عملي توگه جهادي غورځنگ کې خپله پرېكنده ونډه واخيسته، او د (افغانستان اسلامي حزب) په نامه غورځنگ بنسټ يې كېښود او تر مړينې پورې يې د هر ښكېلاكي ځواك پر خلاف ددې غورځنگ مشري پر غاړه وه.
زده کړې
ښاغلی خالص خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق او نورو علماؤ څخه وکړې او بيا د نورو ديني کتابونو د لوستلو لپاره چې د ده مور او پلار يې ډير هيله مند و سرحدي سيمو ته ولېږو.د ځينو علماؤ څخه يې يو شمېر کتابونه ولوستل او بيا له هغه ځايه د خپل مشر ورور مرحوم مولوي محمد يوسف سره د درس لپاره د "ديوبند" مشهورې مدرسې ته لاړ خو هلته په رسېدو ورته معلومه شوه چې د همدې مدرسې څخه يو نوي فارغ شوي مشهور ديني عالم مولوي عبدالحق (رحمة الله عليه) د سرحد په اکوړه خټک کې مدرسه جوړه کړې نو دوى بېرته راستانه او د اکوړه خټک په "حقانيه" مدرسه کې يې په درس پېل وکړ. د څه وخت لپاره يې هلته او د سرحد په نورو ځايونو کې درسونه وويل او د علم د فضيلت او وياړ څخه ډکه او قدرمنه پټگۍ يې وتړله. او لدې امله چې هغه دېر ذهين ؤ د کتابونو د لوستلو سره سره قرآنکريم حفظ کړ.
دندې
مولوي "خالص" د 1320 هـ، ش په لسيزه کې بېرته هېواد ته ستون شو څه وخت يې ديني طالبانو ته تدريس وکړ او بيا د عدليې د وزارت لخوا کابل کې د "دارالقضاة" په مدرسه کې د استاد په توگه وگومارل شو، څه موده وروسته بيا د مطبوعاتو په رياست کې د " تربيۀ افکار" په عمومي مديريت کې يې د مامور په حيث او بيا وروسته تر څو کلونو پورې د (پيام حق ) مجلې د مسئول مدير په توگه کار وکړ چې په همدې مهال څو کاله د راديو کابل سهارنى پروگرام د همده لخوا د قرآنکريم په تلاوت او تفسير سره پيل کېدلو. مولوي محمد يونس "خالص" په همدغه لسيزه کې په خوست کې د (وړانگې ) ورځپاڼې د مسئٍول مدير په توگه هم دنده ترسره کړې ده او همدلته د پښتورگو په تکليف اخته او د تقاعد غوښتنه يې وکړه . د 1340 هـ ش لسيزې په پېل کې يې د کابل په عربي دارالعلوم کې د استاد په توگه تدريس پيل کړ او څه موده وروسته د ننگرهار د (ملکيارهوتک) په متوسطه کې د استاد په توگه توظيف شو چې لدې څخه وروسته په حصارک غلجائي او بيا د خوگياڼيو ولسوالۍ مربوط د هاشم خيلو په ابتدائيه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه مقرر شو. مولوي "خالص" په 1349 هـ ش کال کې دا دنده پريښودله او په همدې کال کې يې د لومړي ځل لپاره د بيت الله شريف د حج فريضه اداء کړه . مولوي "خالص" د 1350 هـ ش لسيزې د لومړنيو کلونو په پېل کې په کابل کې د بيهقي نشراتي اداره کې دنده په غاړه واخيستله چې څه موده وروسته يې کار پرېښود او پخپلوکورنيو چارو بوخت شو. په 1353 هـ ش کال کې د ده مشر ځوي مولوي محمد نسيم "عابد" چې د مزار شريف د اسديې په مدرسه کې استاد و د داود خان د حکومت لخوا ونيول شو (هغه بيا زندان کې په شهادت ورسول شو).
سياسي ډگر
مولوي "خالص" په 1354 هـ ش کال کې لدې امله چې مشهور کمونستان د سردار محمد داؤد په اداره کې په لوړو چوکيو بوخت او نفوذ يې ورځ په ورځ زياتېدلو سرحدي سيمو ته په هجرت کولو اړ شو. هغه چې د پخواني بادشاه محمدظاهر شاه له وخته د بې دينۍ پرضد مبارزه پېل کړې وه د هجرت څخه وروسته يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي) کـې د کـمونستانو د منځته راتگ څخه سمدستي وروسته د افغانستان د اسلامي حزب په نوم گوند اعلان کړ او د چنگاښ په مياشت کې د عملي جهاد د پيل لپاره ننگرهار ته لاړ . دې گوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته چې په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي "خالص" پخپله ننگرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي مرکز تاسيس کړ . د مولوي محمد يونس "خالص" پلار ملا عبدالاکبر د انگريزانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستې وه او مولوي "خالص" د (1357 هـ ش) کال د سرطان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله . هغه د جهاد په اوو رهبرانو کې يواځنى جهادي مشر و چې پخپله به جهاد ته تللو او هلته به يې هر څه پخپله رهبري کول. مولوي "خالص" پخپل منځي جگړو کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په گډون د يو لادين قوت سره هم سازش ندى کړى . مولوي محمد يونس "خالص" د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه شعر ډيرې ځانگړتياوې درلودې چې د( بډه )، (پوچ کارتوس)، (گوته په غاښ) او (ماراو لړم ) شعرونو يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ .
ليکوالي
هغه يو شمېر کتابونه په پښتو او عربي ژبو ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي چې د هغو د جملې څخه:
- ديني ملغلرې
- اسلامي روح
- اسلام او انساني تمدن
- خوږه ترخه (شعر)
- سپينه توره (شعر)
- ژوندي اشعار(شعرونه)
- دامونه او دانې(شعرونه)
- تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)
- باغي څوک دى؟
- عقل، تقليد او دنيوي گټې وټې
- د اسلامي عالم نن او پرون
- ناوړه دودونه [د عربۍ څخه ژباړه]
- شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)
- شرح العقيدة الطحاوية تاليف(عربي)
- المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو)
- اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)
- دين او اسلامي تمدن(ژباړه)
- روح الاجتماع
- حكمتيار صيب څه وايي؟
- د حج لارښوونكى
- د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى
- ديني گټې وټې
- حساب
رسالې
- ازموده را ازمودن خطا است
- ښځه او نر د انساني ټولنې دوه وزرونه دي
مولوي "خالص" په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريگن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلي دين د منلو بلنه ورکړې وه . هغه همېشه پخپلو فيصلو او موقفونو کې خورا قاطع او خپلواک ؤ او ډېر زيات سياسي بصيرت يې درلوده چې د راتلونکي په هکله به د هغه ډېر اټکلونه ټيک او سم ختل. د مثال په ډول کله چې د 1994 ميلادي کال په مارچ کې د ځينيو خيرغوښتونکو د هلو ځلو له امله په اسلام اباد کې د افغانستان د وخت د جمهور رئيس استاد برهان الدين رباني او د جنگي مخالف انجينير گلبدين حکمتيار ترمنځ د روغې جوړې تړون لاسليک شو نو مولوي خالص سمدستي وويل (ماته د دې تړون څخه د وينو بوي راځي) چې بيا څو ورځې وروسته کابل کې يو ځل بيا سختې نښتې پيل شوې او عملاً ثابته شوه چې په دې هکله د مولوي صاحب اټکل پر ځاى و. مولوي خالص د 1994 ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پاکستان کې خپله د هجرت موده پاى ته ورسوله او افغانستان ته ستون شو. هغه د 1997 ميلادي کال د جولاي په مياشت کې د پښې د هډوکي د ماتېدو له امله پر ځاى پرېوت چې بيا يې وخت په وخت مرضونه زياتېدل. مولوي "خالص" د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توگه ننگرهار کې د خپل کور څخه لادرکه او د امريکايانو پرضد يې د جهاد اعلان وکړ . نوموړى د1385 هـ ش کال د چنگاښ په اته ويشتمه 28، د جولاى په نولسمه 2006 ميلادي کال کې له دنيا څخه سترگي پټې کړې او د هغه د زامنو لخوا په کوم نامعلوم ځاى کې خارو ته سپارل شوى دى . جنت فردوس يې نصيب شه.