محمد يعقوب نانوتوي
محمد يعقوب نانوتوي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ١٨٣٣ نانوته، سهارنپور ولسوالي، اتراپردېش ايالت، هند[۱] |
مړینه | ١٨٨۴[۱] د ۵۱ کلنۍ په عمر کې په نانوته، سهارنپور ولسوالي، اتراپردېش ايالت، هندوستان |
استوګنځای | ډېلي |
تابعیت | برېتانوي هند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | د اسلامي مدرسې ښوونکى |
سمول |
محمد يعقوب نانوتوي (1833_1884)يو هندي اسلامي عالم وو،او په هندکي د ديوبند دار العلوم له لمړنيو ښوونکو څخه وو.
محمد يعقوب په 1833 زېږديز کال کي د هند د اتراپردېش ايالت د سهارنپور ولسوالي د نانوته په ښار کي وزېږېد.د هغه پلار مملوک علي په هند کي د خپل وخت له سترو عالمانو څخه وو،او د غازي الدين خان په مدرسه کي ښوونکى وو.محمد محمديعقوب زياتي اسلامي زده کړي له خپل پلار نه وکړې،په حديثو کي د هغه استادان شاه عبدالغني مجددي او احمد علي سهارنپوري وو.
مولانا خپل کار د زده کړي په څانګه کي پيل کړ،کله چي دارالعلوم ديوبند تاسيس شو نو د دارالعلوم موسس محمد قاسم نانوتوي له هغه څخه وغوښتل تر څو د لمړني غړي په حيث په دارالعلوم کي ګډون وکړي.مولانا صاحب محمد يعقوب د دارالعلوم ديوبند لمړنى صدرمدرس(سر ښوونکى)وو،او تر وفات په همدې دنده پاته شو.د هغه زده کوونکي زياتره د دوهم نسل علماء وو لکه شيخ الهند محمود الحسن،مفتي عزيز الرحمن عثماني او اشرف علي تهانوي.
مولانا محمد يعقوب په تصوف کي د حاجي امدادالله صاحب مريد وو،او په چشتيه،نقشبنديه،قادري او سهرورديه طريقو کي يې د خلافت پګړئ تړلي.
مولانا صاحب بالاخره د کولرا د ناروغۍ له امله د 51 کلنۍ په عمر په 1884 کال کي له دې فاني نړۍ نه سترګي پټي کړي، او په نانوته کي خاورو ته وسپارل شو.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.darululoom-deoband.com/english/introulema/founders3.htm, Profile of Muhammad Yaqub Nanautawi, Retrieved 29 January 2017