محمد هاشم نيازي سنگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد هاشم نیازى سنگرد عبدالهاشم زوى په ۱۳۴۸هجري لمريزكال كې دلغمان ولايت دالينگار ولسوالۍ په سنگر نومې سيمه كې زيږيدلى خپلې منځنۍ زده كړې يي په لغمان اوخوست كې تر سره كړي ، دژورنالیزم په برخه كې يي له هېواد څخه بهر ځانگړې زده كړې ،كړې دي. دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ شوى، دملنگې هيلې په نوم يي يوه شعري ټولگه دما مه هېروه په نوم يو ناول او نطاق دراډيو تلويزيو ن مهم عنصر دى، دنطاقۍ دفن په اړه كتابونه چاپ شوي دي . نيازى سنگر دافغانستان په ملي راډيو تلويزيون كې دوياند او دجمهوري رياست په مطبوعاتی دفتر کې دخبريال په توگه دنده ترسره كوي . دښاغلي نيازي سنگر دشعر دوه بيلگې دلته را اخلو .