محمد رفېع صياد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رفيع صياد

محمد رفېع صياد يو ځوان شاعر دی او له شعر او شاعرۍ سره یې له كوچنيتوبه مینه وه، خو په عملي ډگر كې يې لومړنۍ شعرپه كال ۱۹۹۲ز كال وپنځاوه.

ښاغلي صياد ډېر ځله خپل خيالونه او فكرونه په خواږه نثر كې رانغاړي. ډېر حساس هم دى. كله چې يوه عاطفي پېښه وويني بيا يې خوږ نثر پرې ليكې وي. كله كله شعرونه هم ليكې. د (كوچنۍ هيلې مو سترېږي) په نامه يې يوه ټولگه شاعري په كال ۱۳۷۹ل د زمري په مياشت كې له دانش خپروندويه ټولنې لخوا چاپ شوې. دا ټوله يې د خپل تره شهېد محمد شافي ناصح ته چې د انقلاب د خونړي سيلاؤ لومړنيو څپو ښكار شو ډالۍ كړې ده.

زوكړه[سمول]

ښاغلې محمد رفېع صياد د ډگروال محمد ساقي زوى پر كال ۱۳۵۰هجري لمريز كال د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د اخوند كلي په یوه مجاهده کورنۍ كې زېږېدلې دى.

زده كړې[سمول]

ښاغلي صياد صېب د لومړنۍ زده كړو څخه د حصارك په لومړني ښوونځي كې تر دويم ټولگي پورې زده كړې وكړې، او بيا په ۱۳۵۸هجري لمريز كال پېښور ته مهاجر شو. په كال ۱۳۶۹هجري لمريز د صديق اكبر له لېسې څخه فارغ او په ۱۳۷۱هجري لمريز د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له انگلېسي څانگې ته بريالې او تر درېيم ټولگي پورې يې په نوموړي پوهنتون كې لوړې زده كړې ترسره كړې. كله چې د دعوت او جهاد پوهنتون وتړل شو، نو په كال ۱۹۹۵ز كال لومړې جلالكوټ او بيا د كابل په لور رهۍ شو، ترڅو خپلې نيمگړې زده كړې ترسره كړي. بالاخره په ۱۹۹۶ز كال يې د فراغت سند په ډېرو لوړو نمبرو ترلاسه كړ.

لکه څرنگه چې د ښاغلي صیاد او دده کورنۍ وینه د کمونېتسي گوډاگیانو سره نه گډېده، ن څکه خو یې د لوړو زده کړو پر مهال څو ځلې عملي جهاد ته ملا تړېلې او څو ځلې د روداتو د سنگر تودو سنگرونو ته راغلې او مخامخ یې د روس گوډاگي رېژیم سره په سپېڅلې جگړه کې خپله ونډه اخیستې.

د شعر ډولونه[سمول]

هغه ته يې چې بې اوره سوځول كا هغه ته يې چې په غشو كې ټومبل كا هغه ته يې ته يې شمع بې غمۍ سره بلېږى چې پتنگ ستي كول كا هغه ته يې ډې دى عشق كې كړل وريته آهونه باسي چې بې سوده ځورول كا هغه ته يې بې مقصده چې په زړه داغونه كېږدي هرڅه هرڅه نازك گل كا هغه ته يې څوك پاچا كړي په زلفانو كې ځاى وركړې كوزول پورته كول كا هغه ته يې زه صياد په طبيبانو نه رغېږم چې زما زړه رغول كا هغه ته يې

انقلاب دا سور رنگ د وينې گورئ دا سور رنگ د انقلاب دى چې د وينو په زور دورمي دا هغه شان سور سېلاب دى او خاذر د هېچا نكړي د تور سرو، ماشومانو تېره تېغ څخه يې باسي مسمې په چند القاب دى چې سرونه پكې رغړي اوتنې پكې پېمال شي خپل هدف لره وردرومي لكه تندر په شتاب دى د ملت غوښې يې خوړ دي د معصومو خون شراب په پنجو يې رېزمرېز كړي دا هغه بې ترس عقاب دى نه يې زړه شته چې زهير شي نه يې تن شته چې ذليل شي نه يې روح او نه يې عقل او روان دده اسباب دي زه خو وايم راشئ كينو دا اور خود به خود مړ كېږي په يو وهم پسې ځغلو دا هېڅ ندې شت سراب دى د توپان دور تېرېږي نور دا بحر ارامېږي صياد وايي اوس ساه واخلئ ددې سوال اسان ځواب دى پېښور ۱۹۹۸-۱-۲۰

د ښاغلې صياد صېب فرهنگي او ټولنيزې چارې[سمول]

ښاغلي صياد صېب افغانستان ته په گرځېدو سمدلاسه د خپل كړېدلي ملت په خدمت لگيا شو، او هغه څه چې يې د هجرت په ټاټوبي كې ترلاسه كړي ول، وخپل ملت ته ډالۍ كړه، او د (صياد انگلېسي ژبې ښوونيز مركز) په نامه يې يوه ټولنيزه اداره جوړه كړه چې د تنكيو ځوانانو په روزنه كې يې اساسي رول ولوباوه.

ليكنې:[سمول]

شعر

  • كوچنۍ هيلې مو سترېږي
  • مرغلره په سیپۍ کې (اوږد شعر، قصیده)

نثر

  • انگلېسي-پښتو جېبي سیند (قاموس).
  • د لسو روغتیایي کتابونو ژباړې )ژباړه)
  • سور مازیگر (د لنډو کیسو ټولگه)

سرچینې[سمول]

  1. تروږمۍ کې مشالونه (د افغانستان دمجاهدو او مهاجرو قلموالو تذکره، لیکوال: صدیق منصور انصاري، خپرندویه ټولنه: جهاد کولتوري ټولنه. کال: ۱۳۷۹ل.