محمد حکيم بشارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد حکيم بشارت دفضل الرحيم زوى دميدان وردگو ولايت دنر خ ولسوالۍ دکريمدادو دکلي اوسېدونکى چې په ١٣٥٤هجري کال کې يې په دې نړۍ کې سترگې غړولې دي . لومړنۍ زده کړې يې دشهيد صابريار په لومړني ښوونځي ترسره کړي ، منځنۍ زده کړې يې دخالدبن وليد په لېسه کې او په کال ١٣٧٤ هجري کې دسيدجمالدين افغان له عالي لېسې څخه فارغه شوى او ١٣٧٩کال کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي له پښتو څانگې څخه فارغ شوى. نوموړى د کابل پوهنتون او عرفان مجلو مهتمم پاتې شوى ، همدارنگه دکابل راډيو او خوست په راډيو گانو کې يې دوياند په توگه دنده ترسره کړې ، دپرواز مجلې فريلانس خبريال او دهيئت تحرير غړى ، دسولې او جنگ دراپور ورکونې دانيستيتوت خبريال ، دصبا مجلې خبريال او بيا ورپسې دهمدغې مجلې مرستيال او له دوه کلونو راهيسې تراوسه پورې په پژواک خبري اژانس کې دکاپي چيف ايډيټر په توگه دنده تر سره کوي .

چاپ شوي اثار[سمول]

نوموړى دوه اثر چاپ ته چمتو لري ١—په پښتو شفاهي ادبياتو کې دښځو ونډه ٢- دلنډو کيسو ټولگه .