مبارز ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مبارز څاپی

پیاوړی شاعراونامتو لیکوال ښاغلی خان محمد مبارز څاپی د لغمان ولایت د الیشنگ د ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې بیا ورسته ئې د بغلان په ولایت کې استوگنه غوره کړه.نوموړي د هیواد په مختلفو اداري څانگو کې کار کړی دی. وروستی ماموریت ئې د لغمان ولایت داداري مدیر په حیث سرته رسولی دی. د ۱۳۴۱ هـ ش کې ئې شعرو شاعري پیل کړې. په ۱۳۵۷ کال پېښور ته مهاجر شوی او د څه وخت د تېرولو وروسته جرمني ته تللی، چې لا تر اوسه پورې په جرمني کې اوسي او د د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند (PSDP)پښتونخوا / افغانستان د مشرانو د جرگې غړی او د پښتونخوا مجلی د خپرونی جرگی عړی دی.

د لیکوال چاپ شوی کتابونه[سمول]

  1. ژوبل احساس : ( د شعرونو ټولگه )
  2. گلپاڼه : ( د شعرونو ټولگه )
  3. زرپاڼه : ( د شعرونو ټولگه )
  4. دین ژبه او ملت : (په دریـو بـرخو کښې چې دوه برخې ئې څیړنـیز نـثر اودریمه برخه ئې اشعار دی )
  5. کاوون او کډوالۍ : اوله برخه قیصه او دوهمه برخه ئې شعرونه